مطبوعاتی اعلامیی

د انځورونو ګالری

لا هم جګړه شته او افغانان د جګړې قربانيان دي

 

نصرت الهام

 

جګړه د بدبختيو زېږوونکې  يوه داسې ښکارنده بلل کيږي، چې د يو هېواد په څو نسلونو يې ناوړه اغېزې پاتي کېږي.

افغانستان چې څو لسيزې پرله پسې د جګړو ډګر و دا هېواد يې له جدي اقتصادي او ټولنيزې بې ثباتۍ سره لاس او ګرېوان کړی دی، ددې تر څنګ پرله پسې جګړو، ددې هېواد  د ځوان نسل د ښوونې او روزنې حالت ته دومره تاوان ور اړولی چې زموږ هېواد ته د سولې راتګ او ټيکاو هم ټکنی کوي.

جګړې که د هېواد په هر ټولنيز پاړکي خپل اثر پرېيښی، خو تر ټولو زيات زيانمنيدونکي قشرونه  ماشومان او ځوانان دي چې له يوې خوا يې جګړو له سره د سرپرست سيوری اخيستی او بې برخليکه پاتې شوي دي او له بلې خوا يې په ښوونه او روزنه کې د اوږد ځنډ له امله د ټولنې ثبات ننګولی دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو څارونکي وايي چې ماشومان او ځوانان په افغانستان کې د جګړې تر ټولو لوی قربانيان دي.

ددوی په وينا چې له ماشومانو سره د تاوتريخوالي او په جګړه کې د دوی د قرباني کېدو تر څنګ د دوی بې سرپرسته پاتې کېدل او له زده کړو محرومېدل بله لويه ستونزه ده چې په دې هيواد کې ماشومان او تنکي ځوانان ورسره مخ دي.

د  1948 کال د ډسمبر په لسمه نېټه ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړېواله اعلاميه تصويب کړه، چې له همدې نېټې راوروسته دغه ورځ په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د ملاتړ تر عنوان لاندې نمانځل کيږي، خو په افغانستان کې بيا دا ورځ ياني د ډيسمبر لسمه د تيرو جګړو د ملي قربانيانو د ملي ورځې په نوم هم نمانځل کېږي.

د بشري حقونو د نړېوال منشور په لومړۍ ماده کې راغلي چې ټول انسانان آزاد پيداکيږي، ټول د حيثيت کرامت او حقوقو له پلوه برابر دي، ټول د عقل او وجدان درلودونکي دي او بايد ټول يو له بل سره د وروڼو په ډول سلوک وکړي.

د بشري حقونو دغه نړيواله ورځ له معمول سره سم هرکال د جګړې د قربانيانانو له خوا د جګړه مارو او جنګي جنايتكارانو پر ضد د لاريونونو په ډول نمانځل كيږي، چې د 2011 کال د ډسمبر په لسمه  دغه ورځ په کابل ښار کې د تيرو  جګړو د يوشمېر قربانيانو د کورنيو له خوا ونمانځل شوه.

لاريون کوونکو په افغانستان کې د جنګي جنايتکارانو د ژر ترژره محاکمې غوښتنه کوله او د جنګي جنايتکارانو پر ضد يې ليکلي شعارونه له ځان سره لېږدول.

دغه لاريون د روان لمريز کال د ليندۍ په 19 مه نېټه چې د ډسمبر له لسمې سره سمون خورې په کابل ښار کې د صدارت له څلورلارې پيل شو چې څو ساعته يې دوام وکړ او د ده افغانانو په سيمه کې د يو پريکړه ليک په وړاندې کولو پای ته ورسېد.

لاريونکوونکي په زياته کچه ښځې او ځوانان و، چې په ځانګړي ډول يې د جنګي جنايتکارانو د محاکمې او د افغانستان په اساسي قانون کې د عمومي عفوې د قانون د لغوه کېدو غوښتنه کوله.

دغه لاريون د عدالت غوښتونکو د ټولنې له خوا ترتيب شوی و، ددې ټولنې د سمبالوونکو په وينا دغه لاريون په افغانستان کې د جنګي جنايتکارانو د محاکمه کولو په منظور جوړ شوی چې په افغانستان کې د جګړې ټول قربانيان په يوه خوله د ټولو جنګي مجرمينو د محاکمه کېدو غوښتونکي دي.

د لاريون ګډون والو د ثور د اوومې او اتمې، د طالبانو د واکمنۍ د مهال او د امريکا او متحدينو تر راتګ وروسته د خلکو د ډلييزو وژل کېدو او جنګي جنايتونو ټول عاملان د محاکمې وړ ګڼل او د ټولو د محاکمه کېدو غوښتنه يې کوله.

لاريون کوونکو ويل چې اوس هم ډېری جنګي جنايتکاران د دولت په بېلابېلو لوړو پوستونو مقرر دي، اوس هم زور او ځواک ورسره دی او د بهرنيانو له ملاتړه برخمن دي.

لاريون کوونکو په امريکا او ناټو هم تور ولګاوه چې دوی په افغانستان کې د قانون د حاکميت پروا نه کوي، دوی د تروريزم سره د مبارزې لپاره نه بلکې له خپلو افغاني همکارانو سره په ګډه د چور او چپاول لپاره افغانستان ته راغلي دي.

د لاريون يو ګډونوال احمد ضيا وايي دغه لاريون کې يې ددې له پاره برخه اخيستې چې  جنګي مجرمان محاكمه،  عدالت ټينګ  او په هېواد كې قانون پلى شي.

ضيا زياتوي: «په دې هېواد كې د جګړو قربانيان عام خلك دي خو د خلكو غږ څوك نه اوري، همغه چا چې وژنې كړې دي اوس هم زور لري او په لوړو چوكيو ناست ديو»

د لاريون په پای کې يو پريکړه ليک وړاندې شو چې پکې د خلق، پرچم د حکومتونو، جهادي تنظيمونو او طالبانو د دورو او ورسره د اوسني حکومت به دوره کې د جنايتکارانو د ژر ترژره محاکمې غوښتنه شوې وه.

د پريکړه ليک په يوه برخه کې د موندل شويو ډله ييزو قبرونو د څېړنې غوښتنه هم شوې چې عاملان يې په ګوته شي، محاکمه شي؛ په پريکړه ليک کې راغلي و چې د نوم ورکو شهيدانو او د جګړو د قربانيانو په نوم دې يو لوی څلی جوړ شي.

په افغانستان کې د تېرو څو لسيزو پر مهال په بېلابېلو حکومتي دورو کې د بېلابېلو جګړو پر مهال شاوخوا يونيم مليون افغانان وژل شوي چې همدومره نور يې معلول شوي، تري تم شوي او په زندانونو کې شکنجه شوي دي.

د جګړو له امله په مليونونو افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي، ددې ټولو جګړو قربانيان عام افغانان ښځي او ماشومان دي، چې په لسګونو موندل شوي ډلييز قبرونه يې شاهدي ورکوي.

ډېرى هېوادوال هم په دې نظر دي چې د جنګي مجرمينو محاكمه كېدل كولاى شي خلك باوري كړي او د قانون په واكمنۍ كې رول ولوبوي.

د پلى تخنيك يو محصل نصرت همت وايې د جنګي مجرمينو محاكمه كولاى شي راتلونكى هم تضمين كړي، خو كه داسې و نه شي جګړه به لا هم دوام وكړي او افغانان به بيا هم د جګړې قرباني كيږي.

په جلال آباد كې د يو شخصي پوهنتون محصل نصير احمد هم ورته نظر لري، نوموړى وايي د قانون نه هيڅوك هم بايد پورته نه وي او هغه قوانين چې دغې جنګي جنايتكارانو د خپل ځان د ساتلو لپاره جوړ كړي دي بايد له منځه يوړل شي.

نصير زياتوي: «كله چې افغانان وګوري چې د جګړو عاملين او جنګي مجرمين د قانون له مخې محاكمه كيږي له نظام او دولت سره به د دوى همكاري لا زياته شي.»

د جګړې د قربانيانو کورنۍ تمه لري چې په هېواد کې به عدالت تامين شي، جنګي مجرمين او له بشري حقونو سرغړوونکي به د قانون منګولو ته وسپارل شي خو تر اوسه دغه خلک په افغانستان کې د شته لويو جنګي مجرمينو د محاکمه کېدو څخه ډاډه نه دي.

د سياسي او حقوقي چارو پوه ستار سعادت فكر كوي چې د په لومړيو كې په افغانستان كې جنګي مجرمين د نړېوالو له خوا حمايه شول، پيسې او قدرت په لاس كې وركړل شول چې دوى هم كرار كښې نه ناستل او ژبنيو تعصبونو ته په لمن وهلو سره يې په خپل قوم كې ملاتړي پيدا كړل.

ښاغلی سعادت وايي دغه خلك اوس رسنۍ هم لري چې په خپله ګټه يې كاروي، د هغه په خبره چې د خلكو په منځ كې ددې لپاره كار كول پكار دي څو د جنګي مجرمينو له ملاتړ څخه لاس واخلي كه هغه په هر قوم كې وي.

د افغانستان نوي پارلمان په 2007 ميلادي کال کې د ملي پخلاينې په نوم يوه 12 ماده ييزه طرحه تصويب کړه چې له مخې يې به ټول هېواد کې هغه خلک معاف اعلان شول چې په تېرو درېوو لسيزو کورنيو جګړو کې يې لاس درلود.

د ليندۍ په 19 مه د بشري حقونو د نړېوالې ورځې په مناسبت په کابل کې لاريون کوونکو د عفوې ددې قانون د لغوه کېدو غوښتنه هم کوله او ددې قانون د لغوه کېدو شعارونه يې لېږدول.

د شوروي اتحاد له خوا او د خلق او پرچم د رژيمونو څخه رانيولې د مجاهدينو د دورې تر جناياتو، کورنيو جګړو او د طالبانو د واکمنۍ تر پايه جګړې وې چې عام افغانان يې به پرله پسې توګه قربانيان و.

د نوي حکومت سره په هېواد کې د سولې او آرامۍ هيلې و غوړېدې خو د لسو کلونو په تېرېدو سره لا هم جګړه روانه ده او دغه جګړه له يوې ورځې تر بلې لا پسې شدت مومي.

د بشري حقونو له نقطه نظره دمګړۍ په افغانستان کې د جګړې د قربانيانو موضوع يوه نړېواله موضوع ده، چې له څو لسيزو راهيسې په دې هېواد کې د جګړې اور بل دی او افغانان په پرله پسې توګه د جګړې قرباني کيږي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې په 2010 کال کې په افغانستان کې د جګړې قربانيان چې په بېلا بېلو جګړو او بمباريو کې وژل شوي دي 2777 عام وګړي ښودل شوي دي چې دغه شمېره د 2009 کال په پرتله 15 سلنه لوړه شوې وه.

د ملګرو ملتونو د ګزارش له مخې  له 2007 کال څخه تر 2010پورې کلونو په بهير کې 8832عام افغانان په روانو جګړو کې وژل شوي دي.

چې د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د ناامنۍ د پيښو او جګړو په اړه د تازه ورکړل شويو معلوماتو له مخې بيا په 2011 کال کې له تېر کال نه هم افغانان د امنيت له لحاظه له بد حالت سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه وايي چې په 2011 کال کې د نا امنۍ په پېښو کې د پام وړ زياتوالی وليدل شو، چې د 2011 کال په لومړيو 8 مياشتو کې د 2010کال په پرتله د نا امنۍ د پېښو 40 سلنه زياتوالی ښيي.

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د 2011 کال په لومړيو 8 مياشتو کې په افغانستان کې د ځانمرګو بريدونو کچه د تېر کال په پرتله دوه برابره شوې وه چې دغو مخ په زياتېدونکو نا امنيو او جګړو د عامو افغانانو ژوند ته خطر لا زيات کړی او د عامو خلکو تلفات ورځ تر بلې په زياتېدو دي.

همدارنګه په وروستيو کې د سړک د غاړو د بمونو او د ځانمرګو بريدونو له امله د بهرنيو ځواکونو د پوځيانو به مرګ ژوبله کې هم د پام وړ زيات والی راغلی چې د جګړې د لا تندېدو معنا ورکوي.

د سياسي چارو کارپوهان او عام افغانان په دې باور دي تر هغه چې په هېواد کې قانون پلی نه شي او ټول جنګي جنايتکاران د محاکمې مېز ته راکش نه شي دا هېواد به بيا هم د جګړې په اور کې سوځي، جګړه مار به د قانون په مرۍ پښې ږدي او عام افغانان به د پرله پسې جګړو قرباني ورکوي.