مطبوعاتی اعلامیی

د انځورونو ګالری

په افغانستان كي د اقتصادي او ټولنيزو حقونو د وضعیت په اړوند مطبوعاتي خبرتيا

كابل،   د ۲۰۱۱  ميلادي كال د دسامبر ۱۰ تيټه

 

د افغانستان د بشرحقونو خپلواك كميسيون د اقتصادي او ټولنيزو حقونو په اړوند په افغانستان كي پنځم رپوټ خپروي. دارپوټ په تيرو دوكلونو كي د افغانستان د دولت پرمختګونه او خنډونه د ښاريانو د اقتصادي او ټولنيزو حقونو د تامينولو  په اړوند ارزولى دي او په هيواد كي د بشرى حقونو د پرمختګ او ملاتړ  په هكله ځانګړي وړانديزونه مطرح كوي .

 

 د افغانستان د بشرحقونو خپلواك كميسيون سيمه ييز څارنيز ټيمونه په ۲۷ ولايتونو كي څه دپاسه د ۱۶۰۰۰ كسانو سره مركى كړي دي چي د دې لاري هغه راټول شوي مالومات د دې رپوټ اصلى پانګه چوړوي همدارنګه په دې رپوټ كي ډير كيفي مالوماتونه د حكومت د نمايندګانو ،نړيوالو سازمانونو او د مدني ټولنو سره د پرله پسى مركو پر بنسټ  راټول شوي دي  خو كوښښ شوي دي چي ټولي مسئلى د دې درو ليد لور له پلوه تر بحث لاندي ونيسي

 د يادوني وړده  چي وزيانمنونكو ډلو  او هغه كسانو ته چي په ليرو اوكليوالي سيموكي ژوند كوي بايد  ځانګړى پاملرنه ورته وشي

 

 په دې رپوټ كي د څيړني معيار  پردو قانوني اوبنسټيز بنسټ  ، دافغانستان اساسي قانون اود اقفصادي ، ټولنيزو او فرهنګي نړيوال ميثاق دي  او افغانستان په ۱۳۸۳ ميلادي كال  د دې ميثاق سره يوځاى شوي دي  او د دې په څنګه كي نو ر شاحصونه لكه  دافغانستان دپاره د زريزى پراتيا موخى ( MDGS)  او د  ا فغانستان د ملي پراختيا اسټيرا ټيژي  ( ANDS)  په پام نيول شوي ده  .

 

 دافغانستان د بشرحقونو خپلواك كميسيون  مشرى  ډاكټر سيما سمر په دې اړوند وويل  دڅوتيرو كلونو په بهير كي د افغانستان د دولت ژمني او نړيوالو ډيرو مرستو د حجم  په پرتله اقتصادي اوټولنيزو حقونو د قناعت وړ ښه والى  او وده ئې نه ده كړي  حتا په ځينو برخو كي مخ پرټيټه تګ لوري لري.د افغانستان حكومت  مكلف دي چي د ملى اونړيوالو ژمنوسره سم په دې برخه كي كلك او ګټور ګامونه پورته كړي )

 

په افغانساتن كي د اقتصادي اوټولنيزو حقونو د وضعيت د پنځم رپوټ لنډيز :

 

  • دا رپوټ په ۱۳۸۹ لمريز كال كي په افغانستان كي اقتصادي او ټولنيزو حقونو وضعيت تر ارزونى لاندي نيسي . په دې څيړنه كي د افغانستان د دولت د ژمنو  او اجرااتو پرتله كول دي . د افغانستان د بشرحقونو خپلواك كميسيون مخكي له د ي څڅه څلور نور ربوتونه په افغانستان كي د اقتصادي اوټولنيزو حقونو د وضعيت په هكله جوړ او خپاره كړي ئې دي . چي دا دې  اوس خپل پنځم رپوټ خپروي .

 

  •  د دې رپوټ لومړنۍ موضوع كار دي : د كار او ټولنيزو ،شهيدانو او معلولينو چارو وزارت دهغه تخمينى شميرني پربنسټ د افغانستان د ټول نفوس د جملې څخه ۷ مليون كسان د كار د شرايطو لرونكي دي چي په سلو كي  ۵ ، ۳۴   د هغوى بيكاره دي خو په ۱۳۸۸ لمريز كال كي د افغانستان د بشرحقونو خپلواك كميسيون د سيمه ييز څارني د مالوماتو پربنسټ نږدي په سلو كي 43 بيكاره وه او په سلو كي 57  په كار بوخت وه چي ورځنۍ عايد ئې د ۵۰  افغانيو څخه كم وو .

 

  • د كاروحق ته د ښځو د لاسرسي د محروميت ډير والى : موندنى (  ملى سروې د زيا نونو او ګواښوونو ارزونه )  ښئې چي په سلو كي د ۴۷ په شا وخواكي ښځي په بازاركي په  فعاله  توګه په كار بوختى دي  په داسي حال كي چي دا نسبت   د نارينو دپاره په سلو كي د كار د شرايطو سره سم ۸۶ دى يانى دا كار په بازار كي د ښځو شتون د نارينو په پرتله په سلو كي ۳۴ كم دى . په سلو كي د ۲۰ په شاوخواكي د دولتي سكتور كاركونكى ښځى جوړوي . په ۲۰۰۶ ميلادي كال كي دا نسبت په سلو كي ۳ ، ۲۲  او په ۲۰۰۵ كال كي په سلو كي ۲، ۳۱ وو او د بلي خوا څخه د حكومت په ټولو بنسټيزو برخو كي د ښځو ګډون په انتخابى اويا انتصابى ډول په سلو كي تر ۳۰   پوري د ۲۰۲۰ كال  پوري د افغانستان د ملي پراختيا د استراتيژيكو د مهمو موخو څخه ګڼل كيږي  . خو د مخكنۍ  شميرنى پر بنسټ په دولتي سكتور كي د ښځو شتون مخ په نزولى ډول او كم ښئي .

 

  • په افغانستان كي د ۹ ، ۱ مليون په شا وخواكي د ۶ شپږ او اولس ۱۷ كلونو تر منځ  عمر لرونكي ماشومان كارګر دي  او دغه ماشومان په ۲۲ ډوله درانه كارونوكي  لكه  د سړك  پرمخ ، كښت  اوكر، ساختمانى كار ، د درانه بارونو ليږدول ، موټر پريمنځل ، ټغر اوبدل ، چوپانى   ....... كارونو باندي بوخت وو په سلو كي د ۵ ، ۹۲ په شاوخواكي  كارګر ماشومانن د ۱۲ څخه بيا تر ۱۷ كلونو په منځ كي عمر لرونكي په افغانستان كي په اوني كي ۴۲ ساعت كار كوي او ډير د هغوى د  نا مناسبو  حالتونو سر مخامخ دي    د افغانستان د بشر حقونو خپلواك كميسيون سيمه ييزو څارنكو  په سلو كي د ۷ ، ۴۲  ماشومانو سر ه  چي عمر ئي تر ۱۵ كلونو څخه لږوه مركي كړي دي    او په سلو كي ئي ۲۳ داسي  وويل  چي د ماشومانو كار كول د خپلو كورنيو لپاره  د عايدو ښه منبع ده

 

  • د افغانستان د دولت دنفوسود  رسمى شمير پر بنسټ په سلو كي د ۳۶ په شاوخواكي تر فقر لاني ژوند كوي  چي ۹مليون كسان كيږي . د افغانستان د بشرحقونو خپلواك كميسيون د سيمه ييزو څارني د مالوماتو پر بنسټ په ۱۳۸۸۸ لمريز كال په سلو كي ۳ ، ۶۳  مر كه كونكي  پوروړي وو او په ۱۳۸۹ كال كي دا نسبت د په سلو كي د ۵ ، ۵۹ په شا وخواكي وو .

 

  •  د ټولني يوه زيانمنونكي ډله د شهيدانو د پاته سونكو او لادركو كسانو د ه  چي تر اوسه پوري ۱۲۴۳۶۱ كسان د كار او ټولنيزو ،شهيدانو او معلولينو چارو وزارت كي سبت شوي دي خو د ا د شهيدانو هغه د قيقه شميرنه نه ښئي . نوموړې وزارت هغه مالومات  چي ئي كميسيون ته وركړى دى د دې هيواد ۵ ، ۶ مليون ماشومان د ګواښ سره مخامخ دي . چي د دې جملې څخه ۱۶۰۰ ماشومان يتيمان دي چي په ۷۰ روزنتونونو كي ژوند كوي  چي دا رقم يوازي هغه ماشومان ښئي چي  ثبت شوي دي  او همدارنګه د كونډو او بي سر پرستو ښځو په اړوند  د قيقه شميرنه  او مالومات نشته  . اوپه ۱۳۸۹ لمريز كال كي  د شهدانو  او لادركو قانون تصويب شوه  او هم دارنګه هغه  ښكاره او مالوم تبعيضونه چي مخكي د شهيدانو د مختلفو دور په منځ كي وه هغه حل شول .ولي د ې قانون هيڅ ډول  امتياز او حقونه و هغو كورنيوته چي د كور مشر او سرپرست ئې د چنګ په پيښوكي له منځ نه وي تلتي په پام كي نه دي نيولي .

 

  • د دې رپوټ بله موضوع وواده كول او كورنۍ جوړول دي : په ۱۳۸۸ كال كي  د واده كولو د حق د سرغړونو په اړوند د ټولو شكايتونو د جملې څخه په سلو كي ۲ ، ۱۳  د هغه ودونو په اړوند وه كوم چي تر ۱۵ كلونو ئي په كم سن كي واده كړي وو . همدارنګه په ۱۳۸۹ كال كي په ټوليزه توګه ۸۵۲   د سرغړوني شكايتونه  په كميسيون كي ثبت شوي دي   چي په سلوكي ۲ ، ۶  سر غړوني دواده كولو په اړوند دى او په سلو كي د ۱۰ په شاوخواكي د بشرىحقونو د سيمه ييزى څارني  سره مركه كونكو داسي ويلي دي چي زموږ د كورنيو هغه ماشومان  مخكي  له دي چي سن ئې و۱۶ كلني ته ورسيږي واده كوي  . د واد ه كولو لاملونه  دنجلۍ دكورنۍ پور دي ، قمار، فقر، خالي لاس ، بد او بدل  دي  د كميسون څارنيزي مركي  دا وضعيت  تر هغه څه چي مخكي وويل شول  د ګواښ سره مخامخ او خطر ناكه ښئي  په ۱۳۸۸ كال كي په ټوليزه توكه ۱۲۲ موارد او په ۱۳۸۹كال كي ۲۳۷ موارد په زور سره ودونه د افغانستان د بشرحقونو په خپلواك كميسيون  د اطلاعاتو په بانك كي ثبت شوي دي  همدارنګه په ۱۳۸۸ كال كي  د كميسيون د سيمه ييزو څارني د مالوماتو پر بنسټ ۳۱ موارد په بدو او بدل كي واده كولو په اړوند سرغړوني ښئي  چي د  ا شمير په ۱۳۸۹ كال كي و ۴۸ مواردو ته لوړ اوډير شوو.

 

  •  د دې رپوټ بله موضوع د استوګنځى او مالكيت حق دي : په ۱۳۸۸ كال كي په سلو كي ۶ ، ۶۹ مركه شوو او  په ۱۳۸۹ كال كي په سلو كي ۸ ، ۷۲ څڅه ډيرو مركه كونكو په ميراثي كور كي ژوند كا وه او پاته نور ئې د خپلوانو سره او يا په كرائي كورونو كي ژوند كاوه او ځيني نورو  ئي په هغه كورونو كي ژوند كاوه چي خپله  پيرودل ئي وي . د كورنو څخه شړل ، د ملكيت غصب او پر هغه باندي لانجه ( كور او مځكه )  اوس څه ناڅه لږ شوي  او كمى شوي دي  په ۱۳۸۹ كال كي په سلو كي ۰ ،۷ مركه شوو ويلي دي چي مځكه او كورنۍ په زور سر غصب شوي ده په داسي حال كي دار قم په ۱۳۸۸ كال كي په سلو كي ۵ ، ۵ او په ۱۳۸۷ كال كي ۸ ، ۷ رسيږي په ۱۳۸۸ كال كي په سلو كي ۱ ، ۵۹ مركه كونكو د اوبو په اړوند ستونزه درلو ده ، دارقم په ۱۳۸۹ كال كي په سلو كي ۶ ، ۶۲ لوړه شوه او د دي په څنګه كي ډيره غټه ستونزه د پاكو اوبو نشتون او هم د لارى اوږد واټن وه.

 

  •  ودولتي او خصوصى روغتيائي خدمتونوته نه لاسرسې  خلګ ئې د  د ستونزو سره مخامخ كړي دي .د درملو او وسايلو كموالى ، د لوړو زده كړو د كار كونكو كموالى، د ښځينه ډاكټرانو نشتون ، د روغتيائئ حدمتونو د قيمت لوړوالى  چي دا ټوله د خلګو د ستونزو د جملى څخه ګڼل كيږي  كومي موخي  چي د افغانساتن په  ملې اسټراټيژي كي په پام كي نيول شوي وي  په لاس را نه غللى  او د دې اسټراټيژي د موخو سره سم په ۱۳۸۹ كال كي په سلو كي ۹۰ خلك و روغتيل ئي خدمتونوت ته لاسرسى  پيدا كوي په داسى حال كي چي د عامه روغتيا وزارت  د خلګو لاسرسى وروغتيائي خدمتونوته په سلو كي ۶۰ رپوټ وركړي دي  . د ښځو ډاكټرانو او نرسانو كموالى پوه  بله ستونزه ده  چي  وروغتيا ئي  خدمتونو ته د خلګو د نه لاسرسى سبب ګرځى همدارنګه د عامه روغتيا وزارت د اطلاعاتو پر بڼسټ  ، ۱۱۸۳ نارينه ډاكټران او ۵۱۷ ښځينه ډاكټران په  روغتيائي مركزونو كي دندي سرته رسوي او همدارنګه د ۵۳۶۸ پرستارو د جملې څخه په روغتيائي دولتى مركزونو كي ( په سلو كي ۸۵ ) كسه د هغوى نارينه دي او ۸۰۵ كسه دهغوى ښځينه دي ( په سلو كي ۱۵ ) ښځينه دى  د ماوشومانو مړينه اوس هم يو لويه  ستونزه ده او په سلو كي د ۱ ، ۸ په شا وخواكي د بشرحقونو د كميسيون د سيمه ييز څارنى مركه كونكو د ۱۳۸۹ كال په اوږدو كي د ولادت په وخت كي يو ماشوم دلاسه وركړي دي  او همدارنګه په دغه كال كي ، په سلو كي ۸ ، ۴  مركه كونكو ويلي دي چي يوي مور دولادت په وخت كي ژوند دلاسه وركي  .

 

  • په تيرو څوكلونو كي  د ښووني وحق ته د خلګو لاسرسى په پريمانه توګه دي .  چي دادافغانستان د حكومت د لاس ته راوړني څخه شميرل كيږي  د ۲۰۰۱ كال څخه تر اوسه د هيواد په ښونځيو كي د زده كونكو شمير و ۹۰۰۰۰۰  كسه چي نږدي ۷ مليونوته رسيږي  او د ښونكو شمير اته برابره شوي دي   چي د هغو د جملې څخه په سلو كي ۳۰ د هغو ښځينه ښوونكى جوړوي . د دې لاس ته راوړلو سره سره اوس هم زموږ د ماشومانو نيمائي برخه چي د ښوونځي د شرايطو لرونكي دي ولي و ښوونځيو ته لاسرسى نلري او د ښووني د نعمت څخه محروم دي  تر دي ډير مهمه خولاداد ه چي تر اوسه پوري په ۲۰۰ ولسواليو كي په ثانوي دوره كي يوه ښځينه زده كونكى شتون نلري او د هيواد په ۲۵۰ ولسواليو كي حتا يوه ښځئنه ښوونكي نشته  او پر دي سربيره  وښوونيزو خدمتونو ته  اهميت ور نكړل شوو او پاملرنه ورته ونشوه .

 

  •  د ښووني وحق ته د ښځو لاسرسى د هلكانو په نسبت لږ دي په لومړنيو ښوونځيو كي د هلكانو او نجونو زده كونكو نسبت  داسي دي  دوه هلكان د يوي نجلۍ په برابر دى او په لوړ كچوكي د ا توپير ډير دي  د درو دريمو ماشومان چي  تر اوسه ښوونځي  ته نه ځي نحوني  جوړوي  په ۱۳۸۸كال  د كميسيون د څارني د مالوماتو پر بنسټ  په سلو كي د ۸ ، ۷۳ په شاوخواكي هلكان او په سلو كي ۲ ، ۶۵ نجوني په منظم ډول  ښوونځي ته ځي يو خلورم ( په سلو كي ۲۵ ) نجوني او په سلو كي ۱۶ هلكان نشي كولاى چي و ښوونځي ته ولاړشي  او نور پاته ماشومان ځيني وختونه ځي او ځيني وختونه د لاري د اوږد واټن ، ناامني ، كم سن كي واده كول  اوداسي نوري ستونزي دي چي دهغوي د تګ څخه مخنيوي كوي ، اوهمدارنګه نور عوامل لكه د ښوونيزو خدمتونو د كيفيت ټيټوالى ، د جامو ، كتابونو او د ښوونځيو د نورو وسايلو نه پوره كونه  ، ناوړه رواجونه ، د ښوونكو كموالى  په ځانګړي توګه د ښځينه ښوونكو كموالى د ي.

 

  • په افغانستان كي  د زده كړي دحق دبرخمن كيدو يو د هغو موضوعګانو له چملې څخه يوه  دانديښني وړ موضوع ده ، په لنډ وخت كي د ښوونځيو پريښودل د زده كونكو له خوا په ځانګړي ډول  نجوني ، او په لوړو ټولګيو كي د نجونو زده كونكو كموالى ډير يږي  . او په ۱۳۸۸ كال كي د پوهني دوزارت د مالوماتو پر بنسټ د ۹۶ زرو په شا وخواكي زده كونكي  د دولسمو ټولګيو څخه فارغه شول چي يوازي په سلو كي ۱۰ د هغوى نجوني زده كونكي  جوړوي  په داسي حال كي چي په ۱۳۸۷ كال كي  په سلو كي د ۲۶ په شا وخواكي نجوني زده كونكي فارغه شوي دي او په ۱۳۸۹ كال كي د نجونو زده كونكو د فارغانو شمير په سلو كي يوازي ۹ وو .

 

  • د دې رپوټ  په مختلفو برخوكي د جنستي نا برابريو دمسئلو په اړوند مالومات وركړل شوي دي . دا رپوټ ښئي چي ښځي  د ټولنيز ژوند په مختلفو برخو كي لكه ښوونه ، روغتيا ،  لاسرسى او پرمنابعو باندي كنترول ،  افتصادى فرصتونه ، عدلى ، سياسي ګډون د نابرابريو  سره او حتا د ډيرو تبعيضونو سره مخا مخ دى  په افغانستان كي د جنسيتي نا برابريو وضعيت چي يو د ډير وبدو وضعيتو څخه د نړي په كجه دي ، زموږ په هيواد كي د انديښني وړ موضوع د ښځو په وړاندي  د تاوتريخوال  ناوړه چلند دي په ځانګړي ډول  كورنى تاوتريخوالى دى چي ۱۳۸۸ كال په اوږدوكي د افغانستان د بشرحقونو  په خپلواك كميسيون كي د ۲۲۶۰ په شاوخواكي د تاوتريخوالى موارد  ثبت شوي دي  ، په ۱۳۸۸ كال كي ۹۰۹ مورد وهل ټكول ،۶۲ مورد وژل ،۱۳۷ مورد  د نفقى نه وركول ، ۳۱ مورد د كور څخه شړل ، ۵۱ مورد جنسي تيري ، ۱۱۹ مورد ځان سوځل ،او ۲۹۱ مورد د جنين سقط  په كميسيون كي ثبت شوي دي خو د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالى شمير په ۱۳۸۸ كال كي ۲۷۶۵ مورد ته رسيږي پورته شمير ښئي چي په ۱۳۸۹ كال كي په ډليزه توګه ، ۱۲۷ مورد  سقط جنين ، ۵۳۸ مورد وهل ټكول ، ۱۰ مورد د تداوي څڅه مخنيوي ، ۴۶ مورد د خپلوانو د كورنيو دليدو كاتو څخه مخنيوي ، ۲۷۶ مورد د خوړو څڅه مخنيوي او نه وركول ، ۳۹ مورد جنسي تيري همدارنګه ۱۴۴ مورد د ځان سوځل ثبت اوراټول شوي دي .

 

  • په هيواد كي يوه زيانمنونكي ډله ، معلوليت لرونكي كسان دي  او د ۸۰۰۰۰ كسانو  په شاوخواكى  په افغانستان كي ژوند كوي چي دا ټوليزه  په سلو كي ۷ ، ۲  د افغانستان د ټول نفوس جوړوي  ، دامعلولين په مختلفو برخو كي د محروميتونو سره مخامخ دي ،  د بيلګي په توګه  په دولتي كار كونكو په سلو كي يوكس معلول  په تشكيل كي لري  او همدارنګه په سلو كي  ۷۵  معلول ماشومان وښووني اوروزني ته لاسرسى نلري  د حقونو او امتيازونو قانون نيمګړي او  تبعيض لرونكى دى ځكه  حسى ، روانى ، دماغى ، دطبعي ، او ترافيكىپيښو دمعلولينو څخه ئي يادونه نه ده كړي او دهغو د خقونو ځاي  نه د ى مشخص شوي .

 

  • پناه غوښتونكي ، راستانه كيدونكى او كورنى بيځايه شوو د دې رپوټ بله موضوع ده ، د ۵ مليون مهاجرانو څخه ډيرو په ورستيو كلونو كي وخپل هيواد ته راستانه شول او دهغي شميرنى پر بنسټ اوس هم ۵ مليون مهاجران په بهر كي اوسيږي  همدارنكه په پاكستان ،ايران او يونان كي مهاجران د ډيرو ستونزو سره مخامخ دي او وښووني ،روغتيا ، او حقوقي ملاتړ ته لاسرسى نلري ، د سړك او جادو پرمخ د پوليسو له خوا نيول كيږي اوبيرته وخپل هيواد ته راشړل كيږي ، د كميسيون د شميرنى پر بنسټ په ۱۳۸۸ – ۱۳۸۹  دو كلو نو كي په سلو كي تر ۱۵ ډير مهاجران بيرته وخپل هيواد ته راغلل ، خو د نا امنى ، بي كارى ، فساد ، وچكالى ، دكور نشتون ، د ښووني او روغتيا خدمتونو نشتون دا هغه سببونه  دي  چي بيرته و بهرنيو هيوادونو ته د مهاجرانو  د تګ بهير ګړندي شوو او د دې په څنګه كي  د هيواد په دننه كي هم  د سلو زرو په شا وخواكي هيوادوال بيځايه شول  لكه د غزنى په ولايت كي د ناهور په ولسوالي كي او د ميدان و ردګو په ولايت كي د بهسودو په ولسوالي كي چي دا بيځاي كول د كوچيانو د بريدونو له كبله  بيځايه شول .

 

  • د دې رپوټ بله موضوع د مرستو ګټور توب اوموثريت دى  ، د ۱۳۸۱كال څخه تر اوسه پورى څه د پاسه ۷ مليارد امريكائي ډالر بهرنى مرستى تر لاسه كړي دي او نږدي په سلو كي ۲۰  د دولت د بودجي د لاري لګيدلي دي  او پاته نور ئې د مرستندويه هيوادونو او بڼسټونو له خوا لګيدلي دي  ، دغه مقدار، ټوله پرمختيا ئي بودحه په اوسط ډول په سلو كي ۵۲  د دولت عادى بودجه تمويل كړي ده  ، هر څونه چي  د افغانساتن دولت په  ځينو برخو كي لكه  د پوهني كميت ، روغتيائي خدمتونه ، د سړكانو بياودانول ، د چمهوري رياست او پارلمان د ټاكنو پرانستل   لاسته راوړني در لودلى دي خو دا لاسته راوړني د هغو مرستو په پرتله او دخلګو د هغو ډيرو هيلو  له كبله چي درلودلى كافى نه دي او دبله پلوه د ډير ټيټ كيفيت لرونكي دى او د دې په څنګه كي د چمهوري رياست او پارلمانى ټاكنو كي تقلب ادار فساد  ، د نامنيو پراخيدل ، د مخدره توكو كښت او قاچاق د ا هغه څه دي  چي د افغانستان دولت  د بهرنيو مرستو څخه په ښه توګه ګټوره او موثر گټه تر لاسه نكړل  ، د نړيوال روڼ سازمان د رپوټ پر بنسټ افغانستان په نړي كي يو ه د هغو  ډيرو فاسد وهيوادونو  له ډلى څخه د ي او د ملګرو ملتونو د رپوټ پر ڼبنسټ  د مخدره توكو د كښت او قاچاق په سلو كي ۶۱ زيتوالى راغلى دي   او همدارنګه و عدلى او قضائي ارګانو ته د خلكو لاسرسى محدوده شوي ده  د افغانستان د بشرحقونو خپلواك كميسيون د اطلاعاتو بانك د ادارىقضيى د مالوماتو پر بنسټ په ۱۳۸۸ كال كي كپه سلو كي د۲۰ په شا وخواكي وقضيوته  لاسرسى نه درلودى او په ۱۳۸۹ كال كي دا نسبت په سلو كي  و۵۶ ته رسيږي  يانى د خلګو لاسرسى و حق ته په سلو كي د ۲۸۰ په شا وخواكي كموالى ښئي .