کندهار: د ښځو د ځانوژنې په اړه د پوهاوي غونډه ووشوه

د روان ۱۳۹۵ کال د سلواغې د میاشتې پر ۲۷مه د سویل لودیځې حوزې د بشري حقونو دسیمه ییز دفتر د ښځو د حقونو د ملاتړ څانګې د کندهار د دامان ولسوالۍ د مند حصار کلینیک له ۴۰ تنو کار کونکو، مراجعینو او ناروغانو سره د ښځو د ځان وژنې د لاملونو، عواقبو او د دې ناوړه پدیدې د مخنیوي پر موضوع، د ياد کلینیک په دفتر کې د پوهاوي غونډه وکړه.

غونډه د قران کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه، په پيل کې د بشري حقونو د سیمه ییز دفتر د ښځو د حقونو د پراختیا څانګې مسوولې شګوفه سحر ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او په سویل لودیځه حوزه کې يې د ښځو د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په تړاو برخه والو ته معلومات ورکړل.

ورپسې په اجنډا کې شامل موضوعات د کميسيون د ټرینرانو له خوا د ګډونوالو په فعال ګډون سره بحث شول او د نظریاتو تبادله وشوه، په پای کې د غونډې له ارزونې جوته شوه چې برخه والو زده کړه کړې او بحثونه يې به غور اوريدلي دي.

د غونډې به وروستۍ برخه کې د کلنیک مسوولې قابلې اغلې پلوشې د بشري حقونو د سیمه ییز دفتر مننه وکړه چې تل یې د بشري حقونو د پوهاوي په برخه کې د کلینیک له کارکونکو او مراجعینو سره ورته غونډې نیولې دي، پلوشې د ورته غونډو جوړول  د بشري حقونو د پوهاوي لپاره ګټور وبلل او د لا ډېرېدو هيله يې څرګنده کړه.


بازنشر این مطلب