مطبوعاتی اعلامیی

د انځورونو ګالری

مطبوعاتي خبرتيا د افغانستان و دولت ته د پروان د زندان د سپارلو په اړوند د واشنگټن پست د مقالى په هكله

 

 

د افغانستان و دولت ته د پروان د زندان د سپارلو په اړوند د واشنگټن پست د مقالى په هكله د افغانستان د بشر حقونو خپلواك كميسيون خبرتيا

 د واشنګټن پست ورځپاڼې د جنورى په ۱۳نيټه  د جمعي ورځى په ورځپاڼي كي يوه مقاله  د دې كميسيون د چارواوكو له خولي ، وينا  خپره كړى د ه چي په هغه كي  د افغانستان د بشرحقونو خپلواك كميسيون د موضوع  په اړوند په  ناسمه توګه او  پرته  له زميني خپره  او انعكاس ور كړىدى . په دې مقاله كي د اصلي زمينو او اجندا  څخه بهرد کمیسیون دچارواکوله خوا يادونه او نقل قول شوې دي او په خپل انتخابي ډول  ئې د كميسيون د چارواكو وينا  راوړى ده خو دا  د افغانستان د بشر حقونو خپلواك كميسيون  د لوري د منلو  وړ نه ده.

 د افغانستان د بشرحقونو خپلواك كميسيون خپل  رسمي دريځ د رسنيو او مركو په وسيله په ليكلي اولنډه تو ګه د پروان د زندان د سپارولو د مسؤليت  په اړوند په ۱۳۱۶ شميره( د ۱۳۹۰ كال د مرغومي په ۲۱ نيټه  چي د ۲۰۱۲ ز كال د جنورى د ۱۱ نيټي سره سمون لري) د هشت صبح په ورځپاڼه كي  خپور كړى دى.

كميسيون د افغانستان و دولت ته د پروان د زندان  د مسؤليت د ليږد د بهير هر كلى كوي ،  خو  د دې په څنګه د دولت څخه  په دريو برخو كي غوښتنه كوي ، د قوانينو جوړول، د پروسجرپوره بهير او د هغه پوره پلي كول ، د زندانيانو د مسؤلينو د ظرفيتونو لوړتيا او همدارنګه د پوره  بودجي او سرچينو تامينول او هم د زندان څخه د قانوني  بنسټونو منظمه دايمي څارنه چي د زندانيانو د څارني مسؤليت په غاړه لري ورته اسانتياوي برابري كړي .

 

 

                                                      د افغانستان د بشر حقونو خپلواك كميسيون

                                                         د ۱۳۹۰ كال د جدي ۲۵ نيټه