English

           
 
 

د ماشوم حقوقو د ملاتړ څانګې پيژندګلوي

 

د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون په کال ٢٠٠٢ او د جون په مياشت کې د بن د پريکړه ليک سره سم په افغانستان کې تاسيس شو. ددي کميسيون دنده په افغانستان کې د بشري حقونو څخه ملاتړ او هغي ته پراختيا ورکول دي ، اوس مهال دغه کميسيون د افغانستان د اساسي قانون په (٥٨) توکه کې ځاى لري چې دغه کميسيون ته ځواکمن قانوني تضمين ورکوي.

 

په ملاتړ څانګه کې ، (٤) د څيړنې او څارني څانګې، (٥) د انتقالي عدالت څانګه او (٦) د سياسي ودي او څيړنو څانګه ده

 

او د پورتنيو پروګرامو څانګو تر څنګ کميسيون په سياسي برخو کې  په لوړه کچه خپله مشورتي ملګرتيا د بيا جوړوني په برخو کې هم له دولت سره ساتلي دي چه د بيلګي په توګه کولاي شو د اساسي قانون جوړول ، قضائي اصلاحات راوستل ، د ټولټاکنو او د خلع سلاح په پروسوڅخه چې کميسيون په کې فعاله ونډه اخيسته وه يادونه وکړو.

 

د کميسيون يوه مهمه دنده دادي چې د ماشومانو د حقوقو څخه ملاتړ وکړي او په دي لړ کې له هغو دولتي او نا دولتي موسسو سره مرسته وکړي تر څو په ټوليزه توګه داسي يوه تګلاره غوره کړي چې د ماشومانو حقوقو په ملاتړ برخه کې ګټور وي.

 

په کميسيون کې د ماشومانو د حقوقو ملاتړ څانګه لکه د نورو څانګه په څير اجرائي بڼه نه لري مانا دا چې کولاي شي چې نورو موسساتو ته چې په دي لړ کې فعاليت کوي د يوي قوي ملاتړ رول ولوبوي او اساساً په دوو برخو ( د ماشومانو د حقوقو په اړه  پوهاوي ورکول او له هغه څخه څيرنه) کې دنده تر سره کوي .

 

ددي څانګې کړني کولاي شو په لاندې توګه دروپيژنو:

 

  1. څيړنه: د ماشومانو د حقوقي وضعيت،اړتياوي، ستونزو او شتو ‌ظرفيتونو  په اړه په مستقيمه ( د څيړنو پر مهال )  او نامستقيمه  ( د نورو موسساتو د راپورونو پر اساس )  دمعلوماتو ټولول .  چې په دي اړه کولاي شو له څيړنيز رپوټ څخه چې د اصلاح او تربيت له مرکزونو څخه خپور شوي او هم دداسي مرکزونو د بيا جوړوني خبر هم په کې شتون لري  يادونه وکړو.
  2. ملاتړ: د عامو وګړو د پوهاوي په موخه تبليغاتي کمپاين له ډله ييز رسنيو او غونډه له لاري په لاره اچول .
  3. د ‌‌‌ظرفيتونو لوړول: په لومړي سر کې د کميسيون ملاتړيز څانګه د څيړنو په پايله کې د ظرفيتونو د ودي تکې په ګوته کوي او له يوه ګډه ميکانيزم له جوړولو وروسته يو لړ پروګرامونه په لاره اچوي.
  4. په سياسي کچه وړانديزونه: د د پروسو او خبرو اترو يا مشورو په پايله کې  اړين بريښي تر څو په سياسي کچه يو لړ تغييرات رامنځه شي چې لومړي دغو ټکو په ګوته کيږي او ورسته اړوندو ذيصلاح مراجعو ته سپارل کيږي.

 

د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کميسيون د ماشومانو د حقوقو څخه د ملاتړ څانګه خپله ټول فعاليتونه د نورو دولتي او نادولتي موسسو سره کوم چې د ماشومانو دحقوقو په اړوند کار کوي شريکوي او هغوي سره مشوري تر سره کوي چي په دي لړ کولاي شي د معارف وزارت ، د عدليي وزارت، د داخلي وزارت، د ماشومانو ځانګړي محکمه، د ماشومانو د ساتني سازمان (save the children)  ، امريکا، انګلستان، سويدن، جاپان ،  د افغاني ښځو شبکه او يونيسف څخه يادونه وکړو.

 

عمده کړني چې تر دي دمه تر سره شوي دي:

 

(١)     اړيکي:

له تاسيس څخه وروسته دغه څانګه کوښښ کړي تر څو ديوي شبکي چې د ماشومانو د حقوقو په اړوند فعاليت کوي غړيتوپ تر لاسه کړي، او ددي ګډ کړني په پايله کې چې د کميسيون او نورو اښکيل موسسو له خوا تر سره شوي دي د کميسيون د ماشومانو د حقوقو ملاتړ څانګه وکړاي شو تر څو په دغه شبکه کې خپله ځواکمن شتون څرګند کړي .

1.      :GMC    د ماشومانو نړيوال پاڅون: دغه شبکه له ٢٠ دولتي او نادولتي موسسو څخه زيات جوړ شوي دي.

2.     د ماشومانو د قاچاق سره مبارزه: دغه کميټه چې د يوه فرمان په ترڅ کې د ٢٠٠٣ کال د نوامبر په ورستيو کې جوړ شو او د کار او ټولنيزو چارو د وزارت لخوا رهبري کيږې او له ١٥ څخه زيات دولتي او نادولتي موسسي په کې غړيتوب لري.

3.     په سهيلي آسيا کې د ماشومانو څخه د جنسي ګټي د پورته کولو پر وړاندې د مبارزي شبکه: چي په دي لړ کې د کميسيون د ماشومانو د حقوقو ملاتړ د څانګې نماينده په ٢٠٠٣ کال کې ددي شبکي په سيمه ييز غونډه کې چي د سهيلي آسيا په کچه جوړيږي ګډون وکړ او خپله ځواکمن ګډون او کاري ظرفيت د يو فعال برخوال په توګه څرګند کړل. چې ګزارشونه يې په انترنيت پاڼه کې موجود دي

4.     او اوس مهال د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کميسيون د ماشومانو د حقوقو  ملاتړ څانګه دماشومانو د ملاتړ د شبکي د جوړولو دنده په هغه ولايتونو کې چيري چې د کميسيون سيمه ييز او ولايتي دفترونه شتون لري په غاړه اخيستي ده.

(٢) د ماشومانو قاچاق:

د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کميسيون د ماشومانو د حقوقو  ملاتړ څانګه لومړني موسسه ؤ چې پر دولتي او نړيوالو موسسو باندي غږ وکړ تر څو په افغانستان کې دماشومانو د قاچاق په مخنيوي برخه کې مرسته وکړي، او په دي اړه کميسيون د ډله ييزو رسنيو او نشريو له لاري يوه ملاتړيزه کمپاين په لاره واچوله.

 

همدارنګه د کميسيون د ماشومانو د حقوقو ملاتړ څانګه ديوي يو ورځنى ګردي ميز په لړ کې چې په دغه غونډه کې د يوي ستراتيژي او يا کړنلاري چې وکولاي شي  د ماشومانو د قاچاق په اړه ګټور وي خبري اتري تر سره کړل چې په دغه غونډه کې د داخلي وزارت، د ټولو ولايتونو د امنيي قوماندانان، د کابل د حوزي آمرين، د عدليي وزارت نماينده، څارنوالي، د ماشومانو د ساتني ائتلاف، يونيسف، او د ښځو دچارو وزارت  لوړ پوري چارواکي ګډون درلود.

 

د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کميسيون د ماشومانو د حقوقو  ملاتړ څانګه ديوي څيړنيز پروژي چې د ماشومانو د قاچاق او له خپلو کورنيو سره دبيرته يوځاى کيدو پروسه  چې د يونيسف د مالي په لګښت تر سره کيده ژمنه او خپل فعاليت يې د شمال لويديزي سيمي څخه  پيل کړل.  چې د ماموريتونو ګزارش هم په انترنيټ څپو کې موجود دي.

 

او اوس مهال د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کميسيون د ماشومانو د حقوقو  ملاتړ څانګه په دي هڅه کې دي تر څو وکولاي شي هغه پرمخ تللي ستراتژيک تګلاره غوره کړي چې دغه څانګې ته د ماشومانو د قاچاق پر وړاندې په مبارزه کې وړتيا ورکړي.

 

( ٣)  خپروني

د ماشومانو د حقوقو پر کنوانسيون باندې د يوي کتاب خپرول:

د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کميسيون د ماشومانو د حقوقو  ملاتړ څانګه داسي يوه کتاب خپور کړي چې په کې اړوندو ذيصلاح ارګانونو لکه پوليس، محکمي، ښوونکي، مور او پلار، او د ټولني وګړو  ته د ماشومانو د حقوقو کنوانسيون او زموږ د مدني قانون او اسلامي اساساتو  په چوکات کې  پيغامونه او معلومات ورکړل شوي دي .

 

دغه کتاب په انترنيټ کې په دري ژبه موجود دي

 

 

د د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کميسيون د ماشومانو د حقوقو  ملاتړ څانګه د هغو لاملونو د په ګوته کولو لپاره کوم چې د ماشومانو لخوا جنايتونه تر سره کيږې او هغه اسانتياوي چې عدلي سيستم هغو ته په پام کې نيولې دي يوه څارنه تر سره کړل چې دغه څارنه په ١٠ بيلابيلو ولايتونو کې  له ٣٠٠ و څخه زياتو ماشومانو سره په مرکه کې تر سره شوي دي .

دغه رپوټ په انترنيټ کې په دري ژبه موجود دي

 

بروشورونه: د عامو وګړو د پوهاوي د کچې د لوړوالي په موخه بروشورونه چې په کې د ماشومانو دملاتړ او ساتني په هکله معلومات موجود و چاپ او خپور شوي دي .

 

لارښود لښتليک: داسي يوه لارښود لښتليک چې په کې د ماشومانو د قاچاق د مخنيوي په هکله و کورنيو او پوليسو ته  اړين لارښوونې شوي چاپ او خپور شوي دي.

 

(٤) ظرفيت جوړول او زده کړه ورکول:

 

د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کميسيون د ماشومانو د حقوقو  ملاتړ څانګه د کميسيون د تعليماتو د څانګې په مرسته په کابل او ١٥ ولايتونو کې يو لړ ورکشاپونه تر سره کړي دي چې په  دي نږديو کې به ددي ورکشاپونو ګزارشونه او اجنداوي په انترنيټ کې د لاسبري وړ وي.

 

 

 

 

 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون