غلامنبى فراهي: افغانستان په تير يو کال کې د ۱۵زره بهرنيو سيلانيانو کوربه وو... عبيدالله
سريزه: ګرځندوی يا توريزم ډير اوږد تاريخ لري او په يو شمېر هيوادونو کې د ملي اقتصادونو يوه لويه برخه جوړوي. د ګرځندوی صنعت له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په تيره بيا په 60 ــ 1970 کلونو کې ډيره وده او د هيوادونو دخلکو پر ژوند يې مثبته اغيزه وکړه، چې لا هم دغه صنعت په نړيواله کچه ورځ تربلې د پراختيا په حال کې دی. دا چې کال تربله د ګرځندويانو په شمېر کې ډيروالی راځي، دا خبره ددې ښودنه کوي چې توريزم ته بايد په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د يوې قوي او محرکې انګېزې په توګه ارزښت ورکول شي. د ګرځندوی نړيوال سازمان په 2011کال کې د ګرځندوی د نړيوالې ورځې(دسپټمبر۲۷) په مناسبت ( ګرځندوی د فرهنګونو نښلوونکی) شعار غوره کړی او تردغه شعار لاندې يې دغه ورځ په ټوله نړۍ کې ونمانځله. په رسنيوکې د خپرو شويو رپوټونو له مخي د ګرځندوی د نړيوال سازمان سر منشی ويلي چې دا شعار به داسې فرصت رامنځته کړي، چې د ګرځندوی صنعت به په همغاړي ډول د نړۍ د بېلابېلو فرهنګونو د ودې او پيژندلو زمينه برابره کړي. د ګرځندوی د نړيوال سازمان د شمېرو له مخي په 2010کال کې 940ميليونه ګرځندويانو دنړۍ بېلابېلو څنډو ته سفرونه کړي دي او د هيوادونو له څرګندو او ناملموسو ميراثونو سره اشنا شوي دي. ددغه نړيوال سازمان مشر دا هم ويلی چې د ګرځندوی له ودې نه يوه موخه په نړۍ کې د اخلاقو او فرهنګونو وده ده، د ګرځندوی په برخه کې فعاليتونه او سياستونه په کار دي لرغونو هنري ميراثونو او فرهنګونو ته په درناوي راټول وي او له يو نسل نه بل ته دهغو ليږدولو ته لارې برابرې کړي. د ګرځندوی وده کولای شي د انسانی ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې اغيزمن رول ولوبوي. په تيره بيا دهيوادونو داقتصاد په پرمختګ کې اساسي رول لري، ځکه چې د پانګونې د هڅونې لامل کېږي چې دا کار بيا په خپل وار د اوزګارو خلکو له پاره کاري بوختياوې رامنځته کوي. په هيوادونو کې د تادياتو له بېلانس سره مرسته کوي، ځکه د بهرنيو اسعارو په راننوتو او په کورنيواسعارو دهغو تبادله په هيواد کې د بهرنيو اسعارو زيرمه پیاوړي کوي. د تګ راتګ له ډيريدو سره د فرهنګونو ترمنځ اړيکې، د اعتماد فضا او د متقابل درک زمينه برابروي چې د سولې او ثبات په ساتلو کې اساسي نقش لري. همدارنګه د توريزم پراختيا د ژوند د چاپيريال په ساتلو کې هم په دې شرط چې په ښه توګه پلان شي ډير اغيزمن دی. دا چې صافه هوا، ځلانده لمر او سمندر د ګرځندويانو په جلب او جذب کې مهم رول لري، ډیری هغه هيوادونه چې د دا ډول شونتياوو لرونکي دي، کولای شي ډير ګرځندويان جلب کړي، خو ددې ترڅنګ تاريخي آثار، طبيعي مناظر، غرونه او ژوي هم کولای شي د ګرځنديانو په را جذبولو کې اغيزمن نقش ولري. افغانستان داسې يو هيواد دی چې د خپل موقعيت، جغرافيې او ځانګړي فرهنګ له امله ددې ظرفيت لري چې بهرني سلانيان خپل هيواد ته رامات کړي. افغانستان له ناامنيو نه په پخوا نيو لسزيزو کې د ګرځندويانو په جلب او جذب او د ګرځندی د صنعت د ودې په ډګر کې ډير اغيزمن ګامونه پورته کړي وو، د توريستانو د اوسيدو له پاره يې اسانتياوې او تاسيسات جوړ کړي وو. طبيعي مناظرو، تاريخي آثارو، په نسبي ډول ښو هوټلونو او د باميانو ولايت تر يوې کچې توانيدلی وو چې ګڼ شمېر ګرځنديانو رامات کړي وو. تيرو ديرش کلونو جګړو له د نورو هغو په څير زموږ دهيواد دغه برخه هم زيانمنه کړه، دا چې د ګرځندويانو راماتيدل ګڼ لاملونه لري په اړه يې د لا زياتو مالوماتو او په هيواد کې دهغو پر وړاندې د شته خنډونو او په دې وروستيو کلونو کې په دغه ډګر کې د پرمختګونو له پاره مو دهيواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د توریزم د معينيت، معين ښاغلي غلامنبى فراهي د حقوق بشر له مجلې سره مرکه کړي چې لوستو ته مو رابولم.
پ - د توريزم او ګرځندوى په مفهوم باندې تر دې مهاله په افغانستان كې خلك ډير نه پوهيږي، كه ووايو په دې اړه خلكو ته د پوهاوې په برخه كې كم كار شوى، كه تاسو دغه مفهوم راته په ساده توګه روښانه كړى چې توريزم ياني څه؟ ځ- ګرځندوى يا سيلاني هغه فرد يا شخص ته ويل كېږي، چې هغه په شكل د اشكالو له يوې سيمې بلې سيمې ته، له يوه هيواده بل هيواد ته په مجموع كې يا په داخل يا په خارج كې د بعضو مشخصو اهدافو له پاره سفر كوي. دا اهداف په دې مفهوم دي چې د ليدلو ځايونه، طبيعي مناظر وګوري او د اقتصادي او صنعتي پرمختګونو ليدنه كتنه وكړي. د آزادې هوا او طبعيته څخه ګټه واخلي. څه موده هلته آرام واوسيږي. يو سيلاني ممكن يو هيواد ته ددې له پاره لاړ شي چې هلته د توليداتو بازار وګوري. څوك د علمي څيړنو له پاره غواړي د يو هيواد تاريخي شتمنۍ، فرهنګي كتابتونونه او لرغوني ماڼۍ ګانې د تحقيق او څيړنې په خاطر ګوري. يو څوك غواړي د آزادې هوا نه ګټه واخلي او يو څه موده هلته په ارامه فضا كې لكه د بحر پر غاړو، يا په ځنګلو كې د طبيعي منظرو سيل وكړي. يو څوك غواړي د روغتيا له پاره يو ځاى ته لاړ شي، روغتيا په دې مانا نه چې له عصري وسايلو كار واخلي، كله كله خلك غواړي له دوديزو لارو چارو او په ښې آب هوا كې د څه وخت تيرولو له لارې د ځان درملنه وكړي. مثلا په ځينو سيمو كې ګرمې اوبه شته غواړي له هغې نه ګټه واخلي. ډيروځايونو كې داسې اوبه او چينې شته چې هغه د روغتيا له پاره ګټه لري. د سيلاني مهم هدف دا دى چې سفر وكړي او دا سفر پر ده ښه تير شي. ددې لويه ګټه داده چې له دې لارې يو هيواد نورو ته معرفي كېږي. دلته په راتلو زموږ هيواد په ښه توګه پيژني، ددې هيواد له كلتور، رسم او رواج، هنر او ددې هيواد له ميوو او نورو ډول ډول څيزونو سره اشنا كېږي. دا كار د يو هيواد له پاره دوې لويې ګټې لري يوه يې معنوي ګټه ده چې يو هيواد په تمامه مانا معرفي كېږي او نړيوالو ته ورپيژندل كېږي، بله ګټه يې داده چې يو بهرنۍ سيلاني دلته راځي پيسې مصرفوي دده دغه مصرف بيا دلته د خلكو پر ژوند مثبته اغيزه كوي. پ - په افغانستان كې هغه كومې سيمې دي چې د ګرځندوى له پلوه د نړيوالو پام ور اړولى شي؟ ځ - موږ په هيواد كې ۱۵۴ د ليدلولو ځايونه لرو. چې دا واقعا د ډير ارزښت وړ ځايونه دي چې دا موږ په دوو برخو ويشلى شو، يو هغه تاريخي اثار دي چې دافغانستان د پنځه زره كلن تاريخ ښودنه كوي. يو هم د افغانستان طبيعي مناظر دي. دافغانستان په تاريخي اثارو كې موږ ډير څه لرو چې يو شمېر همدا اوس له يونسكو سره د بشريت د اثارو په توګه ثبت دي، لكه د بودا مجسمې، د غور د جام منار او دا دى اوس د هرات منارونه هم، ټاكل شوې په دې ليسټ كې زيات شي. په طبيعي مناظرو كې د باميانو بند امير يادولى شو. پ - تاسو د طبيعي مناظرو او تاريخي اثارو يادونه وکړه... ځ - د افغانستان د لاسي صنايعو خبره پاتې شوه، داصنايع په نړۍ کې نوم لري، دافغانستان د خلکو فرهنګ، کلتور، رسم او رواج ددوی دا ميلمه پالنه دا هرشی د يو ګرځندوی له پاره ارزښت لري. پ - دغه درې برخې چې تاسو يادې کړې، که بهرني وګړي اوس دومره نشته حد اقل د کورني توريزم د تقويې له پاره څه کول په کار دي، ځکه ګڼ شمېر افغانانو ته خپل هيواد هم سم نه دی ور مالوم، په دې برخه کې مو د تبليغاتو په برخه کې څومره لګښت کړی دی، ځکه د توريزم خبره له تبليغاتو پورې تړلې ده، کوم هيوادونه چې ښه توريزم لري يو لوی لامل يې تبليغات او خبرتياوې دي؟ ځ – موږ ديرش کاله جنګ تير کړی دی او په دې موده کې هرڅه صدمه ليدلې، دا يوه موضوع ده. بل دا سمه ده چې په هره هغه مهمه مساله کې عامه پوهاوی لوی رول لري، که څه هم دا موضوع يو مقدار پيسو ته ضرورت لري چې موږ کنفرانسونه جوړ کړو، په راډيو ګانو او تلويزيون کې خپرونې جوړې کړو، تر هغه ځايه چې له موږ پورې اړه لري تر ډيره ځايه دا کار شوی دی. موږ په لومړي ځل وکولای شول چې افغانستان بېرته د نړۍ د ګرځندوی د سازمان غړيتوب ترلاسه کړي او هغو ته حق العضويت ورکړو، اوس افغانستان هم دهغو ۱۵۰هيوادونو په ډله کې دی چې ددغه سازمان غړيتوب لری د ګرځندوی په برخه کې په ټولو نړيوالو کنوانسيونونو کې فعال ګډون لرو، دلته په داخل کې مو وکولای شول خلکو ته اسانتياوې رامنځته کړو، کوم کسان چې غواړي د توريزم په برخه کې پانګونه وکړي هغوی ته جواز ورکوو، د تبليغاتو په اړه مو هم ډير څه کړي دي، هغه داسې چې اول د ګرځندوی په مفهوم دوی پوه کړو چې ګرځندوی څه مانا، ميلمه پالنه څه مفهموم لري، ځکه زموږ رسم او رواج له نورې نړۍ دلته ډير فرق لري. د ساري په توګه دا مهال په باميانو کې دا زمينه ډيره مساعده ده ، د پي ار ټي په مرستو مو هلته د خلکو ذهنتونو ته دا خبره رسولې ده، چې د خپلو کورونو خواته ګیسټ هاوسونه او ميلمستونونه جوړ کړي، له بلې خوا مو په دې اړه ډير(تبليغاتي) بروشورونه او پوسټرونه چاپ کړي دي چې په هغو کې دافغانستان ټولې هغه سيمې چې د سيلانيانو له پاره د ليدو وړ دي، هغه مو معرفي کړي دي. خلک مو په دې پوه کړي که چيري دې صنعت ته مخه کړي نه يوازي خارجيان به راځي چې دهغو له درکه ډيرې پيسې پيدا کولای شي، بلکې په خپله داخليان هم ځي او دلته به خپل وخت په ارامه اړوي. هغو ته مو ويلي دي چې دغه شان توريستي خدمات وړاندې کړي، ددې له پاره مو ميلمستونونو ته زمينه برابره کړې ده، د سياحتي شرکتونو زمينه مو برابره کړې ده. دا مهال تقريبا ۶۰۰شرکتونه جواز لري چې په دې برخه کې کار کوي دا مهال د ۶۰۰او ۷۰۰په شاوخوا کې داسې ګيسټ هاوسونه شته چې د بهرنيانو ميلمه پالنه کوي، خلک مو تشويق کړي دي چې په ميله ځايونو کې د خپلو داخلي محصولاتو نه ګټه واخلي. همدا اوس تاسو لاړشي شمالي او سالنګ خواته هلته خلکو تختونه جوړ کړي، چې په کرايه يې ورکوي همدارنګه خپل محلي توليدات پر سيلانيانو پلوري، ياني موږ په کافي اندازه کمپاين کړي، تبليغات مو کړي دي، سيمنارونه مو جوړ کړي دي. همدا اوس مو د توریزم کنفرانس درلود او دپنځو هغو ولايتونو واليان چې هلته د توريزم امکانات ډير دي هغو مو را غوښتي و، همدا اوس موږ په يو داسې پروګرام کار کوو چې د افغانستان په ټولو ګیسټ هاوسونو کې د افغانستان هنر نندارې ته وړاندې کړو، لکه لاسي صنايعو ته مو توجه کړې ده چې هغه نندارې ته وړاندې کړو، همدارنګه په هر ميلمستون او ميله ځای کې بايد افغاني اصيلې موسيقۍ له پاره ځای ورکړو، چې هغه هنرمن ته هم يوه ګوله ډوډۍ پیدا شي هغه چې لاسي صنايع جوړوي هغه به هم ديوې ګولې ډوډۍ خاوند شي او هغه کارګر او دهقان چې په خپله ځمکه کې کار کوي دهغه چرګه، هګۍ، مستو او شيدو ته هم مارکيټ پيداشي.
پ - تاسو د سياحتي شرکتونو خبره وکړه، له دغو شرکتونو څخه څومره ماليه راټولوی ايا دغه ماليه دومره ده، چې تاسو پرې بيرته توريستي سيمې ورغوی او يا په خپلو تبليغاتو کې ورنه کارواخلی؟ ځ- موږ دا مهال شرکتونه دې ته تشويقوو چې اوس دوی خپله عملا کار وکړي، پ - يانې دا شرکتونه ماليه نه ورکوي؟ ځ- ماليه بيا د ماليې وزارت ته ورکوي. پ - نو د توريزم له لارې چې څومره ماليه راټوليږي هغه خو به تاسو ته مالومه وي؟ ځ - بالکل- بالکل، هغه خو دوی ټکس ورکوی، هغه موجوده ده. څومره فعاليت کوي، څومره کار کوي، دهغې بېلانس مالوم دی، له ماليې وزارت سره دوی ثبت او راجسټر دي، دوی بيا کال په کال د دوی د مالي بېلانس مالوموي او دماليې وزارت پورې اړه پيدا کوي. پ - تاسو راته ويلی شی چې دغه مهال د توريزم دمعنيت بوديجه، د توريزم له درکه چې څومره ماليه راټوليږي دهغې سره څومره تفاوت لري؟ ځ- زموږ په قانون کې دا نشته، داسې نه ده چې يو شی په لاس راځي هغه دې يا توريزم حل کړي يا بل څوک، هر هغه عوايد چې د ماليې وزارت ترلاسه کوي هغه د ماليې وزارت مصرفوي، دا پېسې چې موږ پيدا کوو، که د تلويزيون له لارې وي، که د اعلاناتو د نشر له لارې دا ټول ماليې وزارت ته ځي او دهغو له لارې زموږ امتيازات، معاشات او نور وسايل برابريږي، د کال په پيل کې موږ بوديجه پيشنهادوو او هغوی يې موږ ته راکوي. پ - دغه بوديجه چې تاسو يې وړانديز کوی او دماليې وزارت يې تاسو ته درکوي، نو تاسو خو بايد د توريزم په برخه کې يو څه لګښتونه ولری، د تاريخې اثارو د بيارغاونې له پاره مصرف په کار دی، خلکو ته د طبيعي مناظرو د پيژندلو او معرفي کولو له پاره چې تاسو ته کومه بوديجه درکول کېږي هغه مو له عوايدو سره پرتله کړې، لکه څنګه مو چې د مالي ستونزو يادونه وکړه، تاسوخوبه ددې له پاره کوم پلان لری؟ ځ- هغومره پيسې چې موږ هرڅه پرې وکولای شو، دا خو ډيره مشکله خبره ده، ځکه موږ يو غريب مملکت يو داسې یو شی نه پيشنهادوو چې له ګټې يې تاوان ډير وی او خوشي پيسې مصرف کړو، موږ يو شمېر پيسو ته چې ته ضرورت لرو، هغه خدمات چې د خصوصي سکتور له خوا ترسره کېږي په کار ده له هغو سره مرسته وکړو، موږ بايد په عامه پوهاوې کې ډير کار وکړو، موږ بايد ددې زمينه برابره کړو چې يو انسټيټيوټ جوړ کړو، يو پوهنتون جوړ کړو دا کار موږ ترسره کړی دی، په دې اوونۍ کې يې موږ اعلانوو چې د توريزم يو انسټيټيوټ جوړ کړو، چې په هغه کې به ځوانان په بېلابېلو برخو کې روزل کېږي، زموږ ستونزه دمعاشونو او نورو څيزونو نه ده، تر دې ها خوا ډيرو پيسو ته ضرورت لرو چې بايد دوست هيوادونه له موږ سره مرسته وکړي، چې موږ پروژه ورکړو اودوی راسره مرسته وکړي، مثلا زه ورته ووايم پنځه ميليونه ډالره راکړه چې په سالنګونو کې يې پنځوسو کورونو ته ورکړم، چې هغوی د خپلو کورونو تر څنګ واړه ميلمستونونه جوړ کړي او همالته ميلمه پالنه وکړي. پ - تير کال د کابل نړيوال کنفرانس تير شو، هلته دولتي ادارو خپل وړانديزونه درلودل، ممکن تاسو هم د توريزم په برخه کې وړانديزونه کړي وی، دادی په راتلوونکي ډسمبر کې دافغانستان له پاره په بن کې بل نړيوال کنفرانس جوړيږي، دغه کنفرانس کې هم له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې پر اوږدمهالو ژمنو بحث کېږي چې ويل کېږي د افغانستان له پاره به تر۲۰۲۴کال پوري لرليد په نظر کې نيسي، ددغه کنفرانس له پاره تاسو د ترويزم په برخه کې مشخص وړانديزونه لری، ځکه کله چې له نړۍ سره د اړيکو خبره کېږي يوه برخه يې توريزم ته ورګرځي، له دې لارې افغانستان نړۍ ته په ښه توګه ورپيژندل کېږي او له نړۍ سره پر اړيکو ښه اغيز کوي په دې اړه خپل نظر راته ووايه؟ ځ- هر وزارت د خپل تشکېلاتي جوړښت او د هغه لايحې له مخې چې ټول عمر خپل ګزارش د وزيرانو شورا ته ورکوي. دکابل کنفرانس ته مو په مشخص ډول د ګرځندوی، د ځوانانو او مطبوعاتو په اړه وړانديزونه لرل، چې کابينې ته مو ورکړل، په دې کې مو مطالبه دا وه، چې نړيوال په مشخص ډول د ګرځندوی د صنعت له پاره مرسته وکړي ، خو هلته بيا کميټې او کميسيونونه دي، ددې په ځای چې د ګرځندوی په اړه تصميم ونيسي، زموږ نورې ستونزې ډيرې دي هغوی وايي تاسو بايد اردو جوړه کړی، پوليس، معارف او ښه حکومتولۍ جوړه کړی. هغه لومړيتوبونو کې چې ګرځندوی بايد راشي هغه نه راځي، ځکه په دې هيواد کې هغه شان ثبات نشته، چې موږ پيسې مصرف کړو او خلک ورته راشي نو په تدريجې توګه به دا کار کوو. پ - که موږ د ديرش کلنو جګړو وړاندې وختونه را یادکړو، ويل کېږي هغه مهال به بهرني سيلانيان زموږ د هيواد په کليو کې ګرځيدل، د افغانانو له تودې ميلمه پالنې سره مخ کېدل، دې خلکو د بهرنيانو پر وړاندې دومره حساسيت لکه په دې وروستيو کلونو کې چې راپيدا شوی دی نه درلود، ددې له پاره چې بيرته په خلکو کې د زغم او پيرزوينې روحيه پياوړې کړو، فرهنګي رغاونې ته اړتيا ليدل کېږي، ددې له پاره چې د سيلاني او نورو غرض لرونکو کسانو ترمنځ تفکيک شوی وي ددغه فرهنګ جوړولو له پاره څه کول په کار دي؟ ځ- دا کار دنشراتو، کنفرانسونو او تبليغاتو له لارې کېږي، بل دا چې خلک د ګرځندوی په اقتصادي اهميت پوه کړای شي، چې موږ ورته ووايو تاسو سره په دې کې مرسته کوو او ستاسو په کې ګټه ده، دغه يې لارې چارې دي. دلته ۳۲کال جنګ تير شوی دی، دا نه يوازي زموږ خلک دي چې ددې په اهميت نه پوهيږي، که پوه هم شي بهرنيان د اوس له پاره دومره عجله نه لري چې مرګ قبول کړي دلته د سياحت له پاره راشي او سبا بيا مړ وي. ترهغو چې نورې دنيا ته ډاډ ورنکړو دا پروسه به همداسې ټکنۍ روانه وي. په لومړي قدم کې بايد په هيواد کې امنيت راولو، بيا دا کارونه ممکن دي، خو بيا هم په کار ده په دې اړه زيات کار وکړو، څو د خلکو ذهنيت و دې کارونو ته اماده شي. پ-څه موده مخکې د غور په ولايت کې يو جرمنی وګړی چې ويل کېږي سيلاني و، دنامالومو کسانو له خوا ووژل شو، دغه شان خبرونه چې کله په رسنيو کې خپريږي خامخا پر توريزم ناوړه اغيزه کوي په دې اړه مو نظر څه دی؟ ځ- داسې خلک چې راځي سيلانيان نه دي، دا هغه خلک دي چې يا خپلو دوستانو کره راځي، يا هم ژورناليستان دي يا هم راځي په نورو برخو کې کار لري ملاقاتونه لري او يا هم ځيني خلک راځي غواړي دافغانستان په ځينو شيانو تحقيق وکړي، دې ته موږ په سمه مانا يو توريست نه شو ويلای،ځکه له دې خلکو سره کله ناکله نورې معاملې هم ملګري وي، دغه حوادث په نور دنيا کې هم پيښيږي، داسې نه ده، که چيري يو څوک سيلاني وي او غواړي چيرته لاړ شي هغه بايد له موږ سره په تفاهم کې اوسي، خو بيا هم دا يوه ډيره ناوړه پيښه ده، هغه يو ميلمه دی افغانان بايد داسې ونه کړي چې هيواد ته يې يو ميلمه راشي او هغه په داسې بي رحمانه توګه ووژني، دا وژنې او اختطافونه د ځينو داړه مارانو له خوا چې هرڅوک وژني کېږي، هغوی نه ما پريږدي او نه تا او نه هم خارجي. پ - تردې مهاله چې دلته څومره ګرځندويان راغلي د کومو هيوادونو وو او شمېر څو تنو ته رسيږي؟ ځ -يوازي په تير کال کې څه باندې پنځلس زره سيلانيانو له افغانستان نه ليدنه کړې چې ډيری يې د اروپايي او امريکايي هيوادونو څخه وو. پ - تاسو په کابل کې دتوريزم نړيواله ورځ ونمانځله ددغې ورځې په مناسبت مو خلکو ته پيغام څه وو؟ ځ- دافغانستان خلکو ته مو پيغام دا وو چې د جګړې د ختمولو له پاره دې هڅه وکړي او دمخدره موادو څخه دې لاس واخلي، ددغو ټولو بدبختيو په ځای دې توريزم ته توجه وکړي، د توريستي خدماتو په برخه کې دي کار وکړي، خپل دوديز توليدات دې زيات کړي، په خپله دې په داخل کې د ثبات راوستو له پاره کار وکړي. |





