دښځو په وړاندي د تاوتريخوالي په له منځه وړلو کي دځايي شوراګانو ونډه د ګرديز سيمه ييز دفتر
دتلي د مياشتي په ۱۳-۱۲ مي نيټي دبشری حقونو خپلواک کميسيون دګرديز سيمه ييز دفتر دښووني او روزني څانګي په زيار دنوموړي دفتر دغونډو په تالار کي (دښځو په وړاندي دتاوتريخوالي په له منځه وړلو کي دشوراګانو ونډه) تر سر ليک لاندي دوه ورځنۍ روزنيز ورکشاپ پرانيستل شو ، په ياد ورکشاپ کي د احمد ابا ولسوالۍ د محلي او انکشافي شوراګانو دمشرانو او غړو سربيره دنوموړي ولسوالۍ سپين ږيرو، مخورو او ملکانو برخه اخيستي وه. ورکشاپ د قرآن کريم په څو مبارکو آيتونو پيل شو، ورپسي د دفتر سرپرست ريس ګډونوالو ته دښه راغلاست په ويلوسره د ورکشاپ د موضوع د اهميت په اړه خبري وکړي ، بيا د ورکشاپ روزونکو هر يو په خپل نوبت سره ټاکلي موضوع ګاني پر مخ يووړي. په ياد ورکشاپ کي دښځو پر حقونو باندي د اسلام له نظره او همدا ډول دملي او نړيوالو قوانينو له پلو ه بحث وشو چي د برخه والو دپام او ستايني وړ وګرځيد. همدا راز په ورکشاپ کي دښځو دحقونو بر سيره په يو لړ نورو اړوندو موضوع ګانو خبري وشوي چي د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون کي هغه تاوتريخوالی بلل شوی لکه: د واده په منظور يا بهانه دښځو پيرل او پلورل ، په بدو کي دښځو ورکول، دښځواجباري نکاح، دقانوني سن له بشپړيدو دمخه نکاح، وهل ټکول او داسي نور چي د ګډونوالو له اړخه په يادو موضوع ګانو تاوده بحثونه او نظرونه تبادله شول او په پای کي هغوي ژمنه وکړه، چی د ورکشاپ څخه تر لاسه شوي معلومات به په خپل ژوند کي عملي کوي او د نورو تر غوږو به يي هم رسوي او همدا شان په سيمه او منطقه کي به داسلام او قانون مخالف او مغاير دود او دستور ته دخپلو مرکو او جرګو له لاري د پاي ټکی ږدي. ياده دوي چي د ورته ورکشاپونو لړۍ د جنوب ختيځ زون په دري ولايتونو کي روانه ده چي تر اوسه تري د ټولني بيلا بيلي کتګوری برخمني شوي دي. |





