مطبوعاتی اعلامیی

د انځورونو ګالری

هغه اوږد ځور چي د سحرګل په ستوني كي چيغه شول

 

څوارلس كلنه سحرګل چي د خپل ميرزي ورورمحمد  خان له خوا كوم چاته كوزده اواده كړې وه، د ميړه د كور په تشناب كي د شپږو مياشتو بند وروسته وژغورل شوه.

هغه څه چي رسنيو خپاره كړي دي وائي چي د سحرګل د خولې څخه هغه د خواښي، نندرور، ميړه،خسر او ليور له خوا څخه بې له كومي ګناه څخه  وهل ټكول شويده .

د دې خبرو په اوريدو سره (د روان كال د مرغومي پنځمه د سهار اته بجې ) د كندز د سيمه ييزي څانګي له خوا د قضيې د څيړلو په خاطر يو ټيم هلته وليږل شو ، او په لومړى سركي هغوى د ولايت روغتون ته ورغلل او د سحر ګل سره ئي په داسي حالت كي مركه وكړل چي په ډيره ځورونى حالت كي وه. د تره ميرمن ئې چي د هغي د امنيت او چوپړ دپاره په روغتون كي وه

وويل( د هغه د ميړه كورنۍ د دې څخه ناوړه او ناروا هيلي لرلې، څرنګه چي سحرګله  دې كار ته منفي ځواب وركاوه نو تر شكنجي لاندي ونيول شوه، د شكنجي په سبب د سحرګلي دواړه لاسونه مات شوې وه، د سر ويښتيان ئې شكول شوي وه ، او كيڼه پښه ئې د وهلوټكولو په سبب  دورانه څخه تكه شنه شوې وه ، د دواړو لاسونو نوكان ئې كښل شوي وه، باڼوګان او كيڼې سترګى پوټكى ئې په سره سيخ باندي سوځل شوي وه ،چي د هغه نښاني ئې پربدن باندي پاته  دى اوپه وجود كي ئې هيڅ داسي ځاي نشته چي د سحرګلى د روغتيا نمايندګي وكړي )

سحرګل چي د ژوند غوټۍ ئې په څوارلس كلنۍ كي مړاوي ښكاريدې ،د ډيرو دردونو څخه ئې ځګيروى كاوه او اوښكي ئې تويولي او كوكارى ئې وهلي . ما څه ګناه كړې وه چي په دې برخه ليك اخته كړل شوم ؟ ايا زه انسان نه يم، ايا زما اواز څوك اوري ؟ ايا دا كار ګناه وه چي بيګانه نارينه پرينږد م چي زما څخه ناوړه ګټى واخلي ؟ ايا څوك هم شته چي دې نامسلمانو جنايت كونكو ته جزا وركي ؟ هغې  وويل ( خداى ( ج) پوهيږي چي څومره نوري نجونى اوښځي د دې په برخليك اخته شوى دى .

 كله  چي په نومړي روغتونو كي د هغي څه درملنه وشو نو دا پريكړه وشوه چي د سحرګل په خوښه او د ښځو د مدافع څانګو د پرله پسي ټليفونونو سره سم  د  نورو ازموينو او ښه درملني دپاره د كابل يوه روغتون ته راوليږل شي .

د كندز سيمه ييزي څانګي د څارني ټيم  لومړى  د بغلان ولايت د امنيه قومانداني د جنائي آمر سره اړيكي ونيولې او د قضيې په اړه نور مالوماتونه وغوښتل ،هغوى وويل چي هغه وخت چي موږ د دې قضيې څخه خبر شوو سمدستي مو دوهمى حوزې ته  دنده  وركړه چي ژرترژره عمل وكړي، او دوى په بيړني توګه سحرګله د درملنى دپاره روغتونو ته وليږل، د دوهمي حوزي آمر چي  د غلام سخى او د هغه د ملګرو نيول پرغاړه  وه  وويل(  د ۱۳۹۰ كال د مرغومي په څلورمه د سحرګل ورور او تره د شكايت كولو دپاره راغلي وه، موږ د څو مشرانو په ملګرتيا د امان  كورته ننوتو، پسله پلټنو څخه مو د سحرګل د زيرزميني په تشناب كي چي قفل وه  پيدا كړه ، او هغه په ډيره ناوړه روغتيائې حالت كي وه، لومړى موهغه حوزې ته او بيامو  و روغتون ته وليږدول، د هغې خواښي اونندرور مو ونيول او جنا ئې آمر ته مو وسپارل .

د دوهمى حوزې آمر سمنوال فضل الرحمن وويل ، د څيړونو له مخي دا څرګنده شول چي دا يوه بد نومه كورنۍ وه  او غوښتل ئې چي د سحرګل څخه  ناروا ګټه واخلي  د هغه مالوماتونو له مخي چي د امنيي قوماندانۍ څخه په لاس راغلي دي،سحرګل تر دې د مخه هم وهل شوې ټكول شوې وه ،د ګاونډيانو د ټيلفونونو په وسيله جنائي پوليس سحرګل ، د هغې خسر او خواښې امنيې قوماندانى ته راوستلي  وې  خو د ګذر د وكيل په منځګړيتوب هغوى بيرته كورته واستول شول .

د جنائي آمر په دې هكله وويل  چي موږ د ښځو په هكله د تاوتريخوالى قضيې د ښځو چارو رياست ته ليږو، ممكن هغوي منځګړيتوب كړي وي .كله چي مو د ښځو د چارو د رئيسې سره خبري وكړې  هغوى ځان بې خبره واچاوه خو دې ويل : د ۱۳۹۰ كال د ليندۍ پر ۲۱  نيټه سحرګل او دهغي خسر او خواښى چي د لاري په تلو كي ئي د هغي سره مرسته كول زموږ رياست ته راوستل او وئې ويل چي دا زموږ مږور ده  د هغي ورځي راهيسي چي واده ئې كړي دي  ټول وجود ئې ټپي اوشين دى موږ دغومره توان درلودي چي هغه را واده كړو خو د ټپو د درملني دپاره ئې پيسي نلرو، نو مهرباني وكړي  او دا يو داسي روغتون ته وليږي چي وړيا درملنه ئې وكړي ، موږ ديو استعلام ۲۶ پاڼي په وسيله هغه د ۱۳۹۰ كال د ليندۍ پر ۲۱ باندي هغه يوه روغتون ته وليږل بيا نو نه يو خبر چي څه پيښ شوي دى ځكه موږ ته بيا څوك نه دي راغلي .

د بغلان ولايت د امنيې قومانداني مشر د تورونو كسانو د تعقيب په اړه وويل(  د قضيې په اړه دوه كسان نيول شوي دي او اوس اوس څيړنه روانه ده )  د سحرګل د ميړه د نيوني په هكله چي د ملي اردو سرتيرى دى ما ورنه  وپوښتل ، هغه وويل چي موثقه مالومات په دې اړه كي په لاس نلرو چي په كومه قطعه كي  اوچيرى سرتيرى دى ،خو هڅي رواني دي ، كله چي مو پته پيداكړه هغه نيسو، په همدې ډول د هغي د خسر په هكله ئې وويل موږ د ټولو هغو كسانو د نيولو په لټه كي يو چي د دغى نجلى په ځورونه كي ئې لاس لرلى دى او انشا الله د سيمى د خلګو په مرسته به هغوى پيداكړو اوبيا به ئى د عدالت منګولو ته سپارو .

كميسيون په جدي توګه دا قضيه تر څيړني لاندي نيولې ده او اوس هم د وزير اكبرخان په روغتونو كي د هغې په روغتيا باندي څارنه كوي او هره ورځ د اړونده چارواكو سره د ټيلفون له لاري اړيكي نيسي او د جنايت كونكو د نيولو تعقيب هم كوي .

د يادوني وړ ده چي د بغلان ولايت  امنيى قومانداني په تشكيل كي يوه څانګه ( د كورني تاوتريخوالى څانګه ) هم شته چي د دولتي څانګو د  نه هم ږغي او په دې څانګو  كي د مسلكي كسانو نشتون د دې سبب كيږي چي دا شان قضيې په دې څانګو كي ونه څيړل شي ، او جنائي آمريت د ښځو چارو رياست په مرسته دا ډول قضيې و اړونده څانګوته ليږي چي دا پخپله د امنيې قومانداني د ادارى اصل  نه رعايتول دي .

د يادوني وړ ده چي ووايو چي په دې وروستيو كي د ښځو په وړاندي تاوتريخوالى  چي د اسلام د پاك دين سره هم په توپير كي دي لكه په بدو كي وركول اويا په بدو كي منل  د ټولو ملي اونړيوالو قوانينو په وړاندي كړني دي ، په ځانګړي توګه د كندز، تخار او بغلان  ولايتونو كي دا پيښي ډيري شوي دي  هر ه ورځ زموږ د هيواد ماشومان اوښځي د تاوتريخوالى سره لاس په ګريوان دي او د هغوي انساني كرامت تر پښولاندى كيږي او د خپلو بشري حقونو څخه بې برخي كيږي

 

                                                                                          په د رناوي

                                                                              د كندز ولايت سيمه ييزه څانګه