په نورستان ولايت کې يوي محلي راديو سره د بشري حقونو د موضوعاتو د ثبت او نشر قرارداد ترسره شو.
د بشري حقونو څخه د اګاهی په موخه د بشري حقونو خپلواک کميسيون سيمه ايز دفتر ښوونې څانګه په دی وروستيو کې نورستان ولايت ته سفر درلود، دغه څانګې د خپل پلان سره سم د سنبلی په 29 او 30 مه د ټولنې اصلاح او دښوونکو بنسټيزې دندې تر سرليک لاندې دوه ورځينی ورکشاپ د نورګرام ولسوالی د مکاتبو مديران او ښوونکو لپاره په لاره اچولی و. د دغه ورکشاپ په پايی کې د نورګرام ولسوالی مشرانو او فرهنګی شورا لخوا د افغانستان بشری حقونو خپلواک کميسيون ختيزو ولايتونو سيمه ايز دفتر مقام ته يو غوښتنليک وړاندي کړه، په دغه غوښتنليک کې تمه شوی چې د بشری حقونو خپلواک کميسيون سيمه ايز دفتر د اګاهی پروګرامونه د دغه محل، محلي راديو له لارې چې الينا نوميږی نشر ته وسپارل شي تر څو ددغې سيمې خلک د بشري حقونو وضعيت او مسايلو څخه اګاهی تر لاسه کړي. همدا وه چې د سيمه ايز دفتر مطبوعاتو او منابعو څانګې د سيمه ايز دفتر مسوول سره په مشوره د دغه راديو مسوول کميسيون سيمه ايز دفتر ته راوباله او د کميسيون د پاليسی مطابق يی ورسره يو قرار داد لاسليک کړ چې له امله يې الينا راديو مکلفه شوه چې په يوه مياشت کې به څلور راديويي برنامې نشر ته سپار ي او همدارنګه د سيمه ايز دفتر همکارانو سره به وخت پر وخت چې سيمې ته د کاري موخو په خاطر سفر کوي راديويی برنامی ثبت او نشر ته سپاري. د عريضی اصلی متن ددغه ګزارش سره مل دی.
په درنښت محيب الله صابری د ختيزو ولايتونو سيمه ايز دفتر مطبوعاتو او منابعو څانګې مسوول
|





