د کړکيچ د نړيوال ډلې (استیفان ج. سولارز) له خوا ډاکټرې سيماسمر ته د ورکړل شوې جايزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه
ګرانوهمكارانو، ډيرخوشحاله يم چي ستاسو په استازيتوب باندي آغلي ډاكتر سيما سمر د افغانستان د بشرحقونو خپلواك كميسيون مشري ، د افغانستان د بشرحقونوخپلواك كميسيون درنو غړو،كارمندانو، مراجعه كونكو ، د بشرحقونو فعالانو او د افغانستان مدني ټولنى ته سټيفان ج سولارز د جايزې د ګټلو په وياړ مباركي ووايم. پورته جايزه ډاكتر سيما سمرته د هغه ژمني او فعاليت په خاطر د نړيوال كړكيچ ډلي ICG له خوا وركړل شوى دى چي سولى، عدالت ،امنيت د بشرحقونو پراختيا او ملاټړ او په ځانګړى توګه د ښځو او ماشومانو حقونو ته ئې تر سره كړي دي . د نړيوال كړكيچ ډله يو نړيوال مهم سازمان دي چي د ۷۰ څخه په ډيرو هيوادونو كي د سولي ، عدالت او بشري حقونو په تامينولو كي فعاليت كوي . د سټفان ج سولارز جايزه هغه چاته وركول كيږي چي په ګړكيچ لرونكو ټولنو كي د سولي ،عدالت او بشري حقونو د تامينولو او پراختيا دپاره د جګړو په حل كي جدي هڅي وكړي . له دې مخكى هم د نړۍ په كچه باندي ځينو سياسي لارښوونكو او د بشرحقونو فغالانو دغه جايزه ترلاسه كړې ده ، سږ كال دغه برى او جايزه ګران هيواد او آغلي ډاكتر سيما سمر تر لاسه كړه . څرنګه چي موږ د افغانستان د بشر حقونو د لسمى كليزي په درشل كي يو ، نو د ډاكتر سيما سمر نه هيريدونكى خدمتونه د بشرحقونو په پراختيا او ملاتړ او د عدالت ، سولي او امنيت د پاره مبارزه د هيواد د مدني ټولنو او بشرى حقونو فعالينو د پاره لوى وياړ ګڼل كيږي . د ډاكتر سيما سمر له خوا د پورته جايزې ترلاسه كول په حقيقت كي د بشري او مدني حقونو او په هيواد كي د سولى او عدالت د ارزښتونو څخه ملاتړ دى چي تل ئي د هغه د پلي كيدو په لاره كي هڅي تر سره كړي دي . د افغانستان دبشرحقونو خپلواك كميسيون او د هغه مرستندويه څانګو د لس كلنو هڅو سره سره زموږ هيواد د بشرحقونو پراختيا په برخه كي د لويو ننګونو سره مخامخ دى . په هيواد كي پرله پسى جګړې نا امنۍ ، د قانون د حاكميت نه پلي كول ، د ټوليزى ادارى كمزوري ، ټوليز فساد او د قضائي او عدلى سيستم ناوړتيا د بشرحقونو د پراختيا په مخ كي خنډ دى . د ډاكتر سيما سمر له خوا د دې جايزې تر لاسه كول كولاى شي چي په هيواد كي د بشري حقونو فعالينو او مدني ارزښتونو دپاره هيله بخښونكى او انګيزه وركونكى وي تر څو زموږ په ټولنه كي د بشرى حقونو پراختيا ، ملاتړ او د عدالت او عادلانه سولي په تامينولوكي هڅونكى و اوسى . په هيواد كي د بشر حقونو او عدالت د پلي كيدو او پراختيا په هيله .
محمد موسا محمودى د كميسيون د اجرا ئيو چارو رئيس د۱۳۹۰ كال د مرغومى ۳ |





