د كندهار سيمه ييز دفتر ولس ته د خپلوكړنو درې مياشتنى رپوټ وړاندې كړ
د كندهار سيمه ييز دفتر
دكندهار دبشر دحقوقو سيمه ييز دفتر د1390 ل كال په بهير كې د خپلو كړنو د دريو لومړنيو مياشتو كاري رپوټ په يوې غونډې كې ولس ته وړاندې كړ، چې په هغې كې دكندهار ولايت چارواكي، قضايي،عدلي،امنيتي اوپراتيفي ارګانونو، دښځو چارورياست، دازادي دسلب ځايونو، مدني ټولني فرهنګي ، علمي او ښونيزو بنسټونو،مدافع وكېلانو دټولني،په كندهاركې دملګرو ملتونو مرستندويه هيات (يوناما) ،يونيسف،U N H C Rددفترونو،دعلماوو داصلاحي ټولنې دمسوولان اواستازې حاضر وو، سر بيره په دې په غونډه كې يوشمير قومي مشران،بانفوذه شخصيتونه او د رسنيو استازي هم شامل وو. دغونډې په پيل كې دسيمه ييز دفتر مشر انجينر عبدالقادر نورزي برخه والو ته دښه راغلاست ترڅنګ دافغانستان دبشردحقوقو دخپلواك كميسيون دايجاد پراړتيا،څرنګوالي اودكميسيون پرتګلاري اوهدفونو هراړخيزي څرګندونې وكړي، وروسته يي دكميسيون دستراتيژيك پلان دپنځو موخو(مشرتوب،زده كړي،ځواكمني،ملاتړاوڅارني) په پام كې نيولو سره دكندهار دبشر دحقوقو دسيمه ييز دفتر دكړنو رپوټ وړاندي كړ، چې دغونډې دبرخه والو له تاوده هركلي سره مخ شو.
برخه والو دكميسيون دكار دلااغيزمنتيا لپاره پردې ټكې ټينګار وكړ چې دبشر دحقوقو خپلواك كميسيون دې دخلكو دبشري حقوقو دتعميم، پوهاوي اوخبرتيا په برخه كې خپلي هڅي لاډيري اوچټكې كړي اودغونډي برخه والو ژمنه وكړه چې دبشري حقوقو دمعيارونودتحقق اوتامين په برخه كې به دهيڅ ډول هڅې او همكارۍ ونه سپموي. دپلان مطابق دكندهار دبشر دحقوقودسيمه ييز دفتر كړنې په لاندې توګه بيان شوې. دكندهار دبشر دحقوقو سيمه ييز دفتر دڅلوركلن ستراتيژيك پلان دهدفونواودخپل يوكلن اكشن پلان په پام كې نيولو سره دشته ستونزو سره ،سره توانيدلي دى، چې په سويل لويديزه حوزه كې دبشر دحقوقو دوضعيت په هكله دملي اونړيوالوبنسټونو پاملرنه جلب كړي. چې په دي تړاو يي په كندهاركې ديوناما، يونسيار، يونسيف، پي.آر.ټي،دايساف ځواكونو دپوځي قوماندانانواونورو بهرنيوبنسټونو چې دبشر دحقوقو په تړاو كاركوي يولړ ناستي اوتماسونه نيول شوي دي دهغوى پاملرنه يي دبشري حقوقو وضعيت ته را اړولې اودبشري حقوقوپه اړوندمسايلو كې يې حقوقي مشوري وركړي دي. دخلكو، ښوونيزومركزونو، عدلي، قضايي، امنيتي،اوپراتيفي ارګانو، مدني ټولنې ،فرهنګي بنسټونوكې دبشري حقوقو داصولو، موازينو اومعيارونو د دوديدواوپوهاوي په موخه پرمركواو دسيمه ييز دفتردفعاليتونو دراپورتاژونوبرسيره په اوونۍ كې يوساعته دبشر دحقوقو ځانګړي خپرونه، په اوونۍ كې نيم ساعته دمعلوليت لرونكو كسانو دبيا ځواكمني تلويزيوني خپرونه،په سيستماتيكه توګه دكندهار راديو تلويزيون څخه خپريږي چې دبشر دحقوقو سيمه ييز دفتر ددوي ددوامداره همكاريو قدرداني كوي. دبشر دحقوقو (5197) ټوكه نشراتي توكي په وړيا توګه دروان كال په بهير كې دولتي اونادولتي ادارو اوبنسټونو اوپه انفرادي توګه خلكو ته ويشل شوي دي (3) وركشاپونه (45) توضيحي او مشورتي غونډي، دعدلي، قضايي، امنيتي ،اوپراتيفي،دښوونيزومركزونو،ديني علماو كرامو، مدني ټولني،فرهنګي بنسټونواويوشمير بهرنيو نهادونو سره جوړشوي. دبشر دحقوقو سيمه ييز دفتر دخپل كارداغيزمنتوب دزياتوالي په موخه دستراتيژيك پلان څخه په پيروي خپل پلانونه اوسرچېني تنظيم كړي اودخپلو كارمندانو دكاري وړتيا اوتخصص دكچې دلوړولو لپاره يي ښوونيزاوپراختيايي پلانونه ترلاس لاندي نيولي اودروان كال ددرو مياشتو په بهير كې ټولو كارمندانو په مركزكې دلنډ مهاله كورسونو،سمينارونو اوركشاپونوڅخه ګټه پورته كړي. دبشري حقوقو دسرغړونو (96) شكايتونه دبشري حقوقو څخه دنقض اوسرغړوني په تړاوددرو مياشتو په بهير كې ثبت اوراجستر سوي ،دبشري حقوقو په اړوند (17) قضيي اړونده ارګانوته راجع سوي اويوشمير كسانوته حقوقي مشوري وركړل سوي دي. دبشر دحقوقو سيمه ييز دفتر دبشري حقوقو دملاتړ(دادخواهي) په برخه كې(2) دملاتړ كميټي او اويوه مشورتي كميټه دنظر دخاوندانو څخه جوړه كړي دي چې دبشر دحقوقو دتامين په برخه كې همكاري وكړي.
دبشري حقوقو درعايت په برخه كې دنړيوالو اودولتي پوځي اوملكې ادارو اوبنسټونو سره دوامداره غونډي سوي اودنوموړو ادارواوبنسټونو څخه دخلكو دبشري حقوقو درعايت ،ملاتړ اودرناوي غوښتنه سوي . دمدني، سياسي ،اقتصادي،ټولنيزواوفرهنګي حقوقو څخه دخلكو په پراخه توګه دبرخه من كېدو په موخه دبشري حقوقو څخه څارنه سوي خصوصا دكندهار دزندان څخه (6) دملي امنيت دنظارتخاني څخه (6)، دامنيه قومانداني دنظارتخاني څخه (9) اودسرغړونكو ماشومانو داصلاح اوروزني دمركزڅخه (6) ځلي څارنه تر سره سوي اوپه دي اړوند دمسئولو چارواكو اوافراد سره مشورتي ناستي تر سره سوي دي. ددولت،په كندهار كې دميشتو پوځي ځواكونو اوددولت دمخالفينو له خوا دبشري حقوقو دنقض دمواردوپه ځانګړي توګه دملكې تلفاتوپه تړاو ددرو مياشتو په بهير كې (6) مطبوعاتي اعلاميي اوخبرتياوي دجګړي پرښكېلو غاړو دفشار راوړلواودخلكو دبشري حقوقو دملاتړ په موخه خپري سوي. دبشري حقوقو دوضعيت دښه والي په برخه كې دسيمه ييز دفتر دكړونو اغيز. په سويل لويديزه حوزه كې دشته ستونزو سره،سره دبشر دحقوقود سيمه ييز دفتر كړنو تر يوځايه مثبت اغيز درلودلي دي ، دنوموړي دفتر دهڅو په نتيجه كې په ټوليز ډول خلكو ته دخپلو بشري حقوقوپه هكله يومثبت ذهنيت پيدا سوي دي، اودخپلو حقوقو داعادي لپاره دبشر دحقوقو سيمه ييز دفتر اواړوندو ارګانو ته مراجعه كوي، دامنيتي ارګانو په ځانګړي توګه دپوليسو چال چلند دخلكو په وړاندي تريوځايه ښه سوي،په عدلي اوقضايي ارګانو كې دقضيو په څيړلو كې دپخوا په پرتله مثبت تغيرات تر سترګو كېږي،په محبس اونظارتخانو كې دبنديانو اوتوقيف سوو كسانو په وضعيت كې دپخوا په پرتله ښه والي راغلي ،دسرغړونكو ماشومانو داصلاح لپاره دروزني په مركزونو كې دښووني اوروزني زمينه چمتو سوي،په هغه ساحه كې چې ددولت ترپوره حاكميت لاندي ده پخواني شخصي زندانونه تړل سوي،كورني اونړيوالي اړونده اداري اوبنسټونه دپخوا په پرتله دبشري حقوقو په هكله دبشر دحقوقو مشورو ته تريوځايه درناوي لري،درسنيو دهمكاري كچه دبشر دحقوقو دسيمه ييز دفتر سره پياوړي سوي اودبشري حقوقو دوضعيت دښه والي په موخه دبشر دحقوقو اړوند مسايل دخپلو وسايلو دلاري دخلكو،دولت اونړيوالو پوري رسوي چې دادبشري حقوقو دتعميم ،ملاتړاودبشري حقوقو دوضعيت دښه والي په برخه كې يي ډير ښه مثبت اغيز شيندلي دي چې دبشر دحقوقو سيمه ئيز دفتردبشري حقوقو په برخه كې ددوي.همكاري ته دقدر په سترګه ګوري. د- دبشر دحقوقو دسيمه ئيز دفتر په وړاندي پرتي ستونزي: دافغانستان دبشر دحقوقو دخپلواك كميسيون په ځانګړي توګه دسويل لوديځي حوزي دبشر دحقوقودسيمه ييز دفتر په وړاندي لويه ستونزه نا امني اودجګړو دوام دي چې دژوند په ټولو برخو كې دخلكو بشري اوانساني حقوق په بي رحمانه توګه نقض كېږي،بي ګناه ملكې وګړي(ښځي، ماشومان،سپين ږيري اوځوانان) ژوند دلاسه وركوي ،ښوونځي ويجاريږي اوتړل كېږي،عامه تاسيسات ورانيږي ،دخلكو دبيوزلي كچه زياتيږي ، اوددي نا امنيو له كبله دبشر دحقوقو سيمه ييز دفتر دخپل كاري پوښښ په سيموپه ځانګړي توګه په لري پرتو ولسواليو كې په دي نه دي توانيدلي چې په پوره توګه دخلكو دبشري حقوقو دوضعيت څخه څارنه وكړي . بله لويه ستونزه په دولتي ادارو كې دمسلكې كسانوكمي ،دتشكېل كمبوداوپه ځينواداروكې د فساد شتون دي چې له يوپلوه دخلكو دبشري حقوق دنقض لامل كېږي اوله بله پلوه دولس اودولت ترمنځ دواټن لامل او دخلكو دباور كچه پردولت باندي كميږي . دزورواكانو اودبشر دحقوقو دناقضينوشتون بله ستونزه ده چې دخلكو دبشري حقوق دنقض،دخلكو اوعامه ملكېتونو دغصبيدو لامل دي ، په دولتي اداروپه ځانګړي توګه په عدلي،قضايي اوامنيتي ارګانو كې دزورواكانو دنفوذ له كبله ډيري كسان په جيل اونظارتخانو كې بي سر نوشته پراته دي اوقضيي يي په عدلي اوقضايي ادارو كې لاينحله پاته وي. دبشر دحقوقو دسيمه ئيز دفتر بله ستونزه په سويل لويديزه حوزه كې دبهرنيو ځواكونو توقيف ځايونو ته نه لاس رسي دي چې يوشمير افغانان دنادرستو اطلاعاتو پر اساس نيول سوي اوپه مياشتو اويا كلونو بي سرنوشته په همدي توقيف ځايونو كې پاتيږي. په نوموړي حوزه كې دخلكو دسواد زده كړي دكچې ټيټوالي دناوړه رواجونو اودودونو حاكميت،اوپه ځينو ساحوكې دحاكميت كمزوري هغه ستونزي دي چې دخلكو دانساني حقوقو دنقض لامل كېږي.
دستونزو دلري كولو په موخه وړانديزونه: ناامنيواوجګړوته دپاي ټكې ايښودلواودسراسري سولي دراوستلو په موخه داړونده ارګانو له خوادعملي تدابيرو نيول. په دولتي اداره كې دفساد له منځه وړل اوكار واهل كارته دوړتيا له مخي سپارل. دزورواكانو مهارول . دقانون دحاكميت تامينول. دخلكو دسواد زده كړي لپاره دلازمو تدابيرو نيول اودناوړه دودونودله مينځه وړلولپاره دپراخه تبليغاتي كمپاين په لاره اچول. په پوره باور سره ويلاي سو چې دپورته ستونزودلري كولو په صورت كې به دخلكو دبشري حقوقو په وضعيت كې دليدو وړښه والي راسي اودبشر دحقوقو دخپلواك كميسيون اوهمكارو بنسټونو فعاليتونه به لانورهم ډير اغيز من وي. په دي حوزه كې دبشر دحقوقو دسيمه ييز دفتر دهڅو سره،سره بيا هم دبشر دحقوقو وضعيت ډير دانديښني وړدي په دي برخه كې دافغانستان ددولت،نړيوالي ټولني ،دبشر دحقوقو دخپلواك كميسيون مدني ټولنواودبشر دحقوقو دنورو بنسټونو ډيرو هڅو ته اړتيا ليدل كېږي. |





