په سويل لويديزه حوزه کې سيمه ييز دفتر دبشردحقوقو نړيواله ورځ ونمانځله د کندهار سيمه ییز دفتر د ډسمبر لسمه دبشر دحقوقو نړيواله ورځ اوپه هيوادکې دبشري ضد جنايتونو اوجګړو دقربانيانو ملي ورځ ددولتي او نادولتي ادارو، بهرنيو اوكورنيو موسسو، مدني ټولنې، فرهنګي اوعلمي بنسټونو،ديني علماو كرامو، دجګړو دقربانيانوديوشمير ورثوو، د تصويري، صوتي اوچاپي رسنيو په شتون سره د لس ګونو نارينه وو اوښځو په برخه اخيستنې سره دبشر دحقوقو دخپلواك كميسيون دسويل لويديزې حوزې دسيمه ييز دفتر له خوا دنوموړي دفتر دغونډو په تالاركې ياد غونډه جوړه شوه . په سرکې دسويل لويديزې حوزې دبشري حقونو دسيمه ييز دفتر مشر انجينرعبدالقادر نورزي دبشر دحقونو دنړيوالي ورځي اوپه هيواد کې دبشري ضد جنايتونو، جګړو اوشخړو دقربانيانو دملي ورځي داهميت اوارزښت په تړاو اوپه سويل لويديزه حوزه کې دبشري حقونو د وضعيت اودبشري حقوقو دساتني، ملاتړ اوتعميم په برخه کې دافغانستان دبشردحقونودخپلواك كميسيون دسويل لويديزې حوزې دسيمه ييز دفتر پركړنو ړنا واچوله او د اړوند دولتي اونادولتي ادارو، دبشري حقوقو دبنسټونو اودرسنيو دكاركونكو څخه يې غوښتنه وكړه چي دخپل اخلاقي او وظيفوي مسئوليتونو په پام کې نيولو سره دبشري حقوقو دوضعيت دښه كولو اورعايتولو په برخه کې خپلي هڅي چټکې كړي. همدارنګه ښاغلي نورزي دبشري حقوقو څخه دتيريو اوسرغړونو دقربانيانو سره يي دعادلانه چال چلند غوښتنه وكړه اويادونه يي وكړه چي پرته له عدالت څخه سوله ناشونې ده. ورپسي دکندهار پوهنتون رئيس ډاكتر حضرت مير توتيا خيل، دکندهار دښځو چارو رئيسه اغلې رقيه اڅكزۍ د کندهار پوهنتون استاد ښاغلي حيات الله رفيقي دښكلوهنرونو دټولنې رئيس ښاغلي درخشان اودبشر دحقوقو دمعلوليت لرونكو كسانو دحقوقو د ودې اوپراختيا مسئول ښاغلي نالان صاحب زاده په وار سره دبشر دحقوقو دنړيوالي ورځې او د جګړو دقربانيانو دملي ورځي دياد غونډو دارزښت اوپه نوموړي حوزه کې دبشري حقوقو دوضعيت په تړاو ويناوي وكړي اوپه هيواد کې دبشري حقوقو پرتامين اودقربانيانو سره د عادلانه چال چلن په لارو چارو ټينګار وکړ.
|





