|
(سوله، مصالحه او عدالت په افغانستان کې)
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عمل برنامه
سريزه
افغانستان د يوه باثباته، پر قانون او ولسواکۍ ولاړ دولت د
جوړولو په لاره کې مهم ګامونه اخلي. ددې ترڅنګ هېواد د
تېرولسيزو جګړونه راپاتې د بشر حقوقو جدي سرغړونو سره
مخامخ دى چې د خلکو پر سوله ييز او پر عدالت ولاړ ګډ ژوند
يې سيورى غوړولى.
د جګړې په حال او د جګړې وروسته ټولنو کې د قانوني واکمنۍ
او انتقالي عدالت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په
راپور کې ټينګار شوى چې عدالت، سوله او ولسواکي د يو بل
څخه جلا مفاهيم ندي بلکه د يوې واحدې ټولګې برخې جوړ وي. د
پايدارې سولې او ثبات رامنځته کول، په تېر مهال کې رامنځته
شويو جرمونو پر وړاندې غبرګون، د مجرمينو او قربانيانو تر
منځ مصالحه او د شخړو ډک تېر حالت څخه يوې ګډې راتلونکې ته
اوښتون په ټولو د جګړې نه وروسته هېوادونو کې يو ګران کار
دى په تيره بيا په هغه هيوادونو کې چې ټولنيز اوسياسي
جوړښتونه يې کمزوري دي، دنا امنۍ او جګړې ځپلي خلکو د شتون
او لږو امکاناتو سره لاس او ګريوان دي. يوه سوله ييز ژوند
لورته د اوښتون او په افغانستان کې د ملي پخلاينې د ټينګښت
لپاره پکار ده چې د ماضي سره په زړورتيا او عادلانه توګه
چلند وشي او د غچ اخستنې څخه ډډه وشي په دغه هيواد کې د
تېرېدنې او تسامح د اصولو له مخې او په حقوقو او قانون
ولاړ ټولنيزنظام د اړتياو سره سم د وګړو ګډ ژوند د بنسټ
اېښودلو لارې چارې ولټول شي.
د هېواد د اساسي قانون له مخې د افغانستان حکومت ( د
افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون) په جوړولو سره
لومړى اساسي ګام پورته کړ. د افغانستان د اسلامي جمهوري
دولت د رئيس له فرمان له مخې کميسيون واک وموند چې ( ...
ملي مشوره تر سره کړي او په ماضي کې جرمونو ته د رسيدګي
لپاره د انتقالي عدالت ملي ستراتيژي وړانديز کړي.)
د ( عدالت لپاره د خلکو غږ) تر عنوان لاندې د افغانستان د
بشر حقوقو خپلواک کميسيون راپور چې 6000 افغانانو سره د
مشورې په پايله کې خپور شو، د 2005 کال په جنوري کې د
افغانستان ولس مشر ته وړاندې او ومنل شو.
د هغه نه وروسته ولس مشر د خپلو سلاکارانو څخه و غوښتل چې
د نوموړي راپور موندنې او وړانديزونه وګوري او سولې،
مصالحې او عدالت د ملي ستراتيژى د پلي کولو په مقصد د
افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون او د افغانستان
لپاره د ملګرو ملتو د مرستندويه هيات دفتر (يوناما) په
مرسته د عمل يوه برنامه جوړه کړې.
د ملګرو ملتو د امنيت شورا د 1589 شمېره پرېکړه ليک او
2005 کال په اپريل کې د نوموړي سازمان د بشر حقوقو د عالي
کمشنرۍ او د بشرحقوقو د کميسيون په ويناؤ کې په افغانستان
کې د بشر حقوقو د وضعيت په اړه او د انتقالي عدالت د بهير
په باب د بشر حقوقو د خونديتوب او د انتقالي عدالت د پلي
کولو په لاره کې د افغانستان دولت د هڅو ستاينه شوې.
د ولسمشر دفتر، د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون او
يوناما د 2005 کا د جون په 7-6 په هاګ کې دسولې، مصالحې او
عدالت په غونډه کې د عمل برنامه د بحثونو وروسته جوړه کړه
د سولې، مصالحې او عدالت توکي په دغه سند کې په نوي مفهوم
( انتقالي عدالت) مطرح کيږي .انتقالي عدالت يو څو اړخيزه
مفهوم دى چې د قانون واکمنۍ او د ادارې، او امنيت او قضا
په برخه کې د سمون او اصلاحاتو سره نژدې اړيکې لري د جګړې
پر مهال د قانونې اصولو نه اساسي سرغړونو او نړيواله برخه
کې انتقالي عدالت يو لړ بهيرونه او لارې چارې بيانوي چې د
جګړي نه وروسته ټولنو کې د تېرو جرمونو پر وړاندې د
غبرګون، د عدالت تامين او پخلاينې او مصالحې ته د رسيدلو
په موخه پکاريږي دا لارې چارې کيداى شي چې په ګډه توګه
قضائې او غير قضائي اقداماتو څخه جوړې وي، نړيواله ټولنه
ګډون ولري يا ونلري، د افرادو محاکمه ، د تاوان جبران،
حقيقت موندنه، سازماني يا اداري اصلاحات او يا د رسمي دندو
څخه د مسوول کسانو ګوښه کول وي.
د انتقالي عدالت په اړه ناسم تصور دادى چې ډېر کسان دغه
مفهوم يوازې د جزايي مسووليت په ټاکلو محدود ګڼي. د
انتقالي عدالت ستراتيژي په لومړى ګام کې د سولې او ملي
پخلاينې ريښتني کول، د وګړو يوبل ترڅنګ ګډ ژوندانه امکانات
برابرول، د قربانيانو پر زخمونو پټۍ اېښودل او په ټولنه کې
سوله ييز ژوند ته د خلکو ګرځول دي. د تاوان جبران، د جسمي
او رواني دردونو درملنه، د ټولنې غېږې ته د شړل شويو وګړو
بېرته راګرځول ټول هغه هڅې دي چې د محاکمې، بند او غچ
اخستنې څخه اوړي او د هغو په وړاندې ودريږي.
د مينې او ګذشت د فرهنګ هڅول، ورورولي او د دغه هېواد د
اوسني او راتلونکو نسلونو تر منځ د پيوستون ټينګول د دغه
عمل برنامې اصلي سرچينه ده. د هغه هېوادونو تجربې چې خونړي
کړکيچونه ئې تېرکړي داخبره جوته کوي چې د انتقالي عدالت
ستراتيژي بايد د حقيقت موندنې، د قربانيانو درملنه، ټولنې
نه د عاملانو او تېروتلو بېرته ګرځول، د تاوان جبران د
سولې، ثبات او د موکراسي ټينګښت، د قانون د واکمنۍ او د
عدالت د پلي کولو تر منځ يو منطقي انډول او اړيکي رامنځته
کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عمل په برنامه کې هڅه
شوې چې د هېواد د واقعيتونو په پام کې ساتلو او د ديني
ارزښتونو د سولې او ثبات د اړتياو پر بنسټ د انتقالي عدالت
د اصلي عناصرو پلې کول په پنڅو اساسي برخو کې راټول کړي .
دا پنځه برخې له يوبل څخه جلا ندي بلکه د يوې ټولګې نه
بېلدونکي توکي جوړوي.
(( مصالحه)) ( څلورمه اساسي برخه) ځکه ډېره مهمه ده چې په
هېواد کې دوامداره سوله پخلاېنې او يووالي ته اړتيا لري.
بايد داسې تدابير ونيول شي چې په ټولنې کې د ښکيلو ډلو له
سره يووالۍ شونى کړي او په هېواد کې وينې تويدنې، جګړې او
اختلافات را لږ کړي. د سوله پالنې او عدالت غوښتنې ديدګاه
د بشر حقوقونه څرګندو سرغړونو لکه ډله يېزې وژنې، جګړه
ييزجنايتونه او د بشريت ضد جنايتونونه د تېريدنې او بښنې
مفهوم نلري، بلکه برعکس د دا ډول مواردو په وړاندې زړورتيا
او غوڅ چلند پخپله د نړۍ تر ټولو اخلاقي منل شوي اصول دي.
ددې نه علاوه د افغانستان حکومت ځان ژمن ګني تر څو د اساسي
قانون ارګانونو لکه پارلمان ته په مراجعې سره د اړتيا په
صورت کې د جګړه ييزجنايتونو، د بشر ضد جرايمو په وړاندې د
عدالت د تامينولو په موخه د ملي او نړيوالو موازينو پربنسټ
د اړينو تدابيرو په نيولو او اړوندو اداروپه جوړولو لاس
پورې کړي.
د اسلام سپيڅلي دين د مقرراتو او د نړيوالو منل شويو
موازينو له مخې دا ډول جرمونه د بښنې په چوکاټ کې نه
شامليږي.
داخبره جوته ده چې جزائي عدالت له يوه پلوه د قربانيانو
غوښتنې او اړتياوي نشي پوره کولاى او همدارنګه په يوازې
ډول په هېواد کې د تېرېدنيې، پخلاېنې او ګډسوله ييز ژوند د
فرهنګ په ټينګولو کې مرسته نشي کولاى. د دغه اصل په پام کې
ساتلو سره د عمل برنامه کې د قربانيانو د هيلو تر سره کولو
لپاره د نوموړې برنامې په لومړى، دويمه او درېمه اساسي
برخو کې يو لړ ځانګړې لارې چارې په پام کې نيول شويدي.
د قربانيانو په کړاونو باندې اعتراف کول او دامنل چې په
دغه هېواد کې بې ګناه خلک د ظلم او ناروا ښکار ګرځيدلي، د
تېر مهال د پيښو د هغو د علتونو ثبتول په تاريخي او هر
اړخيزډول، د تاوان جبران کول، د ملي پخلاينې رواجول، د
رسمي دندو څخه د بشر حقوقو د ناقضينو ګوښه کول او پر دولت
باندې د خلکو او قربانيانو د اعتماد را ژوندي کول هغه څه
دي چې لومړيتوب بايد ورته ورکړل شي.
د عمل برنامه ټينګار کوي چې د سولې او عدالت د رامنځته
کولو ټولې لارې چارې بايد د ټولو ملي اړخونو لکه قضائي
ارګانونو، مدني ټولنه، حرفه اي ټولنو، مجاهدينو، ديني
عالمانو، قربانيانو پخواني جګړمارانو او د تېرو رژيمونو د
هغه برخو چې په جرمونو کې برخه نلري، په فعال ګډون تر سره
شي. په دغه بهير کې د ښځو فعال ګډون ته هم ځانګړې پاملرنه
وشي. بايد چې د غير عادلانه او غير قانوني سزاګانو د نه
تطبيق په اړه تضمينونه را منځته شي او د ټولو ګدونوالو
حقوق تامين کړاى شي په اساسي برخو کې ځينې وړانديز شوي
دمثال په توګه د حقيقت موندنې د لارو چارو را منځته کول
او يا د مصالحې د کمېټو جوړول د اړوندو اړخونو لخوا نورو
سلا مشورو او څېړنو ته اړتيا لري.
همدارنګه د عمل برنامه د خلکو د ګډون او ارادې باندې ولاړو
ادارو د جوړولو اړوند پروګرامونو او د عمل د برنامې د
وړانديزشويو تدابيرو تر منځ د هم غږۍ رامنځته کولو ستونزه
هم په ډاګه کوي. اما څرنګه چې د ملګرو ملتو سرمنشي څرګنده
کړه سوله او عدالت متضادې مسلې ندي بلکه دا دواړې موضوع
ګانې که يوځاى او په سمه توګه تعقيب شي يو بل تقويه او
غښتلي کوي. ځکه نو مسله دانده چې عدالت تعقيب شي که نه ،
بلکه مسله داده چې څرنګه او څه وخت تعقيب شي. د دغه
بهيرونو تر منځ اړيکې او تسلسل رامنځته کول مهم کار دى.
د عمل په برنامه کې هڅه شوې ده چې داسې مهال وېش وټاکل شي
چې د هغې له مخې د طرحه شويو هدفونو لاسته راوړل شوني وي.
د افغانستان حکومت پردې ټکي اعتراف کوي چې په وروستو تېرو
څلورو کلونو کې هم په افغانستان کې د بشرحقوقو نه ډېرې
سرغړونې شوي دي. د افغانستان د اساسي قانون د اصولو له مخې
او د افغانستان خلکو پر وړاندې د حکومت د ژمنو پر بنسټ
بايد څرګنده شي چې د ورستيو تېرو څلور کلونو په لړ کې د
بشر حقوقو نه د سرغړونکو سره به جدي چلند کيږي. ددغه
څلورکلونو په بهير کې پېښې شوې سرغړونې بايد د بشر حقوقو د
نړېوالو مقرراتو او د افغانستان د نافذو قوانينو په چوګاټ
کې وڅېړل شي.
موخه
په دغه سند کې وړانديز شوي موارد په افغانستان کې د
انتقالي عدالت د ملي ستراتيژى د پلي کولو په لور لومړني
تدابير دي چې د افغانستان د دولت د ژمنو، اساسي قانون د
موازينو او د افغانستان د بشرحقوقو خپلواک کميسيون د څېړنو
او موندنو پر بنسټ په پام کې نيول شوي د دغه ستراتيژي يا
پلان اصلي هدف د مصالحې او عدالت د تامين له لارې په
افغانستان کې دسولې او استحکام غښتلي کول دي
لېرې ليد
په افغانستان کې د سولې، پخلاينې او عدالت دود کول، د
قانون د واکمنۍ رامنځته کول د مسووليت منني د کلتور او بشر
حقوقو ته د درناوي رښتيني کول
د پلي کولو مهال ويش
د دې سره سره چې د ټولنيز عدالت رامنځته کول ډير وخت ته
اړتيا لري، په دغه سند کې د وړانديزشويو تدابيرو د عملي
کولو لپاره ټاکل شوي وخت (3) کاله دى.
لنډيز
وړانديزونه پنځه اساسي برخې جوړي
1)
د افغانستان د خلکو پر کړاونو اعتراف کول
2)
د اعتبار وړ او سالمو دولتي ادارو جوړول او د دولتي ادارو
څخه د بشر حقوقو ناقضينو او جنايتکارانو ليرې کول.
3)
حقيقت موندنه او مستند کول
4)
د پخلاينې دود کول او د ملي يووالي غښتلي کول
لومړى اساسي برخه: د افغانستان د خلکو پرکړاونو اعتراف
کول.
موخه: د افغانستان د خلکو د ټپونو او کړاونو رغول او کمول
او دخلکو پر کړاونو د اعتراف کولو له لارې دهېواد سوله ييز
جوړول.
فعاليتونه:
الف) د ملي يادګار د ورځې، په افغانستان کې د بشرحقوقو د
نقض او د جګړيزو جنايتونو د قربانيانو د ورځې ټاکل. د
بېلګې په توګه د جدي ١٤ مه د افغانستان د نوي اساسي قانون
د تصويب ورځ او يا هم يوه بله ورته ورځ چې موخه يې په
هيواد کې د بشر حقوقو نقض او جګړيزو جنايتونو د قربانيانو
د ياد او خاطرو ته درناوى دى . د غه ورځ به د جګړې د
قربانيانو پر کړاونو د اعتراف لپاره د لويې جرګې په خيمه
کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د جګړې د معلولينو، د
شهيدانو او قربانيانو د کورنيو، د مدني ټولنې د استازو،
ټولنيزو او ديني مشرانو، علمي شخصيتونو او د ښځو د استازو
په ګډون په ترسره شي، رسماً اعلام شي.
-
مشري: د افغانستان ولس مشر
-
وړانديز شوي همکاران: مدني ټولنه، ټولنيزمشران، ديني
مشران او نور
-
مهال ويش: د 2005 کال د ختمېدو د مخه، د اعلام احتمالي
نېڼه د 2005 کال نوامبر مياشت او يا 2005 کال په پاى
کې د ملي شورا د جوړيدو وروسته.
ب) د ملي يادګاري ودانيو جوړول: وړانديز شوى اصلي ځاى:
په کابل کې دملي شورا ودانۍ ته څيرمه.
په ټوله نړې کې د معمارانو او هنرمندانو څخه غوښتنه وشي چې
د نوموړو ودانيو لپاره خپلې طرحې او نقشې وړاندې کړي.
همدارنګه په کابل، هرات او نوروښارونو کې واټونه او څلور
لارې کيداى شي چې د کب٢٤مه ، د کب٣ مه او دې ته ورته ورځو
په نوم ونومول شي.
-
مشري: د ولس مشر دفتر، ښاروالۍ، د ملي شورا دارالانشا
-
وړانديز شوي همکاران: د ښکلو هنرونو پوهنځى، د انجنيرى
پوهنځى، نړيوال معماران او هنرمندان، مدني ټولنه، د
کور او ښار جوړولو وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
او نورې موسسې چې مرستې ته چمتو وي.
-
مهال ويش: طرحې او نقشې به د جګړې د قربانيانو دملې
ورځې د اعلاميدو په لړ کې وغوښتل شي. د پنځو مياشتى په
اوږدو کې به تر ټولو ښه طرحه اعلام شي. د ودانۍ د بنسټ
اېښودنې مراسم به حد اکثر د 2006 کال ترنيمايي پورې تر
سره شي.
ج) د قربانيانو د ياد د ژوندي ساتلو او د ځوان نسل د روزنې
لپاره د يوه ملي موزيم جوړول. دغه موزيم به د تېو
دريولسيزو د جګړو په سمبولونو، د قربانيانو نومونو،
تصويرونو، د جګړو د بهير، ورانيو، اعدامونو او داسې نورو
توکيو باندې سمبال وي.
-
مشري: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د افغانستان د بشر
حقوقو خپلواک کميسيون.
-
وړانديز شوي همکاران: د کابل موزيم، نړيوال موزيمونه،
د انتقالي عدالت نړيوال مرکز، مدني ټولنه او د
مرستدويه هېوادنو استازي.
-
مهال ويش: د موزيم لپاره د ځاى ټاکل د 2006 کال کې او
په 2008 کال کې د موزيم پرانستل.
دويمه اساسي برخه: د اعتبار وړ او سالمو دولتي ادارو جوړول
موخه: د اغيزمنو سمونونو له لارې پر دولت باندې د خلکو د
اعتماد ديرول او د دولتي کارکوونکو د ګمارنو او ګوښه کولو
په برخه کې د دڅرګندو او عادلانه مقرراتو او تدابيرونو
رامنځته کول.
فعاليتونه:
الف) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کميسيون د وندې،
ظرفيت او د دغه کميسيون د روانو هڅو د لاغښتاو په موخه
لاندې کارونه تر سره کول.
١- د تقويتي مقرراتو او موازينو تصويبول او رامنځته کول:
-
مشري: د عدليې وزارت، دولس مشر د دفتر حقوقي
سلاکاران.
-
وړانديز شوي همکاران: د ملګروملتونو سره په سلا او
مشوره
-
مهال
ويش: د 2005 کال تر دسمبر
٢-د کارمندانو د ګمارلو په برخه کې د بشر حقوقو په برخه کې
د هغوى سوابقو، کاري صداقت او وړتيا او قوانيونو ته
وفاداري او دې ته ورته ځانګړتياو ته پاملرنه کول.
٣- اصلاح، روزنه او فني مرستې د اداري اصلاحاتو کميسيون ته
ب) د ولس مشر لخوا د يوه مشورتي هيات جوړيدل. دغه هيات به
ولس مشر ته د هغه لوړپوړو چارواکو په ګمارولو کې مشوره
ورکوي چې مقررول ئې د اداري اصلاحاتو د کميسيون د واکونو
څخه بهر دي
ج) د يوه اغيزمن او عادلانه قضائې نظام ( قضايان،
څارنوالان پوليس د محبسونو او توقيف ځايونو مسولينو او
مدافع وکيلان) د جوړولو او د بشر حقوقو څخه د سرغړونو او
بي عدالتيو د بيا رامنځته کېدو د مخنيوي په موخه او د هر
اړخيزه قضايي اصلاحاتو لپاره د يو جامع پلان يا ستراتيژي
جوړول.
دريمه اساسي برخه- حقيقت موندنه او مستند کول
موخه:
د حقيقت موندنې او مستند کولو له لارې به افغانستان کې په
تېر مهال کې د جګړو او بې عدالتيو په باب حقايق موندل او
وارزول شي.
د بې اعتنايي له منځه وړل او معافيت حالت ته د پاى ټکى
اېښودل په تېرو ظلمونو او ناروا باندې د اعتراف او په
عدالت باندې دباور څرګندولو له لارې. همدارنګه د پخلاينې
څخه ملاتړ او پردې تکي باندې اعتراف کول چې ( څو اړخيزه
حقايق) شته او بايد چې راښکاره کړائ شي.
فعاليتونه:
الف) په افغانستان کې د حقيقت موندنې په باب دوړانديزونو د
تنظيمولو په موخه او د حقيقت موندنې د لارو چارو په هکله
د مدنې ټولنې، پوهانو، ټولنيزو مشرانو او ديني عالمانو د
نظرياتو د راټولو په مقصد د يوه مشورتي بهير پيل کول.
د ښځو په وړاندې د جرمونو او تاو تريخوالي ته د رسيدګي په
څرنګوالي او په مشورتي بهير کې د ښځو د ګډون پر اهميت
باندې پوهيدل.
-
مشري: د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون.
-
وړانديز شوي همکاران: مدني ټولنه، عملي کړۍ، د ښځو
سازمانونه، ډله ييزۍ رسنۍ او نور.
-
مهال ويش: د مشورې پيل د 2005 کال په ورستيو کې ولس
مشر ته د وړانديزونو مخته کول د 2006 کال تر جون مياشت
پورې.
ب) د ياد شوي بهير نه په ملاتړ په نور هېوادونو کې د حقيقت
موندې څرنګوالي او په دې برخه کې لاس ته راغلې تجربوپه اړه
د يوه کنفرانس جوړول( دا کنفرانس همدارنګه د مصالحې په باب
هم بحث وکړي، څلورمې اساسي برخې ته وګورى.)
-
مشري: د ملګرو ملتونو د بشر حقوقو عالي کمشنري دفتر
-
وړانديز شوي همکاران: د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک
کميسيون، ملګري ملتونه، کابل پوهنتون، مدني ټولنه او
کارپوهان.
-
مهال ويش: د 2005 کال ورستيو کې.
ج) ملي شوراته د حقيقت موندې د لارو چارو په باب د يوې
قانوني مسودې وړاندې کول.
-
مشري: د جمهوري رياست حقوقي مشاورين، عدليې وزارت
-
وړانديز شوي همکاران: د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک
کميسيون، ملګري ملتونه، کارپوهان
-
مهال ويش: ملي شورا ته د قانوني مسودې وړاندې کول د
2006 کال تر پايه
د) د حقيقت موندنې د وړانديزشوي چوکات د تشکيل، تمويل او د
کارکوونکو د روزنې مسله
ه) په افغانستان کې د جګړو په بهير کې د جنګي تېريو په
ګډون د بشر حقوقو څخه د را منځته شويو نورو سرغړونو د
څېړنو په باب د هڅو ګړندي کول.
-
پلي کوونکي: د ملګرو ملتونو د بشر حقوقو عالي کمشنري،
د بشرحقوقو خپلواک کميسيون، د بشرحقوقو ملي او نړيوال
سازمانونه، مدني ټولنه
-
وړانديز شوي همکاران: مرستندويه هېوادونه
-
مهال ويش: په دوامداره توګه
و) د جنګي اسنادو او مدارکو د يوه مرکز د جوړولو لپاره د
څاى ټاکل، د معلوماتو، کتابونو او نورو سرچينو راټولول او
په دې باب د يوه حقوقي چوکاټ جوړول.
|