مطبوعاتی اعلامیی

د انځورونو ګالری

مطبوعاتي خبرتيا د مړو جسدونو ته د بې حرمتي او سپكاوى كولو په هكله

 د مړو جسدونو ته د بې حرمتي او سپكاوى كولو په هكله د افغانستان د بشر حقونو خپلواك كميسيون د غندني خبرتيا

 

د افغانستان د بشرحقونو خپلواك كميسيون په جګړه كي د وژل شوو كسانو د جسدونو سره د امريكائي سرتيرو د سپكاوى څخه ډكي كړني په كلكه باندي غند ي او د دې غوښتونكې دي چي  د داسي كړونو څيړنه دې وشي او د بې حرمتيو په وړاندي دې  كلك  ودريږي .

هغه خپاره شوى انځورونه چي د وژل شوو كسانو   په وړاندي د امريكائي سرتيرو سپكاوى او توهيني كړنى څرګندوي  ، چي د ټولو انساني حقونو ، بشرى ارزښتونو او د نړيوالو بشر دوستانه حقونو معيارونو پر خلاف عمل دى . د نړيوال بشر دوستانه حقونو د معيار سره سم د جګړې ټولي خواوي مكلفيت لري چي انساني كرامت  په  پام  كي  ونيسي او د هرډول بې حرمتي څخه ډډه وكړي .

 د افغانستان د بشر حقونو خپلواك كميسيون تل ئې د هغه كړنو غندنه كړې ده كوم چې د بشرحقونو او د بشردوستانه نړيوال حقونو موازينو ئې  په افغانستان كي تر پښو لاندي كړي دي، او د هغه  د تكرار په هكله ئې ګواښ كړيدي .

د افغانستان د بشر حقونو خپلواك كميسيون يوځل بيا پر دې ټينګار كوي چي په جګړوكي اخته خواوي هغه مكلفيتونو ته  غاړه كښيږدي  كوم  چي د جګړې په هكله منل شوي دي اود  انساني او بشر دوستانه نړيوالو حقونو معيارونه   په پام كي ونيسي ، موږ دا ډول د سپكاوى څخه  ډكې  كړنې په كلكه غندو او د دې كار سرته رسونكو ته محكمه او سخته سزا غواړو .

 

 

                                               د افغانستان د بشرحقونو خپلواك كميسيون

                                              كابل  ۲۳ / ۱۰ / ۱۳۹۰