جلال آباد: د ښځو د پيوستون نړیواله ورځ ولمانځل شوه

محب الله صابري

د روان ۱۳۹۵کال د کب پر ۱۶ مه د بشري حقونو خپلواک کمیسیون جلال اباد سیمه ییزدفتر دمارچ اتمه د یو ورځیني کنفرانس چې  د پولیس اوملی اردو په لیکو کې د میرمنو د شتون پیاوړي کولو تر سرلیک لاندې وه، ولمانځله.

په دغه کنفرانس کې د ننګرهار ولایت مقام سربیره، د ننګرهار ولایت اړوندو نظامي او ملکی ادارو مسؤلینو، ولایتی شورا غړو،  همکارو نهادونو، مدني ټولنو، ژورنالستانو او یو شمیر د ښځو د محلي شوراګانو استازو چې تعداد یې ۸۰ تنو ته رسیدو، ګډون کړی وه.

پرانستې وینا دسیمه ییز دفتر مشرې اغلۍ صبرینه حمیدي وکړه او ټولو راغلو میلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه. نوموړې د یادې ورځې په اهمیت، تاریخي سیر او په اوسنیو شرایطو کې د میرمنو پر وړاندې پر پرتو ستونزو رڼا واچوله.

آغلی حمیدي زیاته کړه:  د هغو ټولنو میرمینې چې په  ټولنیز چارو کې ګډون نه کوي او ګوښه پاتې کیږي  د هغوي ټولنې نیمکړې او د ستونزو سره مخ دي. نوموړې زیاته کړه چې په اسلامې شریعت، نافذه قوانینواو هغو نړیوالو اسنادو کې چې د افغانستان دولت ورته ژمن دی،  د میرمنو حقوق او وجایب  روښانه دي . مګر په تاسف سره باید ووایم چې اوس هم په دغه برخه کې زیات شمیر ستونزې شتون لري. حمیدي د حج او اوقافو له مسؤلینو وغوښتل چې په دغه برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي. آغلي حمیدي دا هم وویل  چې کمیسیون وخت په وخت د  همکارو ادارو سره په ګډه د پولیسو د جلب جذب په برخه کې د عدالت غوښتنې ناستې ترسره کړي چې مثبتې پایلی یې لرلي. نوموړۍ د ټولو همکارو ادراو څخه وغوښتل تر څو د هغو میرمنو د پیاوړتیا او تقویت لپاره لاس په کار شي چې د ملی اردو او ملی پولیسو په صففو کې شتون لري.

ورپسې د ولایتي شورا غړې حمیرا رفیع د ملی امنیتی ځواکونو په صففو کې ښځینه ؤ شتون اړین ګام وباله،آغلی رفیع د ننګرهار په سطحه د ښځو پروړاندې پر شتو ستونزو او مشکلاتو خبري وکړې او د حکومتي چارواکو یې وغوښتل تر څو  د ولایتي شورا سره په ګډه په دغه برخه کې کار وکړي

وروسته د ښځو چارو رئیسې آغلی انیسه عمراني وینا درلوده، آغلې عمراني زیاته کړه چې  د پولیسو په لیکو کې د جلب جذب په اړه د ننګرهار ولایت په مختلفو سیمو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی چې په نتیجه کې  تر دې دمه ۱۰ تنه ښځینه د پولیسو لیکو ته معرفي شوي،  نوموړې د تحصیل کړو میرمنو وغوښتل چې ځانونه د پولیسو په لیکو کې جذب کړي تر څو د هیواد د ساتنې په برخه کې د خپلو ورونو سره ترڅنګ ودریږي.

د حج او اوقافو رئیس  ښاغلي عبدالظاهر حقاني  د  اسلامې شریعت په رڼا کې د میرمنو حقوق  او مسؤلیتونه  بیان کړل او ژمنه یې وکړه چې  پر علماؤ کرامو به غږ  وکړي تر څو د میرمنو د حقونو په عامه پوهاوی  کې ځانګړي بیانونه ترسره کړي.

په پاې کې اطلاعات او فرهنګ  ریاست استازي ، د مدني ټولنو استازي او د معارف ریاست مرستیال د میرمنو په حقوقو او وجائیبو  هر اړخیزې   ویناوي درلودې.

باید یادونه وکړم چې د غونډې د شروع کیدو دمخه د میرمنو د حقونو په اړوند د کمیسیون له لورې ترتیب شوي هنري فلم بدمرغه  هم ګډونوالو ته وښودل شو.


بازنشر این مطلب