English

           
 

د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون  د تعليماتو څانګه

 

دغه څانګه له پنځوو پرواګرامي څانګو څخه داسي يوه څانګه ده چې په فعاله توګه د بشر حقوقو د پراختيا او پوهاوي ورکولو په برخه کې په بيلابيلوڅانګو کې دنده تر سره کوي.  دغه څانګه خپلې کړني د بشري حقونو د لا پراختيا او بنسټيز کولو او د عامو وګړو د پوهاوي د کچې د لوړوالي په لاره کې  څانګړي کړي دي. دغه څانګه د کميسيون د څارنې ، نشراتو او ډله ييز رسنيو چې د کميسيون ملاتړيز څانګو څخه دي نږدي همکاري لري.

 

ليدلور:

ددي څانګې عمده موخه دادي چې د جګړي او تاوتريخوالي په ځاى د بشري حقوقو او سولي فرهنګ او دود په ټول هيواد کې پلې کړي.

 

ماموريت:

بشر حقوقو ته پراختيا او ودي ورکول تر څو د تاوتريخوالي او جګړي د فرهنګ څاى ونيسي او دا کار د عامو وګړو د پوهاوي ورکولو، داخلي ظرفيتونو څخه ملاتړ او همداراز د بشري حقونو فعالين موندلو له لاري چې په دي لړ کې مدنې ټولنه ځانګړي نقش لوبوي  او مدني ټولنه کولاي شي چې د خلکو او نوروموسساتو پر کړنو او ليد لور کې بدلون راوړي  له لاري څخه تر سره کيږې.

 

موخې:

 

  • د بشري حقونو په اړوند د نړيوال اسنادو او قواعدو په اړه معلومات جوړول
  • د بشري حقونو په اړوند د تعليمي پروګرامونو په لاره اچول تر څو د عامو وګړو پر کړنو او چال چلن کې موثر بدلون راوستل شي
  • د اجرايي قوې ارګانونو سره مرسته کول تر څو خپلي کړني او چال چلن د بشري حقونو د نړيوالو ستانداردونو سره برابري کړي
  • عامو وګړو ته د داخلي قوانيو او په ځانګړي توګه اساسي قانون په اړوند پوهاوي ورکول
  • د مدني ټولني او نورو نهادونو چې د بشري حقوقو په لاره کې فعاليت کوي سره د يوي شبکي جوړول تر  څو د بشري حقونو د ملاتړ او پراختيا په لاره کې په ګډه او ګټوره توګه دنده تر سره کړي
  • د بشري حقونو د پوهاوي ورکولو او بنسټيز کولو په لاره کې د نويو سياستونو او ستراتيژيو جوړول او پلي کول
  • د بشري حقونو د فرهنګ د پراختيا په موخه بايد بشري حقونو اساساتو  ته درناوي او هغه باندې  باور درلود
  • د وګړو بيلابيلو ګټګوريو ته د بشري حقونو د پوهاوي ورکولو په موخه د بشري حقونو روزونکې، داوطلبان او ماستر ترينرانو روزل او ديو ائتلاف جوړول

 

برنامي او فعاليتونه:

د پورتنيو موخو د پلې کولو په اړوند لاندې فعاليتونه او کړنې تر لاس لاندې نيول شوي دي:

 

  • د روزونکو روزل (TOT)
  • د بشري حقونو د پوهاوي په اړه د روزنيز ورکشاپونو جوړول
  • د علماوو، مدنې ټولنه او دولتي موسساتو سره د بشري حقونو د بيلابيلو موضوګانو په اړوند د کنفرانسونو ، سيمينارونو او غونډو جوړول
  • د بشري حقونو د زده کړي په موخه د روزنيزو کتابونو او چپترونو جوړول
  • دورکشاپونو د مخته وړلو په موخه د بشري حقونو د بيلابيل موضوعاتو په اړوند بيلابيل ليکني جوړول
  • په محلي ژبو د بشري حقونو د نړيوالو اسنادو ژباړل
  • د ښوونځيو او پوليسو اکادمي لپاره روزنيزي  برنامي جوړل

 

زيات شمير خلکو له بيلابيلو کټگوريو څخه په هغو ورکشاپونو کې چې  د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کميسيون  د تعليماتو د څانګې له خوا داير شوي وو گډون کړي دي چې لاندې لښتليک کې تاسو ته وړاندې کيږې:

 

د تعليماتو څانګه د معارف وزارت د تاليف او تدريسي د پراختيا څانګى سره نږدي اړيکي او همکاري لري تر څو په ښوونځيو کې د زده کړي کتابونو باندې بيا کتنه وکړي . [1] اوس مهال يو ٦ کسيز کميټه چې ٤ يې د معارف له وزارت څخه او ٢ يې د کميسيون د تعليماتو د څانګې کارکوونکې دي پر دي موضوع باندې کار کوي او لازمي وړانديزونه هم ودي وزارت ته وړاندې کړي دي.

 

د تعليماتو څانګه همداراز د تعليم او تبيي د پوهنتون سره هم په دي هکله مرسته کړي تر څو  په درسي نصاب کې د يو نوي مضمون چې د سولي، دموکراسي او بشر حقوقو تر سرليک لاندې دي زيات کړي.

 

دغه څانګه په توانيدلي چې د داخلي له وزارت سره او په ځانګړي توګه د پوليسو له اکاډمى سره اړيکي ټينګې کړي . چې ددي ګډ فعاليت  په پايله کې د بشر حقوقو مضمون دپوليسو د درسي نصاب يوه نابيلوونکې برخه ګرځيدلي دي. ددي نه علاوه د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون  د ٧٠٠ څخه زيات افتخاري کارټونه پوليس او ملي اردو ته ويشل دي. په دغه کارټونو کې د عامو وګړو پر وړاندې د چال چلن هغه ١٠ معيارونه چې د بشر حقوقو دنړيوالي اعلاميي ٣،٥،٩ او ١٩ توکې هم په کې شته دي ليکل شوي  دي.

 

د تعليماتو څانګه او د ژورناليزم د پوهنځى د نږدي همکاري په پايله کې ديو مياشتني کورس چې د ژورناليزم او بشر حقوقو تر سرليک لاندې  په هغه پوهنځى کې داير شو سر ته ورسول شو. چې په دغه کورس کې د کميسيون له خوا ترينران معرفي کړل شوي و. دغه کورس چې په ( ٨ ) دورو کې تر سره شول له ٤٠٠ سوو څخه زيات خبريالان، رپورتران، فوتو ژورناليستان چې په بيلابيلو رسمي او شخصي مطبوعاتي څانګو کې دنده تر سره کوي له دغه کورس څخه ګټه تر لاسه کړل.

 

د تعليماتو څانګه  د مدنې ټولنو او نورو نهادونو چې د بشري حقونو په اړوند فعاليت کوي د ظرفيتونو د کچې دلوړوالي لپاره هڅه کړي تر څو د بشري حقونو دارزښتونو د پوهاوي ورکولو په لړ کې گټور تر سره شي. ددي موخى د ترلاسه کولو لپاره د افغاني نا دولتي موسساتو لپاره  د (TOT ) يا ښوونګو لپاره زده کړي ورکشاپونه تر سره کړي  تر څو هغوي هم پخپل وار سره دبشر حقوقو ارزښتنونه په خپلو ورکشاپونو کې ورزده کړي

 

د هغو شکايتونو په پايله کې چې د زندانونو د ساتونکو پر وړاندې د کميسيون د شکاياتو څانګې ته مراجعه کړي و د تعليماتو څانګه د زندانونو دساتونکو لپاره هم روزنيز ورکشاپونه داير کړي دي

 

ګډون:

د تعليماتو څانګه تل هڅه کړي تر څو په خپل څنګ کې د بشري حقونو دزده کړي په لړ کې  نورو کسانو او موسساتو ته هم ګډون ورکړي.

 

په دغو ورستيو کې د تعليماتو څانګه د (MOU )  برنامه د ١٦ و ملي نادولتي موسساتو او نهادونو سره لاسليک کړي دي دا په داسي حال کې دي چې خبري اتري د ١٠ و نا دولتي موسساتو او مدني ټولنو سره روانى دي.

 

د تعليماتو څانګه اوس  مهال د لاسليک شوي پريګړو پر بنسټ د ښه کاري اړيکو څخه په ځانګړي توکه د معارف وزارت، د عالي زده کړي وزارت،  داخلي وزارت، او د استخباراتو رياست سره برخمن دي. او ټول د کميسيون همکاران په منظمه توګه د کميسيون له نشراتو څخه چې مجلي ، فلمونه ، بروشورونه او داسي نور مواد چې د ښځو او ماشومانو حقوقو په اړوند دي تر لاسه کوي.

 

په ټوليز توګه کميسيون او په ځانګړي توګه د تعليماتو څانګه هڅه کوي تر څو د بشري حقونو د بنسټيز کولو په لاره کې په موثره توګه د ملي نهادونود ظرفيتونو د لوړوالي په لاره کې ديو حياتي ګام په توګه کار واخلي. او دا کار به د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون  سره مرسته وکړي تر څو د بشر حقوقو د پراختيا او ملاتړ په لاره کې له لازمو اسانتياو څخه برخمن شي. کميسيون  ديو ملي نهاد په توګه دنده لري تر څو پخپل څنګ کې نور همکاران پيدا کړي چې د بشري حقونو پر بيلابيلو مسائلو باندې لاسبري ولري او هغو ته د حل لاري چارى وموندي او ددي شبکې دجوړولو له لاري وکولاي شي چې خپلو فعاليتونو ته پراختيا ورکړي او د هغه نهادونه او موسسي او کسان چې په دي لړ کې په ملي ، سيمه ييز  او نړيوال کچه کې فعاليت کوي له ځانه سره يو ځاى کړي. 

 


 

[1] ځکه چې په ښوونځيو کې په تيرو رژيمونو کې بيلابيل درسي مضامين جور شوي او تدريس شوي چې دغه کتابونه د تعصب او تاوتريخوالي او توپير څخه ډک دي

 

 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون