مطبوعاتی اعلامیی

د انځورونو ګالری

د ختيزو ولايتونو سيمه ييز دفتر ولس ته د خپلو کړنو رپوټ وړاندې کړ

د جلال اباد سيمه ييز دفتر

 

د تير په څير د بشري حقونو خپلواک کميسيون د ختيزو ولايتونو سيمه ايز دفتر  د دويمې کاري ربعې (چنګاښ، زمري او وږي ) رپورټ په دغه سيمه کې  د مدني ټولنو استازو، دولتي او غير دولتي  بنسټونو مسوولنيو ته وړاندې کړی دی.

عموميات:

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د 1993 کال پارس اصولو او د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلۍ د 134 ګڼه پريکړه ليک د 1380 کال د بن د پريکړو او د موقتی ادارې د 1381 ه ش  کال د جوزا د 16 نيټې فرمان پر بنسټ تاسيس شويدی او د 1382 کال د اساسي قانون په (58) ماده کې د يوې ملي ادارې په توګه د بشري حقونو د مراعت کولو څخه څارنې، ملاتړ او ښه والي لپاره دا کميسيون ګومارلی شوی دی. د اساسي قانون د همدې مادې په اساس ټول وګړي کولای شي چې د خپلو بشري حقونو د نقض په صورت کې دې کميسيون ته شکايت وکړي. کميسيون به دا شکايتونه د څيړنې او پلټنې وروسته د هغوي د بشري حقونو د ملاتړ په موخه قانوني ارګانونو ته يې  راجع کوي.

د ذکر شوي ماموريت لپاره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د (8) سيمه ييزو او (6) ولايتي دفترونو له ليارې په ټول هيواد کې حضور لري او د يو څلور کلن استراتيژيک پلان له مخې د هغو د پايلو په بنسټ خپلې کړنې تر سره کوي.

 

اساسي برخه :

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د تشکيل، دندو او واکونو قانون د (32) مادی پربنسټ کلنی رپورټ چې د هيواد په کچه د بشري حقونو د وضعيت د بشپړ انځور لرونکی وي د ملی شورا کلنۍ غونډې ته وړاندې کوي.

به دې لړ کې د ختيزو ولايتونو سيمه ايز دفتر د استراتيژيک پلان له مخې پتيلی ده چې په سيمه ايزه کچه د رپورټ ورکونې د ود دستور پلي کړي، نو په دې څلور ولايتونو(لغمان، کنر، نورستان او ننګرهار) کې د 1390 کال د دويمې ربعې د کړنو رپوټ وړاندې کړي.

1- مشرتوب   Leadership

د ختيزو ولايتونو سيمه ييز دفتر د بشري حقونو د ډول ډول موضوعاتو په هکله د مرکزي دفتر لخوانه نشر شوي (5) مطبوعاتي اعلاميې په محلی کچه ټولو اړوندو ادارو او رسنيو ته رسولي دي چې ورستۍ د سيمين بارکزۍ د غذايی اعتصاب په هکله وه.

په ننګرهار ولايت کې د پنځه راديوګانو ( ننګرهار  ملی راديو، شرق راديو، کليد راديو، هميشه بهار راديو او اباسين راديو) په شمول پنځه تلويزيونونو (ننګرهار ملي تلويزيون، شرق سيمه اييز تلويزيون، سبا تلويزيون، لمر تلويزيون او يک تلويزيون ) همدارنګه د دوو ورځپاڼو ( هشت صبح او ننګرهار) او تر لسو زياتو انټرنيټي پانې( بی بی سی، آزادۍ، پژواک، خدمتګار، لراوبر، تاند، ويسا، باختر او په ورځني ډول د کميسيون پاڼې ) څخه څارنه شويده تر څو د بشري حقونو موضوعات په ګوته شي او د نورو د استفادې وړ وګرځي.

2- ښوونه او روزنه Education

د بشري حقونو په هکله د پوهاوي، ښوونې او روزنې د کچې د پرمختګ په برخه کې (9) ورکشاپونه او (23) ښوونيزې او تعقيبي جلسې دايرې شويدي چې ټول ټال (803) تنو چې (335) تنه يې ښځينه وي په کې ګډون کړي چې ډيری د ښوونځيو، دارلمعلمينو ښوونکي، ملي پوليس، د زندانونو ساتونکي، د ماشومانو د اصلاح او تربيت مرکزونو کارکوونکي، د سيپن کميټو غړي، معلوليت لرونکي کسان، دينی علما، قومي مشران، ځوانان او دمدني بنسټونو استازي ؤ.

(4200) ټوکه د بشري حقونو مياشتنۍ مجله په ننګرهار، کنر، لغمان او نورستان ولايتونو کې په مختلفو دولتي، ملی او نړيوالو موسيسو باندې ويشل شوي دي.

(650) ټوکه د کتابتون کتابونو نوملړ په معياري ډول جوړ شويدی او په نژدې وختونو کې به يې تکميل او د پراخې ګټې لپاره ټولو اړوند فرهنګي او تعليمي ادارو ته واستول شي.

د دوو تلويزيوني رسنيو (ننګرهارملی تلويزيون او شرق تلويزيون) او همدارنګه د يوې  راډيو (هميشه بهار) سره  قرار دادونه تر سره شوي دي.

همدارنګه په دې دريو مياشتو کې د شرق راديو تلويزيون، ننګرهار راديو تلويزيون او اباسين راديو له لاری (15) پروګرامونه چې ټولټال (405) دقيقې تلويزيوني او (1080) دقيقي د بشري حقونو په هکله راديويي نشرات کړيدي.

2- ځواکمنتيا Empowerment

دسيمه ايز دفتر کارکوونکو دظرفيتونو داوچتولو په منظور دماشومانو دحقوقو دملاتړ دڅانګي

(1) کارکوونکي ، دبشري حقونو دښووني او روزني څانګي (1) کارکونکي، دښځو دحقونو دملاتړ او پرمختګ څانګي (1) کارکوونکي، دبشري حقونو د څارني او پلټني دڅانګي (1) کارکوونکي دبشري حقونو څخه دآګاهي دکچي دمعلومولو دڅيړنيزي پروژي دتطبيق دلارښووني (2) ورځني ورکشاپ کښي ګډون کړي دي .

 دبشري حقونو دښووني او روزني څانګي (1) کارکوونکي او دمعلوليت لرونکو کسانو دحقونو دملاتړ څانګي (1) کارکوونکي دښځو او ماشومانو دقاچاق سره  دمخنيوي دلارو چارو په هکله د WAW دفتر لخوانه جوړ شوي (2) ورځني ورکشاپ کښي ګډون کړي دي . دښځو دحقونو دملاتړ او پرمختګ څانګي (1) کارکوونکي د MODE  دفتر لخوا نه (1) ورځني ورکشاپ کي چي دخطابي دفنونو په هکله په کابل کي جوړ شوي وو ګډون کړي . دمطبوعاتو او منابعو څانګي مسوول په کابل او هرات کي دتجاربو او افکارو دتبادلي په هکله ټول ټال (5) ورځي دسيمه ايز دفترونو څخه يي ليدني کتني ترسره کړي دي .

دننګرهار ولايت د CPAN دکميټي په درخواست دلغمان ،کنړ او ننګرهار ولايتونو د کميټو غړو لپاره  دماشومانو دتخلفاتو دڅيړني ددوسيو په هکله دهمغږي په (3) ورځني ورکشاپ  کي چي دunicef  په مالي مرسته جوړه شوي وو دماشومانو  دحقوقو دملاتړ څانګي (1) کارکوونکي ګډون کړي دي

3- عدالت غوښتنه Advocacy

دبشري حقونو څخه دمدافعي او په دي هکله دعدالت غوښتني او ملاتړپه برخه کي زمونږ دفعاليتونو  ډيره برخه او انرژي په ډول ډول شبکه اي او متحدانه کارونو کي لګيدلي وه او په دي وياړو چي دنورو فعالينو او مدني ټولنو او دولتي ادارو سره يو ځاي ډير شمير بخش کارکړي دی.

 دبشري حقونو خپلواک کميسيون سيمه ييز دفتر دننګرهار او لغمان ولايتونو دماشومانو دخفاظتي شبکي په (4) غونډو کي  ، دمعلوليت لرونکو کسانو دحقونو دملاتړ کميټي په (2) غونډو کي دښځو دحقونو کاري کميټي په (3) غونډو کي دښځو پر وړاندي تاوتريخوالي دکميټو په 3 غونډو  ،دبشري حقونو او دملکي تلفاتو او خپل سري تالاشيو دمخنيوي لپاره کميټي په (2) غونډو دعدلي ارګانونودهمغږي (3) غونډو کي فعالانه  توګه ګډون کړي . همدا شان دنړيوالو ادارو لخوا نه   دحقوقو دملاتړ دکميټي په (3) غونډو  ،دجنسيت پر بنياد دتاوتريخوالي دفرعي کميټي  په (3) دملکيتونو دفرعي کميټي په (1) غوندي کي يا دمشر يا دمرستيال په توګه ګډون کړي .

د لغمان او ننګرهاردCPAN دکميټو له لاري 74 دکوچنيانو قضايا حل و فصل شويدي . دلغمان ولايت مقام او دمعلوليت لرونکو کسانو ترمينځ (70) نمرو ځمکو په سر رامينځ ته شوي لانجه دعدالت پر بنياد حل وفصل شوي دي .

په ننګرهار ولايت کښي دمعلوليت لرونکو کسانو دمعاشونو دتوزيع جريان څخه څارنه شوي ده.

4- څارنه Monitoring

دبشري حقونو څخه دسرغړونو دڅارني او څيړني څانګي ته  (20) شکايتونه رارسيدلي دي چي (13)يي  د بشري حقونو سرغړوني لري چي د آزادي او شخصي امنيت حق (8) پيښي ،دکورني جوړولو او په رضا رغبت په اساس دواده حق(3) پيښي او دملکيت حق (1) پيښه پکي  شاملي وي (3) تنه چي جرمي مسووليت ورته راجع نه وو دبند څخه خوشي شويدي.

دکال په دويمي ربعي کي ټول ټال (41)دښځو په وړاندي دتاوتريخوالي پيښي  دي دفتر ته رسيدلي دي چي (7) پيښي دمينځکړتوب له لاري په عرفي او دوديزه طريقه حل او متباقي (34) پيښو ته دمدافع وکيل په نيولو سره حقوقي مرسته شويده او په قانوني ،عدلي او قضايي ارګانونو  کي تراجراتو لاندي نيول شويدي . ډيري پيښي دوهل ټکولو ،جبري ودونو، په ماشومتوب کي ودول، دنفقي نه ورکول، په اجباري توګه له کوره شړل، توهين او سپکاوي دي .

په دي دوره کي (43) ځلي دنارينوو دسلب آزادي  ځايونو او (16) ځلي  دښځينه و دسلب آزادي ځايونه څخه څارنه شوي ده . همدا شان (5) ځلي په ننګرهار ولايت کي دښځو دارجاع مرکز  څخه څارنه شوي ده ترڅو دښځو په وړاندي دتاوتريخوالي پيښي ديوقانوني او قناعت وړ جريان له لاري حل وفصل شي .

 دښځو په وړاندي دتاوتريخوالي دپيښو دمعلومولو په منظور دننګرهار ، لغمان او کنړ ولايتونو دعامه روغتونو دښځينه مريضانو څانګو څخه (5) ځلي  څارنه شويده.

 دمتخلفو ماشومانو دحقونو دملاتړ لپاره لغمان ، کنړ او ننګرهار ولايتونو دماشومانو داصلاح او روزني دمراکزو څخه (16) ځلي څارنه شوي او دهغو دحقوقي وضعيت ،معيشت  او روغتياي ستونزود حل په منظو اړوندو مقاماتو  ته رسولي دي .

په دي دوره کي دوګړو داقتصادي ،اجتماعي او فرهنګي حقونو ته دلري پرتو سيمو داوسيدونکو دلاس رسي او دبشري حقونو دوضيعيت دمعلومولو په منظور (163) کسانو سره چي (151)  يي نارينه او (62) تنه يي ښځينه و دلري پرتو سيمو دماشومانو دحقونو دوضعيت  څخه دسيمه ايزي څارني په منظور (54) مرکي او په طورخم بندر کي دماشومانو دشاقه کارونو دکچي او دهغي نه راولاړو ستونزو دمعلومولو په منظور (374) مرکي ترسره کړيدي چي ډيري په پنډيتوب، جاروکشي،ګدايي ،دلاس سودا خرڅول او په ورکشاپونو کي په شاګردي لګياوو.

دڅارني او پلټني څانګي دريس جمهور دعفو فرما د ( 47) ګڼي فرمان په کميسيون کي ګډون کړي او په پاي کي (131) ته دښځو او ماشومانو په ګډون دبند څخه خلاص او (100) تنه دعفو دفرمان دمزاياو څخه په ګټه اخستو سره د حبس په معياد کي کموالي راغي

پدي موده کي دبشري حقونو خپلواک کميسيون دسيمه ايز دفتر لپاره (3) مسالي دخواشيني او انديښني وړ وي.

(1) دپاکستان، ددولت ملاتړو نړيوالو قوتونو او ددولت مخالفينو له خوا نه کنړ ولايت کي  په جګړو کي ددرنو وسلو استعمال چي ملکي خلکو، ښځو او ماشومانو دوژني او ټپي کيدو او غير اختياري ګډوالي موجب ګرځيدلي دي . سره ددي چي ځيني نړيوالو ادارو زمونږ دسيمه ايز دفتر سره په همغږي کي دبشري مرستو لړي پيل کړي  ولي دا ټولي مرستي دهغه وړ پيښ کړاو سره متناسب ندي .

(2) دځمکو دعصب او دځمکو پر سر لانجو کي دزور خاوندانو او قومونو راټاله کيدل ددولتي شتمنيو دلوټ تالان څيره خپله کړي او د عادي وګړو څخه يي دعدل او انصاف لاره ورکه کړيده  چي کله ناکله دا شخړي انساني ضايعاتو سبب ګرځي دځمکو او جايدادونو دحراست او داصلي مالکانو دخوانه په ملکيت کي دمالکانه تصرف حق د احقاق لپاره ديو معقول ميکانيزم او جديت  نه موجوديت د غو لانجو ته لاره هواره کړيده .

(3) دبيان آزادي دوسايلو ډيروالي سره سره ددي سيمي دوضعيت څخه په خپل وخت او کره معلوماتو تر لاسه کول ستونزمن شويدي. هغه منابع چي دا معلومات دخپلو ادارو دپاليسيو په چوکاټ بايد رسنيو ته وړاندي کړي، په دغه کار کي ناغيړي کوي او دقانوني مکلفيت په توګه دسخاوت څخه کارنه اخلي. درسنيو کارکوونکي په پټه او ښکاره ګواښل کيږي. زمونږ په اند که چيري په شايق مطبوعاتي مرکزباندي دڅو ځلي حملو ، همدا شان ژورنالستانو سره ددندي دترسره کولو پروخت تاوتريخوالي او فزيکي برخوردونو سره سم او قانوني غبرګون ښودل شوي وايي نو نن به مونږه  دبيان دآزادي په دودولو کي دښه پرمختګ خاوندان و.

درنو ښاغلو او آغلو!

داټولي لاسته راوړني به ناشوني واي  که چيري دنړيوالو ادارو NRC,IOM,UNICEF,UNHCR,UNAMA   دعدلي او قضايي ارګانونو ،دامنيه قومانداني ،ملي امنيت رياستونو ،استناف څارنواليو ، ښځو چارو رياستونو، اطلاعات او فرهنګ رياستونو، عامي روغتيا رياستونو ، دکاراوټولنيز چارو رياستونو،دکډوالو او راستنديدونکو رياستونو ،دښووني او روزني رياستونو،ولسوالانو ،دولسواليوامنيه قوماندانانو، قومي مشرانو ،دمدني ټولنو استازو، ديني علما و مرستي زمونږ سره نه وايي،همدا شان دمدافع وکيلانو ټولنو لکه ,ILFA,WAW قانون غوښتونکي او دحقوقي مرستو اداري څخه مننه او قدرداني کوو چي دبشري حقونو دقضاياو په څيړنه او پلټنه کي زمونږ سره مرسته کړي ده . دننګرهار ،لغمان ،کنړ او نورستان ولايت مقاماتو څخه په ځانګړي تو ګه مننه کوم چي زمونږ دقانوني کړنو (دبشر حقونو دوضعيت څخه څارنه ،ملاتړ او ښه والي )څخه يي ملاتړ کړيدي.