مطبوعاتی اعلامیی

د انځورونو ګالری

د كندز او بغلان د ښځينه وژنو په هكله مطبوعاتي خبرتيا

16 جوزا 1381

د افغانستان د بشرحقونوخپلواك كميسيون

 

د افغانستان د بشرحقونوخپلواك كميسيون په هيواد كي د ښځو د بشرحقونو د وضعيت په اړه انديښمن دى .

 

كابل د ۱۳۹۰ ل كال د سلوغې ۱۲  

 

د افغانستان د بشرحقونو خپلواك كميسيون د كندز او بغلان په ولايتونو كي د ښځو قصدي وژني د هيواد د نافذ شوي قوانينو ، د اسلام د پاك دين بنسټونو و او د بشري حقونو د موازينو پرخلاف بولي او هغه په كلكه باندي غندي .

د رارسيدلى رپوټونو له مخي ( د كندز او بغلان ولايتونو څخه ) يوه ۲۲ كلنه ښځه ستورۍ د محمد سرور خان لور د كندز ولايت د خان آ باد ولسوالى د چهارتوت كلي اوسيدونكې د خپل ميړه ( شيرمحمد د دين محمد زوى، د خان آباد ولسوالى د محفلى كلى اوسيدونكى )  له خوا په ۵ / ۱۱ / ۱۳۹۰ نيټه خپه شوې او وژل شوې د ه. وژونكى تښتيدلى او د دولت ضد وسله والو مخالفانو سره يو ځاى شوى دى .

د دې غمجنى پېښي سره سم  يوه بله ښځه چي ۲۶ كلنه وه ، فاطمه د رازمحمد لور د مركزى بغلان ولسوالى د تورانى كلى اوسيدونكى د ۱۳۹۰ ل كال د سلواغې پر ۱۱ نيټه د خپل ميړه با زمحمد د شاه محمد زوى له خوا اول خپه كړل شوى او بيا د مړينى وروسته جوش اوبه پر واچول شوې دي ، وژونكى د مركزى بغلان د امنيى قوماندانى كي تر څارني لاندي دى .

په افغانستان كي دا شان مختلفى پېښي پخپل سر او په قصدى ډول د ناموسى وژنو په نوم تر سره شوى او مظلومى ښځي دهغه وحشت قرباني شوي دي .

د افغانستان د بشر حقونو خپلواك كميسيون دغه وحشى جنايتونو په كلكه باندي غندي او دهيواد او نړيوالى اړونده څانګو څخه هيله لري چي د دې  پېښو تر سره كونكو هر څه ژر ونيسى اوهغه د قانون منګولو ته وسپاري  .

                                     په درناوي

                     د افغانستان د بشرحقونو خپلواك كميسيون

                    افغانستان كابل ،درېيمه كارته ،پل سرخ