دهلمند د ولايتي دفتر اود ولايت د کارمندانو دهمغږۍ د کميټې غونډه جوړه شوه د هلمند سيمه ييزدفتر
دروان کال د تلې د مياشتې په پنځمه نيټه نوموړی نوبتی غونډه د هلمند ولايتي دفتر د غونډو په تالار کې جوړه شوه. غونډی ته دافغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون دهلمند د ولايتي دفتر رييس محمد عثمان کريمی د کميسيون له اړخه ددغه رنګ پروګرامونو، دبشری حقوقو په ارزښتونو، او په دې اړه د کميټې په موخو او د غړو مسووليتونو ته په اشارې دکميټې له غړو وغوښتل چې په خپلو چارو کې نه ستړي کيدونکي هلې ځلې تر سره کړی، چې دټولنې په ټولو اړخونو کې د بشري حقوقو په پياوړتيا سره د ټولنې وګړي وکولای شي د عدل ، امنيت او د نيکمرغۍ په فضا کې ژوند تر سره کړي. ورپسې په خپل وار هريو سيد محمد لعل، څارنوال اجمل، عبد الله بلوچ ، اغلې فاطمې عابدي او عبدالله خالقي د خپلو ويناوو په ترڅ کې خلکو ته د بشري خقوقو په هکله عامه پوهاوی، دعادلانه محاکمې په مزاياوو ، د محابسو د شرايطو په ښه کيدو او دکميټی دلاسته راوړنو په هکله هر اړخيزی خبرې وکړي او پريکړه يی وکړه چې دولتي مسوولينو ته به د ښو او دکوچنيانو دحقوقو د لاپيا وړتيا په هکله ځانګړې مشورې او وړانديزونه به وړاندی کوي .
|





