دكندهار سرحدي پوليسو لپاره دوه ورځنی روزنيز وركشاپ جوړ شو دکندهار سيمه ييزدفتر
په سويل لوديزې حوزې كې د افغانستان بشر دحقوقو دسيمه ييز دفتر دحقوقي تعليماتو دڅانګې دوږي دمياشتې په(۲۳او۲۴ ) نيټو دكندهار ولايت دسرحدي پوليسو دقومانداني د(۴۰) تنو افسرانو، ساتنمنانو اوسرتيرو لپاره دوه ورځنی روزنيز وركشاپ دنوموړي قومانداني د قرارګاه په مرسته جوړ شو. په سرکې دسرحدي لوا مرستيال ډګروال محمد اكرم اكرمي په خپلې پرانستونکې وينا کې د بشر دحقوقو دسيمه ييز دفتر څخه مننه وكړه، چې دبشري حقوقو د زده كړې اوپوهاوي په برخه کې دنوموړي لوا د منسوبينو په پوهاوي کې همكاري لري او په دې موخه يي دوركشاپونو لړۍ غزولي ده، نوموړي دسرحدي لوا منسوبين دبشري حقوقو د معيارونو په پام کې نيولو سره خپلو دندو اومسووليتونو ته متوجه كړل او يادونه يي وكړه چې دبشري حقوقو دزده كړې په برخه کې ددې ته ورته وركشاپونو څخه ښه ګټه پورته كړي اوپه عملي ډګرکې دبشري حقوقو معيارونه رعايت كړي. دوركشاپ دګډونوالوترپيژند ګلوی وروسته دبشر د حقوقو د سيمه ييز دفتر دحقوقي څانګې مسوول، حاجي معلم موسي خان دوركشاپ دموخو او د بشري حقوقو دمفهوم په اړه برخوالو ته هراړخيز معلومات وړاندې كړل، ورپسې د پلان سره سم په اجنډا کې شامل موضوعات ( د پوليسو قانون په ځانګړي ډول ددي قانون پنځمه اوپنځه ويشتمي مادي، ځورونه څه ته وايي اوپه ملي اونړيوالو قوانينو کې څه حكم لري، دجزايي اجراتو دقانون (۳۷) ماده، تورن يا مظنون كوم حقوق لري اوقانوني مدارك يي كوم دي، د قانون د احكامو په رڼا کې برائت الزمه څه مفهوم لري او د تورن يا مظنون دمدافع وکېل قانوني حق) ددوه ورځو دوركشاپ په بهير کې دآزاد بحث، تشريحي، سوال اوځواب او ډله ييز كار په بڼه د برخه والو په پراخ ګډون سره تر بحث لاندې ونيول شو او د موضوعاتو عمده ټکې د پروجكتور پر پرده وښودل شوه. دوركشاپ په اخره ورځ د ارزونې څخه جوته شوه، چې برخه والو د وركشاپ څخه د بشري حقوقو په برخه کې نوي شيان او ښه ذهنيت ترلاسه كړی، دسرحدي لوا مرستيال چې په وركشاپ کې يې تراخره ګډون درلود دداسې وركشاپونو جوړول ډير ګټور وبلل او د برخه والو په استازيتوب يي ژمنه وكړه، چې د دندو په بهير کې به دبشري حقوقو د ارزښتونو په كلكه رعايت كوي اوهم يي غوښتنه وكړه چې دا رنګه وركشاپونه دسرحدي لوا دمنسوبينو لپاره جوړ شي، چې دهغوی د بشري حقوقو دپوهاوي كچه لوړه شوي وي. په مقابل کې دبشرد حقوقو د سيمه ييز دفتر دحقوقي تعليماتو دڅانګې له خوا دهرډول همكارۍ ژمنه وشوه، همدارنګه دبشر د حقوقو يوشمير نشراتي توکې(دافغانستان اساسي قانون، دافغانستان دبشر د حقوقو د خپلواك كميسيون دتشکېل، دندو او واكونو قانون، د پوليسو لپاره رساله اومياشتنۍ مجلې) دوركشاپ پرګډونوالو باندې وويشل شول. |





