|
د حقيقت
موندني او پخلايني په هکله کنفرانس
د کنفرانس
پايلي
کال ١٣٨٤ د
قوس د مياشتې ٢٢-٢٤
د حقيقت
موندني او پخلايني په هکله كنفرانس د کال ١٣٨٤ قوس د
مياشتې له ٢٢-٢٤ پوري په کابل کې داير شو. دغه کنفرانس د
بشري حقونو د کميشنر (OHCHR)
د دفتر له خوا د يوناما (د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو
د مرستې د هيئت) او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک
کميسيون په مرسته لاري ته واچول شو.
پدې کنفرانس
کې د افغانستان د ټولو سيمو څخه ١٢٠ تنه ، د حکومت، د مدني
ټولنې ، د پوهنتونو د استادانو، د ديني مشرانو ، د
نړيوالې ټولنې، د انتقالي عدالت لپاره د نړيوال مرکز
استازيو گډون کړي و. له کنفرانس څخه پخوا په ټولو ولايتونو
کې د انتقالي عدالت په باب مشوري ترسره شوي وي. د کنفرانس
په پاي کې لاندنۍ نتيجې لاس ته راغلي:
په
افغانستان کې د هر اړخيزه انتقالي عدالت د تحقق څخه هر
اړخيز او جامع ملاتړ وشو او تاکيد پردې باندې وشو چې پدې
هکله او د هغه د اجرا لپاره بې له ځنده مشخص گامونه پورته
شي. گډون کوونکو دا نظريه ښکاره کړه چې د انتقالي عدالت
لپاره کار بايد لا د وخته پيل شوي واې.
په
افغانستان کې د حقيقت موندني د پروسي څخه پراخه ملاتړوشو.
استازيو پدې لړ کې دې خبرې باندې زور واچاوه چې دغه کار يو
عاجل کار دي او د دوامدارې سولې او امنيت د ټينگولو لپاره
ډير ضروري دي.
گډون کوونکو د
حقيقت موندني د پروسي د ضرورت لپاره زيات دليلونه وړاندي
کړل. پدې دليلونو کې لاندني موضوعات هم شامل دي:
د سرغړونكو
معافيت ته د پاې ټکې
موسساتي
ريفورم (اصلاح) او د قانون د تطبيق سره مرسته ترڅو ملي
يووالې پياوړي کړي.
په همدې ډول د
حقيقت موندني پروسه به راتلونکې نسل ته دا توان ورکړي ترڅو
له تيرو پيښو څخه درس واخلي. دغه پروسه د قربانيانو پر
ټپونو باندې ملهم ( مرهم) ږدي او هم د افغانستان د خلکو
او حکومت ترمنځ اعتماد او باور را منځته کوي. پخلايني ته
په مختلفو سطحو اړتيا شته. خو بايد وويل شي چې عدالت بايد
د پخلايني قرباني نه شي.
د پخلايني او حقيقت موندني په گډون د انتقالي عدالت هره
پروسه بايد د افغانستان د خلکو اسلامي، دوديز او د قومونو
کلچر (کلتور) او رواجونه د نړيوالو نورمونو سره په مطابقت
په نظر کې ونيسي.
د انتقالي عدالت د نورو تدبيرونو د نيولو لپاره پياوړي
ضرورت شته. په خاصه توګه د اداري ريفورم ( اصلاح) لپاره او
هم هغه کسان چې بشري حقونه يي تر پښو لاندې کړي بايد د
دولتي او رسمي مقاماتو او قدرت څخه لري شي. د قدرت او
مقام څخه د بشري حقونو د سرغړونکو ايستل د لومړيتوب حق
لري. د قدرت او مقام څخه د بشري حقونو د سرغړونکو لرې کول
د امنيتي حالاتو او د انتقالي عدالت د نور فعاليتونو د
تطبيق لپاره ښه چاپيريال برابروي مهم او يو مخکينې شرط گڼل
کيږي او ورته مساعد چاپيريال برابروي. گډون کونکو په کلکه
سره وغوښتل چې دوې غواړي د دغو سرغړونکو محاکمه وگوري. دوې
وويل چې په افغانستان کې اوسنې عدلي قضايي سيستم اوس د دې
قابليت نلري چې په برې سره د بشري حقونو سرغړونکې محاکمې
ته راکښ کړي نو پدې لحاظ د دې کار د اجرا لپاره بايد په
ملي او نړيواله سطحه ډير کوښښونه تيز شي چې د جنايي عدالت
په سکتور کې اساسي موسسات جوړ شي ترڅو دغه ضروري کار په ښه
توگه ترسره کړي.
د خلکو د
پوهاوي او د انتقالي عدالت لپاره د زياتو اومنظمو مشورو
ضرورت ليدل کيږي. د حقيقت موندني ، پخلايني او د انتقالي
عدالت پر مفهوم باندې د پوهيدو پخاطر زيات کارونه تراوسه
ندې ترسره شوي او پدې اړوند د خلکو سره د دوي د معلوماتو د
زياتولو لپاره منظم كار ته زيات ضرورت ليدل کيږي .
همدارنګه يو پراخ او ژوري مشوري ته د ولايتونو او ولسواليو
په سطح كي اړتيا شته.
په خاصه توګه
د حقيقت موندنى په اړوند دا لاندي مشوري وركړي شوې:
-
د حقيقت
موندنى پروسه بايد د افغانانو ترمشري لاندي تر سره شى.
هغوي چي د دى كار د منځته راوړلو، پلى كولو او
ملاتړكولو په پروسو كى شامل دى بايد په هغو كى مدنى
ټولنى، مذهبى مشران، پوهان او د افغانستان د بشرى
حقونو خپلواك كميسيون شامل وي. ګډون كونکو د پروسى پر
شفافيت او خپلواكى پر ضرورت او همدارنګه د شاملو كسانو
پر فردي امانتداري او لوړو اخلاقو باندي تينګار وکړ.
خبري رسنۍ هم بايد د ملاتړ لپاره وهڅولي شى. د حقيقت
موندني پروسه بايد خپلواکه وي او حکومت په هغې اثر نه
وي. البته له حکومت او حکومتي چارواکو څخه غوښتنه کيږي
چې مرسته وکړي او سندونه او آرشيف د دوې په مخ پرانيږي
-
د حقيقت
موندنى په پروسه كى د ښځو مهمه ونډه يوه اساسي موضوع
وگڼله شوه. په پروسه كى د ښځو د شموليت په يو شمير
سطحو، د مشرى، فيصله كولو، د پروسي د پلى كولو او د
ښځو پر ضد د تاوتريخوالي په ګدون د هغو مسايلو په منځ
كى وو چي د حقيقت موندنى په پروسه كى ورته رسيدنه وشى.
-
د حقيقت
موندنى په ګډون د انتقالي عدالت په خاطر د نړيوالو
ټولنو د ملاتړ لپاره دوامدار ليوالتيا وجود درلود.
ګډونكونكو د نړيوالو ټولنو ونډه د تخنيكى مرستو آماده
كولو، تمويلكولو او د پروسى د يوالي د څارلو لپاره
مشخصه كړه. نړيوال فعالين دي بايد د ملګرو ملتونو،
اروپايي اتحاديي او نړيوالو انجو ګانو په ګډون وي.
-
د حقيقت
موندني پروسه بايد د مهاجرينو او د هيواد په دننه کې د
بيځايه شويو خلکو لپاره د بيرته راستنيدنې سره مرسته
وکړي.
-
د
حقيقت موندني د ميكانيزم لپاره پراخې او باالقوه دندى
مشخصى شوي. د هغوى په منځ كى: حقيقت موندل، څيړنه او
ثبت كول، د سرغړونکو تشخيصول او نوم اخيستل، د جرمونو
طبقه بندى كول، د تعقيب لپاره مرسته او حمايت، د عامو
خلكو د پوهى لوړوالى او د ريفورم لپاره د سفارښتونو
وركول، شامل دى.
-
د
حقيقت موندني پروسه بايد د جرمونو يو پراخه ساحه د
سياسى، اقتصادى، ټولنيز او فرهنګى جرمونو په ګډون، تر
پوښښ لاندي و نيسى. تر پوښښ لاندي نيول شوى جرمونه
بايد د خپل شدت له مخى طبقه بندى شى.
د مصالحى او حقيقت موندى څېړني بايد د موجودو مروجو او
دوديزو موسساتو څخه پيل شي. د دى دوديزو موسساتو له
شيمرڅخه چي بايد د مصالحى او حقيقت موندني لپاره ورنه ګټه
واخيستله شى ځايي جرګي او شورا ګاني، د پرمختيايا لپاره
شورا ګاني او د عالمانو شورا ګاني دي. كه څه هم زيات شمير
ګډونكونكو خپل تشويش د دغه مكانيزم د غړى توب په هكله
وښودل پدى ډول چى بايد له نژدى څخه وڅيړل شى او په همدې
ډول ګډونكونكى د ښځو او قربانيانو د استازو پر شاملولو
باندي پراخ تاكيد و كاوه.
د حقيقت موندني د پروسي لپاره به اساسي معيار دا وې چي د
خلکو غوښتنو ته ځواب وواي
|