English

|

       

صفحه نخست

 

 

 

                                                                                                                                                                                                            عبدالشكور اخلاقی

صلح واقعی؛ معجزه آگاهی وايمان!                                                                                                                          

 صلح، آرزوی دیرینه بشری و از هدف های بلندانسانی می باشد. اشتیاق دست یابی به صلح ازهنگامی درجامعه بشری شدت گرفت، و روح مضطرب انسان، تشنة آن گردید كه جنگ، نابرابری وتبعیض درچهره های گوناگون به مانند طوفان های سهمگین و ویرانگر، اركان وروح حیات بشری را باتهدید ودشواری های  دوامدار و شكننده مواجه گردانید. هرچند تلاشها وكوشش های وافر فكری وعملی، جهت دست یابی ویا بازگرداندن آرامش، هم زیستی مسالمت آمیز، رفع خشونت وایجاد روابط انسانی به جامعه بشری صورت گرفته است و تاریخ مبارزات بی شائبه ملت ها وانسانهای آزاد اندیش وآزادی خواه برآن صحه می‌گذارد؛ امابا آنهمه صلح و عدالت باموانع عمده وجدی مواجه بوده و می‌باشد. یكی ازآن موارد اینست كه ازمفاهیم ارزشی چون " صلح " و " عدالت "  استفاده های ابزاری وناصوابی صورت گرفته است. قدرت های سلطه گر اغراض واهداف غیرانسانی خود را هماره درپشت شعارهای زیبا وانسانی پنهان ساخته اند.

راهزنی نسبت به این ارزشها وباورهای انسانی ودینی آفت خطرناك دیگری است كه بشرباآن مواجه بوده است.این آفت با استحاله و ارائه تعابیر غلط وتلقین های نادرست وپریشان ازدین توسط كسانی بكارگرفته شده است كه به دروغ خود را متولیان آن می پنداشته اند. درجهل نگهداشتن جوامع بشری ازساده ترین روشهایی بوده است كه درتحمیق نمودن وبكاربردن ظلم وجور نسبت به مردم كارگرفته شده است. امروزنیزخطراین آفت، یعنی درجهل نگهداشتن جامعه وكتمان حقایق وواقعیت ها با شگردهای تبلیغاتی وسلطه اغوا گرانه غولهای قدرت وجود دارد كه صلح جهانی را جدا باتهدید مواجه گردانیده است

دست یابی به صلح واقعی فقط می تواند معجزه آگاهی وایمان راستین باشد. بدون آگاهی وارتقاء شعورملت ها ازحقوق اساسی شان وبیدارساختن حس مسئولیت پذیری وهوشیاری دربرابر تزویرها ودسیسه ها هرحركت و تلاشی ناكام خواهد بود و موفقیتهای بدست آمده عقیم خواهد ماند. دراین خصوص بایدگفت كه درجامعه ما " دین " می تواند بعنوان مبنی وسرچشمه ارزشهای انسانی وآموزه های صلح طلبانه مورد توجه قرارگیرد. این مهم زمانی برآوردنی خواهدبودكه درك واقعی ازآموزه های دینی واحكام آن وجود داشته باشد. یا به معنی روشنترمادركشورخود زمانی درپناه صلح واقعی وآزادی راستین قرارخواهیم گرفت كه ملت ما درپرتوآگاهی وزدودن جهل و بیسوادی، بتوانند به قله های بلند ایمان راستین وآگاهانه دست یابند. بدون تردید جامعه ما از ظرفیت های عظیم ارزشی واجتماعی برای رسیدن به صلح واقعی برخوردار می باشد. شرط آن اینست كه این ظرفیت ها مورد شناسایی وارزیابی قرارگرفته وبرای تحقق یافتن پالایش شوند.

 

 

                                                                                                                                                                            محقق سيد محي الدين هاشمي

   په اسلام کې څو بنسټيز بشري حقونه

د اسلام سپيڅلي دين له نن څخه څه د پاسه څوارلس پيړۍ د مخه د بشري حقونو مندرجات او بنسټونه په بشپړه او ژوره توګه په قرآن عظيم الشان کې بيان کړي، د هغو د ساتنې او رعايت کولو له پاره يې پوره لارښوونې او پاملرنې وړاندې کړي او اسلامي ټولنې ته يې د همدې ارشاداتو او اصولو پر بنسټ لارښوونه کړې چې دغه حقونه په بشري ټولنه کې تلپاتې او حاکم وي.

دا چې د بشر د حقونو په بيلابيلو برخو پورې اړوند ټول مسايل په دې لنډه تنګه ليکنه کې نه ځائيږي، نو دلته يې د ځينو ډيرو سترو او عمده حقونو لنډه يادونه کوو:

١- د ژوند حق

د اسلام سپيڅلى دين د ژوندانه د حق مصئونيت او خونديتوب د ټولو انسانانو په برخه کې ضروري او واجب الرعايه ګڼي او چاته دا حق نه ورکوي چې پر دغه بنسټيز بشري حق تيري وکړي. تر دې پورې چې د اسلام مقدس دين د يو انسان بې موجبه وژنه او قتل د ټول بشري عالم د وژنې او قتل په توګه ګڼي.

٢-د آزادي حق

د بشر آزادي په اسلام کې په لوړه پيمانه خوندي او مصئونه ده. هغسې چې د انسان ژوند مصئون او خوندي دي، د اسلام په قلمرو کې يا اسلامي ټولنه کې په يوه څرګنده او علني محکمه کې د جرم له ثبوت څخه پرته څوک نشي کولى چې يو شخص توقيف يا بندي کړي. د غير موجه شک له مخې د يو شخص نيول يا د  هغه دآزادۍ سلبول روا نه دي.

٣-د مساوات او برابرۍ حق

ټول خلک د شريعت په وړاندې مساوي او برابر دي. لکه چې په يو حديث شريف کې راغلي دي: ژباړه: ((هيڅ عربي پر عجمي او عجمي پر عربي، سور پوستى پر تور پوستي او تور پوستى په سور پوستي فضيلت او لوړاوى نه لري، مګر د تقوي او پرهيز ګاري له مخې.))

همدارنګه په يو بل حديث شريف کې راغلي دي: ((ټول له آدم څخه رامينځته شوى ياست او آدم له خاوري څخه.))

٤-د شخصي ملکيت د مصئونيت او خونديتوب حق:

د اسلام په سپيڅلي دين کې د اشخاصو يا وګړو پانګې، شتمني او ملکيتونه له هر ډول تيري څخه مصئون او خوندي دي، خو په دې شرط چې دغه ملکيت او شتمني له روا او مشروعې لارى يا وسيلې څخه لاس ته راغلي وي او هغه شخص خپل شرعي وجايب لکه: زکات، صدقات، دمور، پلار، ښځې، اولاد او نورو واجبې نفقې تر سره کړي وي.

٥-د شرف او ابرو د مصئونيت او خونديتوب حق:

الله(ج) انسان له هغو ټولو بد ګومانيو او تجسس څخه منع کوي چې هغه د انسان شرف او انساني کرامت ته زيان رسوي. (د الحجرات سورت 11-12 آيتونه)

همدارنګه د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم (د حجة الوداع) په خطبه کې د مسلمان د مال او ځان پر حرمت برسيره د هغه د آبرو په حرمت هم ټينګار فرمايلى دي.

٦-د مسووليت د شخصي والي حق:

په اسلامي نظام کې جرم يو شخصي عمل او کړنه ده. نو له همدې امله يو انسان ته د نورو د عمل او کړنو مسووليت نه راجع کيږي. لکه څنګه چې په قرآن عظيم الشان کې راغلي دي: (هيڅوک داسې کار نه کوي، مګر دا چې د هغې پايله پخپله پر هغه دى. او هيڅ بار پورته کوونکى د بل چا بار نه وړي) د انعام سورت، 164 آيت.

په اسلامي نظام کې دا روا او جايزه نه ده چې د متهم پر ځاى د هغه پلار، مور، ورور، خور او يا نورخپلوان ونيول شي.

٧-له ربړې او شکنجې څخه د خونديتوب حق:

په اسلام کې پرته له هغې جزا څخه چې له شريعت سره سم د يوې محکمې له خوا ټاکل کيږي، شخص بايد تر ربړ او شکنجې لاندې ونه نيول شي. روا نه ده چې يو شخص په زور جبرا او په تعدا سره دداسې ګناه په اعتراف کولو اړ کړاى شې چې په هغې نه وي مرتکب شوې. لکه څنګه چې په حديث شريف کې راغلى دي: (الله ج هغه څوک چې نور خلک په دنيا کې کړوي او په عذابوي، په عذاب او کړاو اخته کوي.)

٨- د پناه اخيستنې حق

د اسلام د سپيڅلي دين له نظره هر څوک چې تر تعقيب لاندې او مظلوم وي، حق لري چې ورته دارالسلام د ننه په يو خوندي او مصئون ځاى کې پناه ورکړل شي. داد هر مسلمان مسلم او روا حق دى، په هر دين او عقيده چې وي او له هر جنس او سيمې څخه چې وي. لکه چې د قرآن عظيم الشان د توبه سورت په 6 آيت کې الله ج فرمايلي دي:

(که چيرې يو له مشر کانو څخه له تاځنې پناه وغواړي، پناه ورکړه، چې د خداى کلام واوري. او وروسته بيا هغه خپل مامن ته ورسوه. دا له دې څخه ده چې هغوى ناپوه خلک دي.)

٩-په عامه ژوند کې د ګډون کولو حق:

د اسلام سپيڅلى دين د هرې ټولنې هر وګړي ته حق ورکوي، چې له ټولو جرياناتو او چارو څخه چې په ټولنيز ژوند پورې اړه لري، باخبره او پوه شي. او د ملت له افراد و څخه هر وګړى چې د دولتي منصبونو او عامه دندو يا وظايفو د سرته رسولو اهليت او وړتيا لري، هغه ته دې وسپارل شي، چې سرته يې ورسوي.

د اسلامي شريعت له نظره هر وګړى مجبور او مکلف دى چې دخپل ځواک، توان او استعداد په اندازه په ټولنيزو چارو کې ونډه واخلي. همدارنګه اسلام حکم کوي چې مومنان بايد خپلې چارې د مشورې او د نظرياتو په تبادلې سرته ورسوي. (شورى سورت 38 آيت)

١٠-د وينا او فکر د آزادۍ حق:

د اسلامي شريعت له نظره د ملت او ټولنې هر وګړى او اتباع ته دا حق حاصل او برابر دى چې دخپلې ټولنې د حالت او څرنګوالي په اړه خپل نظر څرګند کړي. او پرته له کومې ويرې او ډاد څخه حق ته حق او باطل ته باطل يا سم ته سم او نا سم ته ناسم ووايي او هيڅ کله بايد له حقيقت او واقعيت څخه ستر گې پټى نه کړې. لکه څنګه چې په يو حديث شريف کې راغلي دي: ژباړه: ((له ما وروسته به داسې اشخاص واک او قدرت ته ورسيږي، هر څوک چې د هغوى درواغ تائيد او د زور زياتي په تر سره کولو کې له هغوى سره مرسته وکړي، هغوى له ما څخه نه دي.)

په صدر اسلام کې ګوتنيونه او صراحت تر دې ځايه رسيدلي وو چې يوه ورځ د غنيمت د مال دويش پر مهال يو سړي غږ وکړ: اي محمده(ص) عدل وکړه؟ حضرت محمد ص پرته له دې چې په قهر شي او پر هغه غوسه وکړي، ورته يې وفرمايل: (که چيرې زه عدل ونه کړم، نو بيا به څوک عدل وکړي)

١١-د عقيدې او ضمير د آزادۍ حق:

د اسلام په سپيڅلي دين کې د ضمير، وجدان او عقيدې آزادي د قرآن کريم په دې مبارک آيت کې تضمين شوې ده: ژباړه: ((په دين کې اکراه او په زور مننه نشته بيشکه چې لار موندنه له ګمراهۍ څخه بيله شوې ده.)) (دبقرې سورت، 256 آيت)

اسلام مسلمانانوته حکم کوي چې د اسلام د سپيڅلي دين د تبليغ به کار کې هڅه اوکوښښ وکړي او خنډونه له مينځه يوسي، خو ددين قبلول او منل دې پر هر چا د زور له مخې نه تحميلوي او په عقايدو او عبادتونو کې دې لومړى هغوى په زور او جبر سره د دين منلوته نه اړباسي.

١٢-د ظلم او زور زياتي په وړاندى د مقاومت او مقابلى حق:

د اسلام سپيڅلى دين دا حق ورکوي، د هغه چا په وړاندې يا مقابل کې چې پر دوى باندې ظلم او زور زياتى کوي، غږ پورته کړي او په هر ډول او وسيله چې کيداى شي له ځانه دې دفاع وکړي. الله ج په قرآن عظيم الشان کې فرمايي:

ژباړه: ((الله ج نه خوښوى هغه څوک چې په ښکاره نور په بدۍ سره يادکړي، مګر هغه شخص چې پرې ظلم او زور زياتى شوى وي.) (نسا سورت، 148 آيت)

د اسلام له نظره د ظالمانو او ستمګرانو په مقابل کې پاڅون او حق ويل روا او جايز دي. لکه چې په يو حديث شريف کې راغلى دي.(ډير غوره جهاد د ظالم او مستبد واکمن په مقابل کې د حقې وينا کول دي) (نسايي، ابن ماجه)

١٣- داجورې اخيستلو حق:

په اسلامي نظام او ټولنه کې مزدوران، نور ټول زيارکښان او کسبګران حق لري چې دخپل بدني ځواک او قوت دلگولو په مقال کې مناسبه او لازمه اجوره واخلي او د هر شخص مالي او جسمي زيان جبران کړاى شي. او هم پر هغوى شاقه او له ځواک او توان څخه پورته کارونه سرته ونه رسوي. او متقابلاً مزدورانو او کارکوونکو ته هم دا لازم دي چې د هغه حق او اجورې په مقابل کې چې ترلاسه کوي يې، خپل پوره ځواک او توان ولګوي.

١٤-دکورنى د تشکيل او جوړولو حق:

د اسلامي ژوند په چوکاټ کې د کورنۍ د تشکيل يا جوړولو حق او يا په لنډه وينا واده کول د ټولو خلکو حق دى. الله ج د نسا سورت په پيل کې فرمايلي دي: ژباړه: (اي خلکو له خپل پرورګار څخه وډاريږي. هغه ذات چې تاسې يې له يو تن څخه را پيدا کړئ او د هغه د ژوند ملګرې يې له هغه څخه پيداکړه او له هغه څخه يې ډير نارينه او ښځې پيدا او خواره کړل.)

د اسلام له نظره هر يو له زوجينو څخه دخپل د ژوند په ملګري باندې يو لړ حقونه او واجبات لري هر څوک حق لري چې دخپل ژوند د ملګري درناوى وکړوي او حقونه يې رعايت کړي. دا چې د زوجينو حقونه ډير زيات دي، نو يادونه يې په دې لنډه تنګه ليکنه کې نشي را تلاى.

١٥- دزده کړو او د ښوونې او روزنې حق:

د اسلام د سپيڅلى دين له نظره د ښوونې او روزنې حق په دريو برخو کې رالنډولى شو:

الف: د اولاد ښه روزنه، پر مور او پلار د اولادونو حق دى.

ب: د اسلام له نظره تعليم يا ښوونه د ټولو حق دى او د علم يا پوهى طلب پر ټولو، نروي که ښځه، واجب دي. لکه چې په حديث شريف کې راغلى دي:( د علم او پوهې تر لاسه کول په هره مسلمانه ښځه او نارينه باندې فرض دى.)

ج: ټولنه مکلفه ده چې هر وګړي ته د علم او زده کړې له پاره پوره فرصت او مناسب امکان برابر کړي.

١٦-د مسافرت او استوګنى غوره کولو حق:

د اسلام له نظره هر وګړى حق لري چې په آزاده توګه سفر وکړي او حق لري چې له خپل استوکنځى څخه بهر لاړشى او بيرته ورته راوګرځي. په دې برخه کې بنديز او سختګيري ناروا ده.

الله ج په قرآن عظيم الشان کې فرمايي:

ژباړه: (هغه دې هغه ذات چې ځمکه يې تاسوته مسخر او تابع وګرځوله، نو بيا د هغې په شاوخوا کې وګرځئ او دهغې له روزئ څخه يې وخورئ.) (د ملک سورت، 15 آيت)

ماخذونه:

١-کابلى تفسير، بيلابيل ټوکونه

٢-مشکوۀ شريف او د حديثو نورې چاپ شوې مجموعې