مطبوعاتي خبرتيا
1390 کال در مرغومي 17 د 1390 کال د مرغومي په 13 (سه شنبه) د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې ځانمرګی بريد ترسره شو، چې پنځه کسان يی مړه او 13 نور يې ټپيان کړل، چې د وژل شوو کسانو څخه څلور کسه يې ماشومان او يو کس يې پوليس وو، او په تپيانو کې هم لس کسه يې ملکي کسان وه. طالبانو ددې بريد مسووليت په غاړه اخيستی دی. درې ورځې مخکې د 1390 کال د مرغومی په 16 (جمعه) د روزګان ولايت د مرکز ترينکوټ د تورې په سيمه کې د يوې چاودنې له امله يو ځوان او شپږ ماشومان مړه شول. دغه چاوديدونکې توکې د کثافاتو په يوې بستې کې ايښودل شوي و، هلته نږدې ماشومان په لوبو بوخت و، نو ځکه د چاودني قرباني شول. څلور نور ماشومان هم په دې پيښه کې ټپيان شول. دا څرګنده نه شوه، چې دغه چاودنه يوه تصادفی پيښه وه او که يو کس په قصدي ډول دغه ماشومان د چاودني هدف ګرځولي وو. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون خپله درنه خواخوږی د دغه زړه بوږنونکو پيښوله امله د شهيدانو د کورنيو سره شريکوي او د دوی د کورنيو لپاره لوی صبر او د ناروغانو د پاره ژرترژره روغتيا غواړي. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون د ملکې کسانو وژل او ټپي کول د اسلام د مقدس دين او د نړيوالو قوانينو پر ضد يوه کړنه ګني او دلانجې د دواړه لوريو څخه هيله کوي، چې د جګړو په وخت کې د ملکی کسانو ځان ساتني ته درناوی وکړي بيله دي چې د هغوی توکمی، ايديالوژيکې، رنګ، ژبه، او بله ځانګړنه په نظر کې ونيسي. که چېري پورته پيښوته نظر واچوو په دغه پيښه کی د وژل شوي ملکي کسانو شمير او په ځانګړی توګه د ماشومانو شمير ډير دی. د کندهار ښار ځان وژنوکی بريد چې د مرغومي په 13 تر سره شوی دا په قصدی توګه د نړيوالو قوانينو تر پښو لاندې کول دي او يا د نه قبليدونکی زيانونو رسول دي. د ترينکوټ بريد په څرګنده يوه بيلګه ده چې ملکی کسان ئې موخه ګرځولې وو او د وسلو څخه يې په ظالمانه توګه کار اخيستي دی. په هر صورت دا ډول کړنې د نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه او هغه دندې او مکلفيتونه هيرول دي چې په دې برخه کې شتون لري. نو ځکه د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون په دي هکله خپلی ژورې انديښنې څرګندوي او د افغانستان اسلامی جمهوري دولت څخه غوښتنه کوي چې د دغو پيښو په هکله خپل جدي هڅې ترسره کړي. دافغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون کابل
|





