دبشري حقوقو په تامين کې دمدني ټولني د رول تر سرليك لاندي دوه ورځني وركشاپ جوړ شو د کندهار سيمه ييز دفتر
په کندهار ولايت کې دفعالو مدني ټولنو ديوشمير استازو لپاره دبشري حقوقو دسويل لويديزې حوزي دسيمه ئيزدفتر دحقوقي تعليماتو دڅانګي له خوادروان 1390 ل كال دلړم(دمياشتي په (9-10) نيټو دنوموړي دفتر دغونډو په تالار کې دوه ورځني ښوونيز اوروزنيز وركشاپ جوړ شو. په سرکې دبشر دحقوقو دسيمه ئيز دفتر سرپرست ښاغلي شمس الدين تنوير دپرانستونکې وينا په ترڅ کې دوركشاپ برخه والو ته دښه راغلاست ترڅنګ دوركشاپ د موخو او په ټولنه کې دبشري حقوقو د دوديدو اوتامين په برخه کې دمدني ټولني پررول اوارزښت رڼا واچوله او د مدني ټولنو داستازو څخه يې غوښتنه وكړه چي دانسان دوستي داحساس په پام کې نيولو سره خپل دغه تاريخي رسالت هير نه كړي اوپه دي برخه کې نه ستړي کېدونکې دوامداره مبارزو ته دوام وركړي. دوركشاپ دګډونوالو ترپيژندګلوي وروسته په اجنډا کې مندرج موضوعات(دبشري حقوقو مفاهيم اومعيارونه، مدني ټولنه او په ټولنه کې دبشري حقوقو په دوديدو، تعميم اوتامين کې دهغه رول، دټولنو دجوړولو حق، اطلاعاتو ته دلاس رسي حق اوګټي يې، دبيان دازادي حق، په ټولنه کې داداري فساد ناوړه اغيز اودمخنيوي لارې چارې يې، دمدني ټولنو دفعاليتونو په وړاندي پرتي ستونزي اوخنډونه اودحل لاري چار يې)ددوه ورځني وركشاپ په بهير کې په تشريحي، ازاد بحث، سوال اوځواب اود ډله ييز كار په شكل دګډونوالو په فعاله ګډون سره دبشر دحقوقو دترينرانو له خومخ ته يووړل شواودموضوعاتو عمده ټکې دپروجګتور پر پرده وښودل شول اوهمدارنګه دبشر دحقوقو يوشمير نشراتي توکې پرګډونوالو باندي وويشل شوه. دوركشاپ برخه والو دداسي ښوونيزو وركشاپونو جوړول ډير ګټور وبلل اوغوښتنه يې وكړه چي دبشر دحقوقو سيمه ييز دفتر اوپه کندهار کې فعاله مدني ټولني دبشري حقوقو په برخه کې دخپلو فعاليتونو دهمغږۍ په موخه په دوامداره توګه همداسي ښوونيز وركشاپونه اوغونډي ولري، چې دهغوی فعاليتونه دبشري حقوقو دتعميم اوتامين په برخه کې ګټور تمام شي اوهم يې ژمنه وكړه چي دبشري حقوقو دتعميم اوتامين په برخه کې به دهيڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه كړي، دوركشاپ دارزوني څخه جوته شوه چي دداسي وركشاپونو جوړل ډير ګټور دي اوګډونوالو ورڅخه ډيره ښه استفاده كړي اوهغوي لانور هم هڅوي چې دبشري حقوقو دتامين به برخه کې دهغوی كار اغيز من شي.
گزارش دوم:
دکندهارښار د منځنۍ دورې دښوونكوله پاره دوه ورځني وركشاپ جوړ شو دکندهار سيمه ييز دفتر
دکندهار دبشر دحقوقو دسيمه ييز دفتردحقوقي تعليماتو له خوا دکندهاردښار دثانوي دوري د20 تنوښځينه اونارينه ښوونكولپاره د (ښوونكی اودبشري حقوقو قوانين) ترسرليك لاندې دوه ورځني ښوونيز او روزنيزوركشاپ دروان كال دلړم دمياشتي په درېيمه او څلورمه نيټه د ياد دفتر دغونډو په تالار کې جوړ شوز په پيل کې دحقوقي تعليماتو دڅانګي مسوول ښاغلي محمد موسی دوركشاپ ګډونوالو ته دوركشاپ دجوړيدو موخې او اهداف په ډاګه کړل او ددغه ورکشاپ دجوړيدو موخه يې دبشر دحقوقو دسيمه ييز دفتر او د ښوونيزو بنسټونو ترمنځ د اړيكو ټينګښت وبلل. نوموړي په خبره په ښوونيزو بنسټونوکې دبشري حقوقودمعيارونو له زده كړي اوتعميم سره به دواړو بنستونو هڅي همږغي اوراتلونکې نسل به په اسلامي، بشر دوستانه اوانساني احساس سره وروزل شي او په دي برخه کې دښوونكوارزښت وړ وباله. دوركشاپ دګډونوالو ترپيژندګلوي وروسته داجنډ ا له مخي (دبشري حقوقو مفهوم،دښووني اوروزني حق،په ملي اونړيوالو قوانينو کې دماشومانو حقوق، دټولنو دجوړولو حق، دتاوتريخوالي اوتبعيض مخنيوی، دشرايطو په پام کې نيولو سره دښوونې اوروزنې دكيفيت دكچي دلوړولو لارې چارې او دسوله ييزو مظاهرو حق ) ددوه ورځو وركشاپ په بهير کې دګډونوالو په فعالې برخې اخيستنې سره په تشريحي، سوال اوځواب، ازاد بحث او ډله ييز كار په بڼه تربحث لاندي ونيول شول. دموضوعاتو مهم ټکې دپروجګتور پر پرده وښودل شول. اوهم دبشر دحقوقويوشمير نشراتي توکې دبرخه والو په واك کې وركړل شول، دوركشاپ برخه والو دداسي ښونيزو وركشاپونو جوړول دبشري حقوقو د تعميم اوپوهاوي په برخه کې ډير ګټور وبلل اووړانديزيي وكړ چي دښوونيزو وركشاپونو دجوړيدو لړي دي نورو ښوونيزو بنسټونو ته هم وغځول شي. په دي تړاو دبشر دحقوقو دسيمه ييزدفتر دحقوقي تعليماتو له خوا دهراړخيزي همكاري ژمنه وشوه ، دغه شان د وركشاپ برخه والو ژمنه وكړه چي په خپلو اړونده ښوونځيوکې به دبشري حقوقو د تعميم اوپوهاوي په برخه کې دهيڅ ډول هڅو او هلو ځلو څخه ډډه ونه كړي، په پاي کې ددوه ورځني وركشاپ دكار ارزونه وشوه، دوركشاپ كار مثبت اوګټور وبلل شو، چې د برخه والو په وينا په دې وركشاپ کې دبشري حقوقو په تړاو ورته مثبت ذهنيت پيداشو.
گزارش 3:
د کندهار سيمه ييز دفتر ولس ته د خپلو ګړنو درې مياشتنی رپوټ وړاندي كړ د کندهار سيمه ييز دفتر
په کندهار کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون سيمه ييز دفتر دافغانستان دستراتيژيك پلان دهدفونو په پام کې نيولو سره په روان کال کې د خپلو کړنو د دويمي ربعي درې مياشتنی رپوټ وړاندې کړ. په دغه رپوټ کې چې دكارداغيزمنتيا، دسيمه ييز دفتر پر وړاندې پرتي ستونزي اودكار دلااغيزمنتيا لپاره وړانديزونه په رانغاړل شوې وو، دخلكو دخبرتيا په موخه دکندهار ولايت دمقام، ولايتي شورا، دعلماوو داصلاحي ټولني، عدلي، قضايي، امنيتي، اپراتيفي ارګانو، مدني ټولني، فرهنګي اوعلمي بنسټونو، دښځو چارو درياست، په کندهار کې دملګرو ملتونو مرستندويه پلاوی يوناما، په کندهارکې ديونسيف،UNHCR، سيب دچلدرن د دفترونو، ټولنيزو سازمانونو،ليكوالانو، غږيزو،انځوريزو اود چاپي رسنيو دخبريالانو اواستازو په ګډون ديوغونډي په لړکې وړاندي شو. په پيل کې دسيمه ييز دفتر مشر انجينر عبدالقادر نورزي دغونډي برخه والو ته درپوټ په تړاو لنډ معلومات وړاندې او د غونډې اهميت او موخه يې په ډاګه كړه . ورپسي ولس ته دسيمه ييز دفتر دكړنو رپوټ دمطبوعاتي چارو دمسوول له خوا برخوالو ته واورول شو. په رپوټ کې راغلي، چې دکندهار دبشر دحقوقو سيمه ييز دفتر دكاري پلان په پام کې نيولو سره د ټولو ستونزو سره - سره په دي توانيدلی دی، چې په نوموړي حوزه کې دبشري حقوقو دوضعيت دښه والي لپاره دملي اونړيوالو بنسټونو پاملرنه راجلب كړي اودهغوبهرنيو بنسټونوسره چې دبشري حقوقو په تړاو فعاليت كوي يولړ ناستي اوتماسونه ونيسي اودهغوي پاملرنه يي دبشري حقوقو دوضعيت دښه والي لپاره را اړولي ده اودبشري حقوقو په اړوند مسايلو کې يې حقوقي مشوري وركړل شوي دي. رپوټ کې زياتوي چې دخلكو، ښونيزو، علمي مركزونو، عدلي، قضايي، امنيتي، اپراتيفي ارګانونو، مدني ټولنې او فرهنګي بنسټونوکې دبشري حقوقو دمعيارونو، اصولو اوموازينو د دوديدو اوپوهاوي په موخه پرمركو او دسيمه ييز دفتر دفعاليتونو دراپورتاژونو برسيره په اوونۍ کې يوساعته دبشر دحقوقو ځانګړې راديويي خپرونه، په اوونۍ کې نيم ساعته دمعلوليت لرونكو دبيا ځواكمني تلويزيوني خپرونه په دوامداره توګه دکندهارراديو تلويزيون څخه خپريږي، دبشري حقوقو 3515 ټوكه نشراتي توکې په وړياتوګه دروان كال په دويمه ربع کې دولتي اونادولتي ادارو، بنسټونو اويا په انفرادي توګه ويشل شوي دي. د رپوټ په حواله، دبشر دحقوقو اته ښونيز وركشاپونه، 35د ملاتړيزې، تعقيبي، توضيحي اومشورتي غونډي، دعدلي، قضايي، امنيتي او اپراتيفي ارګانونو، ديني علماو كرامو ،مدني ټولني،فرهنګي اويوشمير بهرنيو بنسټونو سره جوړي شوې دي. چې په دغو ناستو او غونډو کې په ټوليز ډول 815 تنو نارينه وو اوښځينه وو دبشري حقوقو دپوهاوي په برخه کې دنوموړو وركشاپونو اوغونډو څخه ګټه پورته كړي ده. په رپوټ کې دې ته هم اشاره شوې وه چې سيمه ييز دفتر دخپل كارد اغيزمنتوب دزياتوالي په موخه ځانګړي سرچېنې تنظيم كړي دي اودخپلو كارمندانو دكاري وړتيا اوتخصص دكچې دلوړولو له پاره يي ښوونيز اوپراختيايي پلانونه ترلاس لاندي نيولي اودروان كال ددويمي ربع ددرو مياشتو په بهير کې يوشمير كارمندانو په مركز اوسيمه ييز دفترکې دلنډ مهاله كورسونو،سيمنارونو اووركشاپونو څخه ګټه پورته كړي ده. د کندهار د سيمه ييز دفتر له خوا په وړاندې شوې رپوټ کې ويل شوی دي چې يوازې ددويمي ربع په بهير کې يې دبشر دحقوقو په تړاو 47 شكايتونه ثبت اوراجستر کړي دي. چې له دې ډلې 25 شكايته دبشري حقوقو څخه د سرغړونو په توګه پيژندل شوې او اړونده مراجعو سره يې په اړه خبري کړې دي. همدارنګه دسيمه ييزي څارني 270مرکې تر سره شوي دي، سيمه ييز دفتر دبشر دحقوقو دملاتړدادخواهيپه برخه کې 2 دملاتړ كميټي اويوه مشورتي كميټه دنظردخاوندانو څخه جوړه كړي دي چې دبشر دحقوقو دتامين په برخه کې هراړخيزه همكاري لري، دبشري حقوقو درعايت په برخه کې دنړيوالو اودولتي پوځي ادارو اوبنسټونو سره په دوامداره توګه غونډي جوړې شوې او د نوموړو ادارو اوبنسټونو څخه دخلكو دبشري حقوقو درعايت، ملاتړ اودرناوي غوښتنه شوې، چې نسبتا ښي پايلي يي لرلي دي. دمدني، سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي حقوقو څخه دخلكو په پراخه توګه دبرخه من کېدو په موخه دازادي دسلب ځايونو، روغتونونو، كلينكونو، وړكتونونو او نورو محلاتوڅخه په تيرو درومياشتوکې116 ځله څارنه شوې. دښځو په وړاندې دتاوتريخوالي46 قضيي ثبت شوي چې له دي جملي څخه 3 قضيي محكمي ته راجع شوي،3 قضيي دبشر دحقوقو دسيمه ييز دفتر په منځګړيتوب حل وفصل شوي،6 قضيي دکندهار امنيه قومانداني ته راجع شوي، د10 قضيو دڅيړلو په موخه دمحكمي،څارنوالي اوعدلي پوليسو سره خبري اتري شوي د18 قضيو په هكله حقوقي مشوري وركړل شوي دي،دځان سوځوني 14 پيښي ثبت شوي،چې له دي جملي څخه 7 تنو ژوند دلاسه وړكړي ،2 تنه يي ددايمي معلوليت سره مخ شوي ،23 دځان وژني پيښي چې تارياك اونور کېمياوي اوزهري توکې دځان وژني په موخه استعمال كړي راجستر شوي دي، چې دقانوني اجراتو په موخه اړونده مراجعو ته محول شوي ،5 تنه ښځي تروراويا په غير مرموز شكل وژل شوي، دبده مرغه دښځو په وړاندي دتاو تريخوالي پيښي دروان كال دلومړي ربع په پرتله په دويمه ربع کې ډير والي ښيي . دسويل لويديزې حوزي دسيمه ييز دفتر له خوا ددولت، په کندهارکې دميشتو ايساف اوناټو دپوځي ځواكونو او د دولت دمخالفانو په وسيله دبشري حقوقو دنقض دمواردو په ځانګړي توګه دملکې تلفاتو په تړاو4 مطبوعاتي اعلاميي اوخبرتياوي دجګړي پرښکېلوغاړو دفشار راوړلو اودخلكو دبشري حقوقوڅخه دملاتړ په موخه خپري شوي دي. دشته ستونزو سره- سره دبشر دحقوقو دتعميم اودبشري حقوقودوضعيت دښه والي په برخه کې دسيمه ييز دفتر فعاليتونو تريوځايه مثبت اغيز درلودلي دي، دنوموړي دفتر دهڅو په نتيجه کې په ټوليز ډول خلكو ته دخپلو بشري حقوقو په هكله يومثبت ذهنيت پيدا شوي دي اودخپلو حقوقو داعادي لپاره دبشر دحقوقو سيمه ييز دفتر اواړونده ارګانوته مراجعه كوي، دامنيتي ارګانو په ځانګړي توګه دپوليسو چال چلن دخلكو په وړاندي تريوځايه ښه شوي دي، په عدلي اوقضايي ارګانو کې دقضيو په څيړلو کې دپخوا په پرتله مثبت تغيرات ترسترګو کېږي ،په محبس اونظارتخانو کې دبنديانو اوتوقيف شوو كسانو په وضعيت کې دپخوا په پرتله ښه والي راغل، دسرغړونكو ماشومانو داصلاح لپاره دروزني په مركزونوکې دښووني اوروزني زمينه چمتو شوي ده ، د ښووني په برخه کې تريوحده ښه والي راغلي اودخلكو علاقه مندي دښووني اوروزني سره ډيره شوي ده، په هغه ساحاتو کې چې ددولت ترپوره حاكميت لاندي دي پخواني شخصي زندانونه تړل شوي دي، كورني اوبهرني اړونده اداري اوبنسټونه دپخوا په پرتله دبشري حقوقو په هكله دبشر دحقوقو دسيمه ييز دفتر مشوروته تريوځاي درناوي لري، دمعلوليت لرونكو كسانو په وړاندي دخلكو اوټولني په منفي ذهنيت کې كمي ترسترګو کېږي ،په دولتي ادارواونادولتي بنسټونو کې دمعلوليت لرونكو سره چال چلند ښه شوي، دمعلوليت لرونكو كسانو دملي اونړيوالو قوانينو اواسلامي احكامو کې دانساني حقوقو دپوهاوي كچه لوړه شوي ده، په كليو اوولسواليو کې دمعلوليت لرونكو كسانو ژوند ته دقومي مشرانو پاملرنه زياته شوي ده چې ښه بيلګه يي دکندهار دسپين بولدك په ولسوالي کې دمعلوليت لرونكو كسانو دټولني دجوړيدو په موخه دمعلوليت لرونكو كسانو دراجستر اوثبت دبهير په لاره اچول دی، درسنيو دهمكاري كچه دبشر دحقوقو دسيمه ييز دفتر سره پياوړي شوي ده اودبشري حقوقو دوضعيت دښه والي په موخه دبشر دحقوقو اړوند مسايل دخپلو وسايلو دلاري دخلكو، دولت اونړيوالو پوري رسوي چې دبشر دحقوقو دتعميم، ملاتړاوښه والي په برخه کې يي ښه مثبت اغيز شيندلی دی اودبشر دحقوقو سيمه ييز دفتر دبشري حقوقو په برخه کې درسنيو همكاري ته دقدر په سترګه ګوري. دسويل لويديزې حوزي دبشر دحقوقو دسيمه ييز دفتر دفعاليتونو په وړاندي يولړ ننګوني اوستونزي شتون لري چې لويه ستونزه نا امني اودجګړو دوام دي چې دژوند په ټولو برخو کې دخلكو بشري اوانساني حقوق په بي رحمانه توګه ترپښو لاندي كړي، بي ګناه ملکې وګړي ښځي، ماشومان، ځوانان اوسپين ږيري ژوند دلاسه وركوي، ښوونځي ويجاړيږي، تړل کېږي، عامه تاسيسات ورانيږي، دخلكو دبيوزلي كچه لوړيږي اوددې نا امنيو له كبله دبشر دحقوقو سيمه ييز دفتر دخپل كاري پوښښ په سيمو په ځانګړي ډول په لري پرتو ولسواليو کې په دي نه دی توانيدلی چې په پوره توګه دخلكو دبشري حقوقو دوضعيت څخه څارنه وكړي،.بله لويه سوتونزه په دولتي ادارو په ځانګړي توګه په عدلي اوقضايي ادارو کې دمسلکې كسانو كمي، دتشکېل كمبود اوپه ځينو ادارو کې داداري فساد شتون دي، چې ددي لامل شوي چې دخلكو بشري حقوق نقض شي. دزورواكانو اودبشري حقوقو دناقضينو شتون بله ستونزه ده چې دخلكو دبشري حقوقو دنقض، دخلكو اوعامه ملکېتونو دغصبيدو لامل شوی اوپه دولتي ادارو کې دهغوي دنفوذ له كبله يي دمهاريدو لپاره كوم څه نه دي تر سره شوي. بله ستونزه دبهرنيو ځواكونو له خوا پخپل سر عمليات دي چې كله ناكله دخلكو كورونه په غير قانوني توګه تلاشي كوي اوپخپل سر نيوني كوي، دخلكو دځوروني، ازيت اودبشري حقوقو دسرغړاوي لامل کېږي اودبشري حقوقو سيمه ييز دفتر دبهرنيو ځواكونو توقيف ځايونو ته لاس رسي نلري، ترڅو دهغه افغانانو چې دنادرسته اطلاعاتو په اساس نيول شوي وي دهغوي څخه څارنه وكړي چې له همدي كبله هغوي دډيري مودي لپاره بي برخه ليكه دبهرنيانو په توقيف ځايونو کې پاتيږي.په نوموړي حوزه کې دبشري حقوقو په برخه کې دهڅو سره- سره بيا هم دبشري حقوقو وضعيت دانديښني وړ بلل شوي دی. همدارنګه دبشري حقوقو په وړاندي دپرتو ننګونو اوستونزو دلري كولو په موخه دبشر دحقوقو سيمه ييز دفتر په دي رپوټ کې وړانديز وكړ چې نا امنيواوجګړوته د پای وركولو، دسراسري تل پاتي عادلانه سولي دراوستلو، په دولتي ادارو کې دفساد دمخنيوي اودوړتياله مخي دكادرونو ځاي پرځاي كولو، دزورواكانو دمهارولو، دقانون دحاكميت دتامينولو، دبهرنيو ځواكونو دخپل سروعملياتو، نيونو اودخلكو دكورونو دغير قانوني تلاشيو دمخنيوي، دښووني اوروزني دبهير دچټكتيا، دښځو په وړاندي دهرډول تاوتريخوالي اودبشري حقوقو دنقض دمواردو دمخنيوي لپاره دي هڅي چټکې شي،چې په دي صورت کې په باور سره ويلاي شو چې دخلكو دبشري حقوقو په وضعيت کې به دليدو وړ ښه والي راغلي وي اوپه دي برخه کې دافغان دولت اونړيوالي ټولنې، مدني ټولنې اودبشري حقوقو دنورو بنسټونو دډير هڅو غوښتنه وكړه. رپوټ دغونډي دبرخه والو دتود هركلي اوتائيد وړ وګرځيدي اوژمنه يي وكړه چې هر يوبه پخپل كاري ساحه کې دبشري حقوقو دمعيارونو درعايت، درناوي اوحمايت په برخه کې به دهيڅ ډول هڅو څخه ډډه ونكړي اود خپلو كړنو دراپور داسي غونډي يي ګټوري وبللي اوهيله يي وښوده چې نوردولتي اونادولتي اداري اوبنسټونه هم ورته غونډي ولري، ترڅو دكارنيمګړتياوو اوستونزو ته پاملرنه وشي ،غونډه دبرخه والو له خوا مثبت وارزول شوه اوپه دعايې سره پاي ته ورسيده.
گزارش 4:
کندهار کې د نومبر20 دماشومانو ديوالي نړيواله ورځ ولمانځل شوه د کندهار سيمه ييز دفتر
دسويل لويديزې حوزي دبشر دحقونو دسيمه ييز دفتر له خوا د1390 ل كال دلړم دمياشتي په 29نيټه دماشوم نړيواله ورځ دمدني ټولني، فرهنګي اودبشري حقونو دبنسټونو، دپوهني رياست دځينو ښوونځيو زده كونكو اوديوشمير دولتي اونادولتي ادارو داستازو په برخې اخيستنې سره ونمانځل شوه. په پيل کې دبشر دحقونو دسيمه ييزدفتر سرپرست اودنوموړي دفتر دماشومانو دحقوقو د ودي او پراختيا دڅانګي مسئول شمس الدين تنوير د غونډې برخه والو ته دخپلي پرانستونکې وينا په بهير کې په هيواد په ځانګړي توګه دسويل لويديزې حوزې دماشومانو دحقونو دوضعيت په تړاو هراړخيزي څرګندوني وكړي داوږدو تپل شويو جګړو ددوام لكه كبله يي دهغوي وضعيت ناوړه اودانديښني وړ وباله اويادونه يي وكړه چي ددي حوزي ماشومان دهيواد دنورو ولايتونو په پرتله په ډير ناوړه حالت کې قرار لري. چې په وينا يې هغو د زده كړو، روغتيايي اونوروټولنيزو خدمتونو ته لكه څنګه چي ضرور ده لاس رسي نه لري. د هغه په خبره هغوی دسختي بيوزلي سره مخ دي، په شاقه كارونو بوخت دي، دمخدره توكوپه كرکېله، قاچاق اوحتا په جګړه ييزو فعاليتونو کې دهغوي څخه ناوړه ګټه پورته کېږي اودنورو داسي ورته ټولنيزو ستونزو سره مخ دي. ښاغلي تنوير زياته کړه چې دولت ته په کار ده چې نړيواله ټولنه، دماشومانو والدين، دخيرښيګنې او دبشري حقونو بنسټونه دخپل اسلامي، انساني اواخلاقي احساس له مخي دافغانستان په ځانګړي ډول دسويل لويديزې حوزي دماشومانو دي ناوړه حالت ته په كتو سره دهغوی د انساني حقونو دساتني، درناوی اوملاتړ په موخه ځانګړي تدابير اواقدامات تر لاس لاندې ونيسي . ورپسي دمراسمو يوشميرګډونوالو ددې تاريخي ورځي پراهميت اوپه سويل لويديزې حوزي کې دماشومانو دحقونو دوضعيت په تړاو ويناوي وكړي اوددولت، نړيوالي ټولني، دخيرښيګڼې اوبشري حقونو دبنسټونو اودماشومانو دوالدينو څخه يي غوښتنه وكړه چي دماشومانو دبشري حقونو دتامين په برخه کې جدي هلي ځلي وكړي. اوهمدارنګه ددي تاريخي ورځي په مناسبت دزايد داراليتام دزده كونكو له خوا دبشري حقوقوپه تړاويوترانه ولوستل شوه اوهم ددي تاريخي ورځي په مناسبت دبشر دحقوقو دسيمه ييز دفتر پيغام دنوموړي دفتردماشومانو دڅانګې دمرستيالې اغلي سليمي احد له خوا ولوستل شو، دمراسمو په پاي کې دنظر دخاوندانو اورسنيو په برخه اخيستني سره يوګردي ميز جوړ شو، ددې تاريخي ورځي اوپه سويل لويديزه حوزه کې دماشومانو د ستونزو دلري كولو په تړاودګردي ميز دبرخه والو له خواد دژورنالستانو پوښتنو ته ځوابونه وركړل شول. ديادولو وړ ده چي دماشومانو ديوالي دنړيوالي ورځي مراسم دتصويري، صوتي رسنيو اوچاپي مطبوعاتو له لاري پراخه انعكاس وموند اوهمدارنګه دبشر دحقونو يوشمير نشراتي توکې دمراسمو پرګډونوالو اوهم هغه سوغاتونه چي دبشر دحقونو دسيمه ييز دفتر له خوابرابر شوي و، دمراسمو پرګډونوالو ماشومانو باندي وويشل شول. |





