داسلام او ترهګرۍ تر سر ليک لاندي دکنفرانس
د ګرديز سيمه ييز دفتر
دافغانستان دعلمي او اسلامي څيړنيز کانون په نوښت او دبشري حقونو د خپلواک کميسيون دګرديز دسيمه ييز دفتر په مرسته او همکارۍ دلړم په ۸ نيټه د کميسيون د سيمه ييزدفتر دغونډو په خونه کې د "اسلام او تروريزم" تر سر ليک لاندې يو کنفرانس جوړ شو، چي دپکتيا د والي د مرستيال په ګډون ددغه ولايت دعلماوو دشورا غړو د ولايتي شورا وکيلانو، قومي مشرانو، سپين ږيرو او شاوخوا ۱۲۰تنو مخورو په کې برخه اخيستې وه. کنفرانس په خپل ټاکلي وخت دسهار ( 09:00 ) بجو پيل او له کابل نه د ياد شوی کانون راغلي پلاوي دکنفرانس په موخې او اهداف روښانه کړل. کنفرانس ته دپکتيا د والي د مرستيال له پرانيستونکي وينا وروسته، د بشري حقونو دخپلواک کميسيون دګرديز سيمه ييز دفتر سرپرست مشر وينا واوروله، چې تروريزم يې يوه ناوړه غير اسلامي او غير اخلاقي عمل وباله. له دې پسې دکنفرانس وينا والو هر يو په خپل وار سره برخه والو ته د موضوع په اړوند خپلي ويناوې وکړې چي دګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شوې. په پای کې د کنفرانس پيغام ولوستل شو او دغه غونډه هيواد ته دسولې او امن د راتلو په هيله او دوعا پاي ته ورسيد . دکنفرانس په پاي کې ټولو برخه والو ته دبشري حقونو دخپلواک کميسيون له خوا دغرمي د ډوډۍ تياری هم نيول شوی وو .
|





