مطبوعاتی خبرتیا:د کندهار ښار په لومړی ناحیه کي ځانمرګی برید ترسره شو چی پنځه کسان یی مړه او ۱۳ نور یې ټپیان کړل،
مطبوعاتی خبرتیا ۱۳۹۰ کال در مرغومي ۱۷ د ۱۳۹۰ کال د مرغومي په ۱۳ (سه شنبه) د کندهار ښار په لومړی ناحیه کي ځانمرګی برید ترسره شو چی پنځه کسان یی مړه او ۱۳ نور یې ټپیان کړل، چی د وژل شوو کسانو څخه څلور کسه یې ماشومان او یو کس یې پولیس وو، او په تپیانو کي هم لس کسه یې مللکی کسان وه. طالبانو ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. دری ورځی مخکي د ۱۳۹۰ کال د مرغومی په ۱۶ (جمعه) د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ د توری په سیمه کي د یوې چاودنی له امله یو ځوان او شپږ ماشومان مړه شول. دغه چاودیدونکي توکي په یوې چټل داني که ځای پرځای شوې وه. ځرنګه چی ماشومان هغه سیمي ته نژدې په لوبو بوخت وه نو ځکه د چا ودني قربانی شول. څلور نور ماشومان هم په دې پیښه کی ټپیان شول. دا څرګنده نه شول چی دغه چاودنه یوه تصادفی پیښه وه او که یو کس په قصدي ډول دغه ماشومان د چاودني هدف ګرځولی وه. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون خپله درنه خواخوږی د دغه زړه بوږنونکی پیښی په سبب د شهیدانو د کورنیو سره شریکوي او د دوی کورنیو دپاره لوی صبر او د ناروغانو د پاره ژرترژره روغتیا غواړي. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د ملکي کسانو وژل او ټپي کول د اسلام د مقدس دین او د نړیوالو قوانینو پر ضد یوه کړنه ګني او دلانجی د دواړه پلو څخه هیله کوي چي د جګړو په وخت کي د ملکی کسانو ځان ساتني ته درناوی وکړي بیله دي چي د هغوی توکمی، ایدیالوژیکي، رنګ، ژبه، او بله ځانګړنه په نظر کی ونیسی. که چیري پورته پیښوته نظر واچوو په دغه پیښه کی د وژل شوی ملکی کسانو شمیر او په ځانګړی توګه د ماشومانون شمیر ډیر دی. د کندهار ښار ځان وژنوکی برید چی د مرغومي په ۱۳ تر سره شوه دا په قصدی توګه د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندی کول دی او یا د نه قبلیدونکی زیانونو رسول دي. د ترینکوټ برید په څرګنده یوه بیلګه ده چی ملکی کسان ئې موخه ګرځولې وه او د وسلو څخه ئې په ظالمانه توګه کار اخیستي دي. په هر صورت دا ډول کړني د نړیوالو قوانینو څخه سرغړوني او هغه دندی او مکلفیتونه هیرول دی چه په دې برخه کي شتون لري. نو ځکه د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون په دي هکله خپلی ژوری اندیښنې څرګندوي او د افغانستان اسلامی جمهوري دولت څخه غوښتنه کوي چي د دغه پیښو په هکله خپل جدی هڅي ترسره کړي.
د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمیسیون پولی سرخ دریمه کارته – کابل- افغانستان ټیلفون : 020 2500676 فکس : 020 2500677 بریښنا ئې پته: aihrc@aihrc.org.af سايټ : www.aihrc.org.af
|






