دهلمند له ولايتي دفتر سره دقومي مشرانود مرستې او همغږی جلسه جوړه شوه
دهلمند ولايتی دفتر
د بشري حقونو د پياوړتيا په موخه دهلمند ولايت د لشګر ګاه ښارد قومونو او قبايلو درياست په خونه کې دروان کال دزمري د مياشتې په شلمه نيټه د قومونو ديوالي او پيوستون شورا غونډه جوړه شوه، غونډه د قر آن کريم دڅو آياتونوپه تلاوت پيل شوه، وروسته د ياد شوي رياست رئيس ښاغلى محمد قاسم خان د بشری حقونو د ارزښتونو په اړه برخه والوته وينا واوروله. ورپسې دهلمند د ولايتي دفتر رئيس محمد عثمان کريمي نوموړو قومي مشرانو په هلمند ولايت كې د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون د ولايتي دفتر له کار كوونكو وغوښتل چې دعامه پوهاوي له پاره دې د هلمند ولايت ټولو ولسواليو ته سفرونه تر سره کړي.
|





د بشري حقوقو تاريخچه، د افغانستان د بشر دحقوقو خپلواک کميسيون پيژندنه، د افغانستان د اساسی قانون د 58 مادې د حکم په اساس د کميسيون واکونه او دندې دغونډې برخه والو ته توضيح او روښانه كړې، په ځانګړی ډول د فغانستان نافذه قوانينو په اساس دښځو او ماشومانو حقونه او ددغو حقونو په پياوړتيا کې د قومي مشرانو پر نقش ډيرې خبري وشوې. ورپسې د قومي شورا له غړو څخه مولوي محمد الدين او حاجي اختر محمد په خپل وار سره په دې اړه خپلې ويناوې واورولې او د غونډې برخه والو د هلمند د ولايتی دفتر سره په چارو كې د هر اړخيزې مرستې ژمنه وكړه.