گزارش‌های روزانه بازدید:318 تاریخ نشر:2018-04-14

هلمند: اوبه او ژوند تر عنوان لاندې روزنیزه غونډه وشوه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د هلمند ولایتي دفتر د ښوونې او روزنې څانګې لخوا د اوبه او ژوند تر عنوان لاندې نیمه ورځنۍ روزنیزه غونډه نن د وري میاشتې پر ۲۰مه نېټه د هلمند ولایتي دفتر د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

په غونډه کې د سيمه ييز دفتر ټولو کارکوونکوګډون کړی و، چې د اوبو پر ارزښت او د اوبو په لګښت کې د اصراف د مخنيوي په لارو چارو خبرې وشوې.

د غونډې لپاره د چمتو شوي سلایډ له مخې د اوبو د ارزښت پیژندنه، د اوبو او ژوند ترمنځ اړیکې، په هیواد کې د اوبو د کمښت لاملونه، د اوبو د ساتنې او لږ مصرف په هکله ګټورې لارې چارې، د اوبو د ارزښت په هکله د دین او فلسفې بیلګې، د کمیسیون د حفاظت او ساتنې د څانګې لیکل شوې طرحه، په نړیواله کچه د اوبو د ارزښت شعارونه او نور اړوند موضوعات بحث شول.

د غونډې په ترڅ کې د همکارانو لخوا بېلابېل نظریات او وړاندیزونه ټولو ته ارایه شول او د اوبو پر مناسب مصرف، د بې ځایه لګښت د کموالي او په کورونو کې د اوبو له ذخیرې څخه په ښه ډول استفاده او د اوبو د ساتنې کلتور د دودولو په اړه لارښوونې وشوې.


بازنشر این مطلب