په بن كې د افغانستان د نړيوال كنفرانس په اړه د مدني ټولنې د بنسټونو مشورتې ناسته خ. مينه وال
په بن كې د افغانستان د نړيوال كانفرانس چې ټاكل شوې د روان كال د ډسمبر په پنځمه به د جرمني په بن ښار كې جوړيږي، د تياريو په لړ كې د مدني ټولنې د بنسټونو لومړنۍ لويه مشورتي غونډه د وږي په ۲۹مه په كابل كې د مدني ټولنې د څه باندې سلو استازيو په ګډون جوړه شوه. دغه مشورتي ناسته چې د مدني ټولنې د څه باندې پنځلسو فعالو بنسټونو له خوا رابلل شوې وه موخه يې د بن كنفرانس ته د خپلو پيژندل شويو استازو په مټ د افغانستان د راتلوونكې په اړه ددوى د غوښتنو او وړانديزونو پر څرنګوالې او څومره والي راڅرخيده. ټاكل شوې چې په بن كې د افغانستان د نړيوال كنفرانس بحث به افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو پر سپارلو، افغانستان سره د نړيوالې ټولنې پر راتلوونكو مرستو او تر ۲۰۱۴كال وروسته له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې پر اړيكو راټول وي. د بن كنفرانس په داسې مهال جوړيږي چې هيواد له سختو سياسي، ټولنيزو، اقتصادي او امنيتي كړكيچونو سره لاس او ګريوان دى. د هيواد په اكثرو سيمو كې ناامنيو د بيا رغاونې كارونه او دولتي حاكميت له ننګونو سره مخ كړى دى. دغه وضعيت په خلكو كې د راتلوونكي په اړه ويره او انديښنې پيدا كړي دي. د مدني ټولنې بنسټونه وايي چې ددوى كاري كميټې به دغه كنفرانس ته يوازي د يادو شويو ستونزو په اړه د مشخصو وړانديزونو پر وړاندې كولو او د استازو په پيژندلو بسنه ونه كړي، بلكې هڅه به يې دا وي چې له دغه كنفرانس نه وروسته هم د قانون د حاكميت، ښې حكومتوالۍ او په ټولنيزو چارو كې د ښځو او نرانو د مشاركت په اړه د عامه پوهاوي بهير د هيواد په مركز او ولايتونو كې جارې وساتي. د چارو د شنونكو په وينا په تيرو لسو كلونو كې د هيوادوالو معيشتي ژوند او ټولنيز عدالت ته ډيره لږه پاملرنه شوې ده.په خپل سر وژنې، ترهګري، د نشه يي توكو كر او توليد، د نړيوالو او كورنيو ځواكونو له خوا د بشر له حقونو څخه سرغړونې ددې لامل شوې چې د دولت او د عامو خلكو ترمنځ واټن لاپسې زيات شي. دغه چاره ددې لامل شوې چې خلك له هغو پريكړو په اړه چې ددوى په راتلونكې اغيزه شندي ورنه ناخبره، ګوښه او لري پاتي شي. ددغو بنسټونو په وينا له دې ټولو سره سره په تيرو لسو كلونو كې د مدني ټولنې فعالانو او عامو خلكو له بېلابېلو لارو خپلې غوښتنې او نظرونه له دولت سره شريك كړي، خو د دولتي چارواكو له خوا پر دغو غوښتنو او وړانديزونو غوږ نه دى ګرول شوى . د مدني ټولنې د استازو په وينا د افغانستان دولت په دې نه دى توانيدلى چې يو شفاف او ځواب وركوونكى حكومت جوړ كړي. چې په خبره يې ښې حكومتوالۍ كولاى شواى د كړكيچ پر مهال ددغو ستونزو په اړه د خلكو انديښنې كمي كړې واى. د دوى له نظره د حقيقت موندنې او انتقالي عدالت په څير پروسې چې كولاى شواى د ثبات له ټينګښت سره مرسته وكړي د مصلحتونو قرباني شوه، همدارنګه د عدلي او قضايي ارګانونو غښتلي كېدا په لړ كې كوټلې ګامونه وانخستل شول. دا ټولې هغه ستونزې دي چې په ۲۰۰۱كال كې د بن له لومړني كانفرانس نه را په دېخوا دافغانسان په اړه په بېلابېلو كنفرانسونو كې څه ناڅه پرې بحث شوى دى، خو د عمل په ډګر كې يې اغيزې ډيرې لږې تر سترګو كېږي. ددغې مشورتې ناستې په پيل كې دافغانستان د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون معاون ښاغلي پوهنيار محمد فهيم حكيم وويل: دا چې د ښې حكومتوالۍ او دقانون د حاكميت او په ټولنيزو چارو كې د نر او ښځې د ګډون په اړه د مدني ټولنې نقش نه يوازي دافغانتسان خلكو ته د منلو وړ دي، بلكې نړيواله ټولنه هم دغو هڅو ته د قدر په سترګه ګوري.له همدې امله دغه كنفرانس كې د مدني ټولنې د فعالې برخې اخيستو او د خپل پيغام د رسولو په موخه دافغانستان او پاكستان له پاره د جرمني ځانګړي استازي ښاغلي مايكل شتينر دافغانستان د بشري حقونو له خپلواك كمېسيون څخه غوښتنه وكړه، چې دافغاني مدني ټولنې له پاره يوه مشورتي پروسه پيل كړي. چې په وينا يې په دغه پروسه كې د جرمني هيواد نادولتي بنسټونو(HBF,FES,KAS) او د يوناما UNAMA د بشري حقونو څانګې په تخنيكي مرستې ددغې پروسې د پيل كولو چارې كميسيون ته وسپارلې. په دې لړ كې لومړنۍ ناسته د جرمني د سفارت له استازي سره د جولاى په څلورمه وشوه څو د ټول هيواد په كچه يوه مشورتي لړۍ پيل كړي. د ښاغلي فهيم حكيم په وينا لومړنۍ ناسته يې د مدني ټولنې د ۵۰بسنټونو د استازو په ګډون په كابل كې د بشري حقونو د خپلوا كمېسيون په سيمه ييز دفتر كې جوړه كړې وه، دلته پريكړه وشوه چې د مدني ټولنې له بنسټونو څخه دې يوه كاري ډله جوړه شي څو وكولاى شي د مدني ټولنې د ګډون له پاره د ولايتونو او مركز په كچه لار اواره كړي. په دغه مشورتې ناسته كې د مدني ټولنې بنسټونو په بن كې د افغانستان نړيوال كنفرانس د دولت له پاره يو بل ښه فرصت وباله وې ويل(( د مدني ټولنې د بنسټونو كاري كميټو دغه بين المللي كنفرانس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او نړيوالې ټولنې ته د متقابلو ژمنو په لړ كې يو بل فرصت برابر كړى دى، څو په افغانستان كې د ښې حكومتوالي، عادلانه سولې او د كړيدلو خلكو د وضعيت د ښه والي له پاره هڅې وكړي هيله ده چې له دغه فرصت او نړيوالې علاقمندۍ نه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په سمه توګه ګټه پورته كړي.)) همدارنګه د مدني ټولنې بنسټونو هيله وښوده چې نړيواله ټولنه دې هم پر خپلو ژمنو ودريږي څو په هيواد كې سوله ټينګه او د قانون حاكميت پراخ او په افغانستان كې ددوى اوږد مهاله پرمختيايي پروګرامونه دوام پيدا كړي. ددغو كاري كميټو يو تن غړى انجنير سيد رحيم ستار وايي، چې د مدني ټولنې د بنسټونو ددغې ناستې موخه دا ده، څو هغه تيروتنې چې دافغانستان په اړه د څو نړيوالو كنفرانسونو وروسته ترسره شوي دي بيا تكرار نشي. دهغه په وينا د مدني ټولنې بنسټونه مهمو موضوعاتو ته په پام سره په دې هڅه كې دي چې وروسته له ۲۰۱۴كال څخه نړيواله ټولنه افغانستان له ياده ونه باسي. د مدني ټولنې د مجتمع مسوول او د مدني ټولنو د بنسټونو د كاري كميټې غړي عزيز رفيعي وايي چې دا بنسټونه په ټولو برخو كې له دولت سره همكار دي او په كار ده چې په هرې برخې كې ورسره مرستې وكړي. دهغه په وينا كومو ځايونو ته چې د دولت لاس نه رسيږي هلته بايد د مدنې ټولنې بنسټونه فعاليت وكړي، ښاغلي رفعيي په دې ټينګار وكړ چې د اصولو له مخي د مدني ټولنې بنسټونه د دولت د پروګرامونو بشپړونكي دي. همدارنګه د مدني ټولنې بنسټونه غواړي خپلې مشورتي ناستې تر ولايتونو هم وغځوي او د بن له كنفرانس وروسته به هم ددغه كنفرانس د پريكړو د پلي كېدا له پاره خپل آواز پورته كوي. د مدنې ټولنې غړي ميرمن فوزيې تابان وويل چې د بن دويم كنفرانس دافغانستان د خلكو د ستونزو د حل له پاره د يو منظم او واضح جوړښت د رامنځته كولو له پاره يو ډير ښه چانس دى، چې بايد د نړيوالې ټولنې له خوا رامنځته شي. هغې له هغو كسانو چې په دغه كنفرانس كې به برخه اخلې وغوښتل چې د نړيوالې ټولنې د ژمنو پر پلي كولو دې ډير ټينګار وكړي. د مدني ټولنې د بنسټونو په دغې مشورتې ناستې کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت استازي ناصر ضيا په بن کې د افغا نستان د نړيوال كنفرانس د اهدافو او ددغه وزارت د تياريو په اړه اوږدې خبرې وكړي، نوموړي وويل چې دبن په دويم نړيوال کنفرانس کې به دملکي اداري، د امنيتي مسوليتونو دليږدونې د بهير، سولې او بيا يو ځاى كېدا او له افغا نستان څخه د بهرنيو ځوا کونو له وتلو وروسته د مرستندويو هيوادو نو داوږد مهالو مرستو په اړه خبري كېږي. د ښاغلي ضيا په خبره کړه چې په دې کنفرانس کې به دافغا نستان دولت په وا حد ډول ګډون کوي او په دغه كنفرانس كې يې د وسله والو مخالفانو د استازو ګډون په مستقل ډول نه بلكې د دولت په چوكاټ كې د اساسي قانون ، دبشري حقونو او دښځو دحقونو د منلو او له ترهګريزو فعاليتونو څخه د لاس اخيستو او له القاعدې سازمان سره د اړيکو د شلولو په شرط ممكن وباله. نوموړي وويل ټاكل شوې ده چې په دې كنفرانس كې به دهغو هيوادونو له خوا چې دلته له تروريزم سره په جګړه كې ښكېل دي او له ۲۰۱۴كال وروسته غواړي خپل پوځونه وباسي د افغانستان له پاره به د يو داسې صندق د جوړولو په طرحې سره سلا وكړي چې وروسته له هغې به هغه پيسې چې دلته يې په پوځي چارو لګولې دغه صندق ته اچوې چې په وينا يې دا به په هيواد كې د بيارغاونې پر پرمختيايي پروژو ولګول شي. ښاغلي ضيا دا هم وويل چې دې ته موږ د بن دويم كنفرانس نشو ويلاى بلكې دا دافغانستان په اړه د نړيوالو د ژمنو په سلسله كې چې تر دې پخوا يې په ورته نړيوالو كنفرانسونو كې تازه كړي يو وار بيا به د افغانستان له پاره تر ۲۰۲۴كال پورې يو روښانه لرليد په پام كې نيسي. د بن دغه كنفرانس چې ټاكل شوې د ډسمبر په پنځمه به جرمني كې جوړ شي، په هغې كې به له نړيوالو ځواكونو افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږد بهير، د افغانستان له پاره د نړيوالې ټولنې پر اوږد مهالو ژمنو ټينګار او د ملي پخلاينې او د دولت له مخالفانو سره د خبرو اترو په څرنګوالي بحث وشي. په دې ناسته كې د مدني ټولنې استازو وويل چې ددوى د بنسټونو كاري كميټې به په بن كې د افغانستان لومړيتوبونو ته په كتو په دغو دريو برخو كې چې په دې غونډه كې په دريو جلا ناستو كې يې د مسودو په اړه بحث وشو دا به په نږدي را تلونکي کې د دې له پاره چې د ټول افغانستان څخه د خلكو نظريې په دې كنفرانس كې منعكسې شي يوه بله لويه ناسته كې چې د مدني ټولنې د ولايتونو له استازو سره په پام كې نيول شوې ده مطرح كړي. |





