|
پوښتنه:
ولې د افغانستا د بشري حقونو خپلواک کميسيون په دې نامه
ياديږي؟
ځواب
_ ددې لپاره چې دغه کميسيون د دولت له درې ګونو ارګانونو
( قضايه، مقننه او اجرايه ) نه جلا خو د هېوادني نظام د
جوړښت يوه برخه ده چې
خپلې کړنې په خپلواک ډول ترسره کوي.د
کميسيون ماموريت ددې لامل ګرځي تر څو د يوه خپلواک ارګان
په توګه عمل وکړي
ځکه چې له نورو دولتي ارګانونو سره په تړاو کې
نشي کولاى چې د بشري حقونو د تامين او د قانون د پلي کولو
په لار کې د دولتي او غېر دولتي ټولنو د فعاليتونو څارنه
وکړي.
پوښتنه:
په اوس مهال کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون
لګښت له کومو منابعو څخه تمويليږي؟
ځ
_ اوس مهال د کميسيون لګښت له هغو مرستو څخه دى چې
مرستندويه هېوادونه يې له افغانستان سره کوي او په حقيقت
کې د هېواد د ملي عايد يوه برخه جوړوي . له کميسيون سره
پانګيزه مرسته د هغو مرستو په لړ کې حسابيږي چې نړيواله
ټولنه يې له افغانستان سره کوي.
پوښتنه:
دافغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون څه
حقوقي
مشروعيت لري؟
ځ
_ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د بن له
توافقليکونو ( ٢٠٠١م د دسمبر١٣ ) سره سم د لنډ مهالې ادارې
د مشر د فرمان ( ١٣٨١ لمريز کال د غبرګولي ١٦ او د ٢٠٠٢ م
کال د جون
۶ ) په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو د ۱۳۴/ ۴۸
پرېکړه لیک، پاریس د اصولو او د افغانستان د اساسي قانون د
۵۸ مادې پر بنسټ تاسیس او د بشري حقونو د ملاټړ، پراختیا،
پرمختګ او څارنې په برخه کې کارکوي.
پوښتنه: امریکا چې ځان د بشري حقونو د لاسته رواړونکو له
ډلې ګڼي نو څنګه
خپله د ملتونو اوهیوادونو حقونه لکه ( د عراق نیول، له
اسرایلو ملا تړاو داسې نور) تر پښو لاندې کوي؟
ځواب: د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هر هغه
څوک، ډله او هېواد چې له بشري حقونوڅخه سرغړونه کوي غندي
او دا کمیسیون دنده لري چې په افغانستان کې دننه د بشري
حقونو ملاټړ او څارنه وکړي. دملګرو ملتونو عالي کمېشنري او
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هغه رسمي ارګانونه دي چې
په نړیواله کچه د بشري حقونو ساتنه اوڅارنه کوي او دوی
دنده لري چې په عراق کې له بشري حقونو څخه سرغړونې وڅېړي.
همدا شان د سره صلیب نړیواله کمېټه چې د ژنیو د څلورګونو
میثاقونو په ګټه چې دبشر دوستانه نړیوالو قوانینو په نوم
هم يادیږي دنده لري چې د نړیوالو او کورنیو جګړو پر
قواعدو او همدا شان په جګړییزو سیمو کې دملکي وکړو ژوند او
اسیرانو وضعیت په پام کې وساتي، په عراق کې حالات وڅاري.
سربېره پر دې ملګري ملتونه، دنړیوال سره صلیب کمېټه، نور
غیر دولتي سازمانونه لکه د بښنې نړیوال سازمان او د بشري
حقونو څارډله په نړیواله کچه د بشري حقونو وضعیت څاري.
پوښتنه: په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د
اوستوګنځیو پلټنه، په بهرنیو زندانونو کې د افغانانو
زنداني کول، په کلیو بمباري کول او د بې ګنا ملکي وګړو وژل
او داسې نورو په اړه کمیسیون کوم دریځ خپل کړی او څه لاسته
راوړنې لري؟
ځواب: د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ته تراوسه
د بهرنیو ځواکونو په اړه ۱۳۰ شکایتونه رارسېدلي او کمیسیون
ډېر زر د بهرنیو ځواکونو له مسؤلینو سره اړیکې نیولي او د
ستونزې د هواري لپاره یې هڅه کړې ده، همدارنګه کمیسیون
توانېدلی چې د بهرنیو ځواکونو او ځینو ولایتونو لکه په (
لوګر، پکتیا، ارزګان، قندهار او جلال اباد ) کې د ملکي
وګړو تر منځ منځګړیتوب وکړي. د هغه ټینګار په پایله کې چې
د کمیسیون له خوا شوی وو ایتلافی ځواکونو د اړیکو لپاره یو
کس وټاکه ترڅو داسې شکایتونه زر تر زره د ایتلافی ځواکونو
تر مشرانو ورسیږی او وروسته وړ ګامونه واخیستل شي.
پوښتنه: هر کله چې له بشري حقونوڅخه خبره کیږي نو ډېری
تاکید یې د ښځممنو په حقونو او وضعیت باندې وي نو ایا د
افغانستان د بشری حقونوخپلواک کمیسیون یواځې دښځو له
حقونوڅخه ملا تړ کوي که څنګه؟
ځواب: بشري حقونه د ټولو انسانانو حقوق په ځان کې رانغاړي
او د ټولنې د ټولو غړو د فردي امنیت تامینول یې له دندو
څخه شمېرل کیږي. په طبعي ډول د ښځو حقونه د نارینه وو او
ماشومانو له حقونو څخه جدا نه دي. د افغانستان د اساسي
قانون د ۵۴ مادې په اساس کورنۍ د ټولنې بنستیز رکن دی نو
اړینه ده چې د یوې سالمې ټولنې لپاره کورنۍ هم سالمه وي نو
په دې اساس د ښځو رول د ټولنې او د ټولنې د غړو به سالمه
روزنه کې ډېر د پام وړ دی . د ښځو د حقونو تامین او دښځو
له حقونو څخه ملاتړ پخپله په یوه ټولنه کې په ښه ډول د
بشري حقونو درناوی او پلي کول څرګندوي او له بل پلوه څرنګه
چې په ټولو هېوادونو او ډېرو فرهنګونو کې ښځې د بنسټیزو
ازادیو د نه لرلو او حقوقي محدودیتونو له وجې په فرهنګي،
سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې ورسته پاتې شي، نوددې
لپاره چې دوی بېرته خپل حقونه او د ژوند په ټولو برخو کې
له نارینه وو سره یو ډول حقوق ولري اړینه ده چې د اوږده
مهال لپاره د دوی حقونو ته ډېر او ځانګړی پام وشي نو د
همدې لپاره د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض په ضد نړیوال
تړون شوی او ټول دولتونه د هغه تړون درناوي ته مجبور دي.
پوښتنه: د افغاستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون څنګه د
تلویزیون په مخ د مجرم د څېرو ښودو مخه نیسي ؟
ځواب: لمړی دا چې د افغانستان د اساسي قانو سره سم تر هغه
پورې یو کس بې ګنا دی تر څوچې د یوې واکمنې محکمې لخوا په
جزا نه وي وي محکوم شوی، نو په دې بنسټ د بې ګنا کس څېره
خلکو ته ښودل انساني کرامت ته سپکاوی دی او دویم دا چې د
داسې کار په کولو سره د تورن او یامجرم کورنۍ ( ښځه،
ماشومان او نور خپلوان) چې بې ګنا دي هم له سپکاوي سره مخ
کیږي.
پوښتنه: د افغاستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ولې له
جنایتکارانو څخه ملاتړ کوي؟
ځواب: د افغاستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون کله هم د
جنایتکارو ملاتړ نه کوي او تل د جنایتکارو په وړاندې د
بښنې له دود سره مخالف دی اوپه عادلانه محکمه کې د
جنایتکارو د محاکمې غوښتونکی دی. کمیسیون د هېواد له
امنیتي، عدلي او قضایي ارګانونو څخه غوښتنه کوي چې د هېواد
له قوانینو سره سم د جنایتکارو سره جدي چلند وکړي. د
کمیسیون له مهمو دندو څخه یوه دا هم ده چې د پولیسو او
څارنوالۍ د کارونو بهیر وڅاري تر څو جنایتکاران په ناحقه
ونه بښل شي، نو په دې اساس کمیسیون د مجرمینو د دوسیو د
تعقیب پلوی دی نه د هغه د بښنې، کمیسیون يواځې د مجرمینو
له حقونو لکه د دفاع حق، د مدافع وکیل د نیولو حق، د خپل
زنداني کېدو د علت په اړه د پوښتنې حق، د درملنې حق، د
کورنۍ له غړو سره د لیدو حق او د بند لپاره د مناسب ځای
څخه ملاتړ کوي او کمیسیون له ټولو اړوندو ارګانونو څخه
هیله لري چې د زندانیانو حقونه تر پښو لاندې نه کړي.
پوښتنه: انتقالي یا لېږدېدونکی عدالت څه مانا لري؟
ځواب: انتقالي عدالت یو پراخ بهیر دی چې په جکړو ځپلو او
په تېره بیا هغو ټولنو کې چې په کورنیو جګړو کې ښکیل وې
یوالي، تل پاتې سوله، په راتلونکي کې د جنګي جنایتونو
دمخنوي د جنګي بهیر د مستند کولو او د تېرو بې عدالتیو د
څرګندولو لپاره کار کوي.
انتقالي عدالت د جګړو د قربانیانو په زخمونو د پټۍ اېښودو
او د زیانونو د جبران لپاره قضايي او غېر قضايي ارګانونو
ته د بیلا بیلو لارو چارو وړاندیز کوي او محکمه د حل
یوازینۍ لار نه ګڼي. د قربانیانو درناوی، د خلکونه بښنه ،
د زیانونو جبران او د حقیقت موندنې ورسته یوالی په
بیلابېلو هیوادونواوبیلا بېلو شرایطو کې هغه لارې چارې دي
چې ښې پایلې یې ورکړي دي. که په لنډو وویل شي انتقالي
عدالت هغه لارې چارې دي چې د جګړو ځپلو خلکو او د جکړو د
قربانیانو د درودونو ارام او په زخمونو باندې د پټۍ ایښودو
او به راتلونکي کې د یوالی او تل پاتې پخلاینې لپاره تر
لاس لاندې نیول کیږي.
پوښتنه: ایا داخبره څومره ریښتینې ده چې کمیسیون له
مېړونو نه دښځو د طلاق اخیستو یوه اداره ده ؟
ځواب: هېڅکله هم نه! دطلاق او بېلوالي ادارې محکمې دي او
د افغاستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون محکمه نه ده او
کمیسیون تل هڅه کوي چې د ښځې او مېړه تر منځ شته ستونزې د
منځګړيتوب له لارې حل کړي، خو دې هڅو تل ښې پایلې نه دي
ورکړي.
ددې لپاره چې د داسو ستونزو مخنیوی وشي د افغاستان د بشري
حقونو خپلواک کمیسیون له ټولوهېوادوالو څخه هیله کوي چې
ودونه دښځې او مېړه تر منځ په خوښه وشي ځکه چې په اسلام کې
هم نکاح د دواړو اړخونو په خوښه تر سره کیږي او همدارنګه
له اتلس کلنۍ څخه په لوړ عمر کې د ودونو پلوي کوي تر څو د
راتلونکو ستونزو مخه ونیول شي |