د ټولنې اصلاح او د ښوونکو بنسټيزې دندې
د جلال اباد سيمه ييز دفتر
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د ختيزو لايتونو سيمه ېيز دفتر د بشري حقونو تعليماتو څانګې د روان لمريز کال د وږې مياشتې په 29 او 30 نيټه د نورستان ولايت نورګرام ولسوالۍ ښوونځيو پورې اړوند 30 تنو ښوونکو او سر ښوونکو په ګډون دوه ورځينی ښوونيز ورکشاپ جوړ کړ. دغه ښوونيز ورکشاپ چې د نورګرام ولسوالۍ د کنفرانسونو په تالار کې د ( ټولنې اصلاح اود ښوونکو بنسټيزې دندې) تر سرليک لاندې جوړ شوى ؤ، په پيل کې د نورګرام ولسوال ډاکتر مهرالله غوڼدې ته وينا وکړه، ويې ويل (( زه د نورګرام د ولس په استازيتوب د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د کاري ټيم څخه چې په دغه ستونزمنو شرايطو کې د خپل مسوليت او مکلفيت د اداء کولو او د بشري حقونو د ترويج په موخه راغلي ښه راغلاست وايم او ستاينه يې کوم ،دوي ته وعده ورکوم چې مونږ له دوی سره د بشري حقونو په عامولو او رعايت کې يې همکار يو او په خپلو چارو کې ورته لا برياليتوبونه غواړو) ورپسې د ټاکل شوي درسي پلان پر بنسټ د بشري حقونو بيلابيل موضوعات او مسايل لکه د بشري حقونو مفهوم، د کميسيون پيژندنه، د ماشومانو حقوق په ملي او نړيوالو اسنادو کې، د ماشومانو د سرغړونو لاملونه، په ښوونځيو کې د ماشومانو د روحي او جسمې ځورونې مخنيوی، د يو ښه ښوونکي صفات د تعليماتو څانګې ترينرانو له خوا د ګډون والو د فعالې او رغنده ونډې اخستلو سره توضيح او په ښوونځيو کې په شته ستونزو او دحل په لارو چارو بيلابيل بحثونه وشول. په پاې کې ګډونوالو ددغه راز ښوونيزو پروګرامونو جوړول ګټور وبلل او خپلې غوښتنې يې په لاندې ډول وړاندې کړې. 1- کميسيون بايد پر دولت فشار واچوې، چې په نورستان ولايت کې د ښوونې او روزنې د کيفيت او کميت د اوچتولو په موخه رغنده ګامونه پورته کړي. 2- په ښوونځيو کې بايد مسلکي اوپه کار پوه کسان د ښوونکو په حيث وګمارل شي. 3- د ښوونکو معاشونه په خپل وخت ورکړل شي. 4- د ښوونځيو لپاره تعميرونه او احاطې جوړې شي. 5- د اساسي قانون د 43 مادې پربڼسټ دولت بايد په نورستاني يعني ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې لپاره لاره هواره او لازم عملي ګامونه پورته کړي. 6- د ښوونکو په امتيازاتو کې دې زياتوالى راشي او د اوسيدو لپاره يوه نمره ځمکه ورکړل شي. 7- ددې لپاره چې د بشري حقونو د رعايت په موخه په هره برخه کې ښه کاروشي ، کميسيون بايد په نورستان ولايت کې يو ولايتي دفتر پرانيزي او خپل کړنو ته پراختيا ورکړي. د غوښتنو د اوريدو وروسته د کميسيون استازو ډاد ورکړ، چې غږ به يې دغو حقوقو ته د لاسرسي په موخه اړونده مقاماتو او چارواکو ته ورسوي . د يادونې وړ ده چې د هيواد په ختيزه برخه کې دنورستان ولايت يو له هغو ولايتونو څخه دی چې په تيره لسيزه کې اقتصادي، فرهنګي، ټولنيز، سياسي او مدني حقوقو ته د ځايي اوسيدونکو د لاسرسي او بيارغونې په برخه کې د دولت لخوا کومه ځانګړې پاملرنه نه ده شوې. |





