په روزګان كې د مدني ټولنې له پاره درې ورځنى وركشاپ پاى ته ورسيد د روزګان ولايتي دفتر
دمدني ټولنې د وړتياوو دلوړولو تر نامه لاندې درې ورځنی ورکشاپ د وږي دمياشتې له21 څخه تر 23 نيټې پورې دمدنې ټولنې د بنسټونو، سيمه ييزو شوراګانو، د ولايتي شورا او د سيمې د قومي مخورو په ګډون د روزګان په ولايتي دفتر کې جوړ شو.
غونده په دغه ولايت كې د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون د ولايتي رييس ډاکترعبدالغفار ستانکزي په پرانستونكي وينا پيل شوه، ښاغلي د قومي مشرانو له منځه حاجي عبدالظاهر د ناستو ګډونوالو په استازيتوب وينا وكړه او په دغه ولايت كې يې د بشري حقونو له پروګرامونو څخه كلك ملاتړ څرګند او د لازياتو همكاريو د كولو ټټر يې وډباوو. په روزګان ولايت كې د مدني ټولنې د شته بنسټونو په استازيتوب دځوانانو دټولنيز بنسټ مشر عزت الله لطيفي، په روزګان كې د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون له ولايتي دفتر څخه مننه وکړه، چې دغه ټولنه د دوی او ديوناما په ګډه همکارۍ رامنځته شوه. ښاغلي لطيفي له ټولو برخوالو څخه وغوښتل چې دمدني ټولنې د پرمختګ په برخه كې دې له دوى سره همكار او مرستندويه اوسي. ورپسې په اجنډا كې پر شاملو موضوعاتولكه ( دبشري حقونو د خپلواک کميسيون پيژندنه، واكونونه او مسووليتونه، په اساسي قانون کې د وګړو اساسي حقوق، داسلام له نظره بشري حقوق، دژوند حق، دښوونې او روزنې حق، دښځو سياسي حقوق، په کورنۍ کې دښځو پر وړاندې تاوتريخوالی، سوله، دشکنجې څخه دازادۍ حق، ډيموکراسۍ او مدني ټولنه ) تر بحث لاندې ونيول شول.
د ورکشاپ په پاى كې قومي مشر حاجي احمد شاه خان دارنګه ورکشاپونه ارزښتناکه وبلل زياته يې کړه چې (( اول موږ دا ورکشاپ نه وه ليدلی ډيموکراسي ته مو بله ما نا ورکوله، اوس ورباندې پوه شو)) نوموړي د روزګان د بشري حقونو له ولايتي دفتر څخه وغوښتل چې دورکشاپو جوړول نورهم زيات کړي، څو له دغو وركشاپونو څخه ديني عالمان او د سيمې نور خلك هم برخمن شي، د هغه په وينا کميسيون بايد يو راډيويي او تلويزوني دستګاه ځانته جوړ کړې، چې ليرې پرتو سيمو کې خلک له خپلو بشري حقونو څخه باخبره شي. د ګډونوالو په وينا عدالت او مساوات هغه وخت ښه راتلای شي چې خلک پوهاوى ترلاسه كړي. |





ستانكزي ګډونوالو ته د ورکشاپ دموخو او اهدافو د بيانولو ترڅنګ هغوى دې ته وهڅول چې دبشري حقونو د پياوړتيا، ودې او پلي كېدا په لار كې خپلې هلې ځلې لاپسې ګړندۍ کړي، نوموړي له خلکو څخه په ټينګه غوښتنه وكړه چې دبشري حقونو د فعالانو په توګه دې ددوى تر څنک ودريږي.
دغه موضوعات په دغه ولايت كې د كمېسيون د كاركوونكو ډاکتر عبد الغفار ستانکزی، محمد وارث فيضي، حاجي عبد الشکور روستايي او حاجی عبدالرشيد مجددي، لخوا ګډونوالو ته وړاندې او په اړه يې د ګډونوالو پوښتنو ته د ترينرانو له خوا ځوابونه وركول شول.