کندهار کې دمعلوليت لرونكو وګړو نړيواله ورځ ونمانځل شوه. د کندهار سيمه ييز دفتر
د ډسمبر درېيمه د معلوليت لرونكو وګړو نړيواله ورځ دافغانستان د بشر د حقونو دخپلواك كميسيون دسويل لويديزې حوزې دسيمه ييز دفتر دمعلوليت لرونكو كسانو دحقونو د ودې اوپراختيا دڅانګې په مټ د نوموړي دفتر دكنفرانسونو په تالارکې ديوشميردولتي اونادولتي ادارو، مدني ټولنې ،د معلو ليت لرونكو وګړو د استازو، انځوريزو، غږيزو اوچاپي رسنيو اوهغه بنسټونو په ګډون چي په دې برخه کې فعاليت لري په شانداره مراسمو سره ونمانځل شوه. په سرکې دسويل لويديزې حوزې دبشري حقونو دسيمه ييز دفتر رييس انجينر عبدالقادر نورزي دخپلې پرانستونکې وينا کې دغونډې برخه والو ته د ښه راغلاست اومبارکۍ ترڅنګ په هيواد په ځانګړې توګه په سويل لويديزه حوزه کې دمعلوليت لرونكو وګړو دبشري حقونو د څرنګوالي اود معلوليت لرونكو وګړو دحقونو دنړيوال كنوانسيون په تړاو معلومات وړاندي كړل او هغوي يي د ټولني د دې بيوزله قشر دانساني حقونو دتامين په برخه کې خپلواسلامي، انساني اواخلاقي مسئوليتونو ته متوجه كړل او يادونه يي وكړه چي په نړيواله كچه دمعلوليت لرونكو افرادو دنړيوالي ورځې دنمانځلوڅخه موخه داده چي دمسوولو ادارو اوبنسټونو چارواکې دي ته متوجه اواړباسي، چې د معلوليت لرونكو وګړو دبياځواكمنۍ اودهغوی د بشري حقونو د ټينګښت په موخه بيړني ضروري اقدامات تر سره كړي، چې دټولنې معلوليت لرونکي وګړي د ټولنې د نورو وګړو په څير له خپلو بشري حقونو څخه برخمن شي. وروسته دبشري حقونو دسيمه ييز دفتر د معلوليت لرونكو وګړو د حقونو د ودې او پراختيا دڅانګې مسوول ښاغلي نعمت الله نالان صاحب زاده ددغې تاريخي ورځي، دمعلوليت لرونكو دحقوقو دنړيوال كنوانسيون پرارزښت، دمعلوليت لرونكو داساسي ستونزو اودهغوی د بيا ځواكمنتيا پر لارو چارو څرګندونې وكړې اوبيا دغونډي برخه والو په وار سره دمعلوليت لرونكو وګړو د ستونزواو دهغه دلري كولو پر لارو چارو خپل نظر څرګند كړ. په پاي کې دغونډې برخه والو د انځورونو دهغه نندارتون څخه چي د کندهار دښكلو هنرونو دټولنې له خوا دمعلوليت لرونكو كسانو د حالت او دهغوی دځواكمنۍ په اړه د بشر دحقوقود سيمه ييز دفتردغونډو په تالار کې جوړ شوی و، ليدنه وكړه چي د برخه والو دخوښي وړ وګرځيدل . همدارنګه دبشر دحقونو دسيمه ييز دفتر له خوا اته تنو هغو انځور ګرانو ته چي دمعلوليت لرونكو دحقوقو دنړيوالې ورځې په مناسبت يي دمعلوليت لرونكو كسانو د حالت اوځواكمنتيا په هكله خپل انځورونه نندارې ته ايښي و، د بشر دحقوقو دسيمه ييز دفتر له خوا په ستاينليكونو سره ووياړل شول اوهم دبشر دحقونو يوشمير خپاره شوي توکي د غونډې پر برخه والو باندې وويشل شول. |





