English

           
 

 

د 1385لمريز کال د مرغومي شپاړسمه

 

د 2007 زيږديزکال د جنوري شپږمه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د ناټو د ځواکونو له خوا  د هغو بدلولونو هر کلى کوي چې د پوځي عملياتو په بهير کې له هغو تيروتنو مخنيوي وکړي چې دملکي او بيګناه کسانو د مرګ او وژوبلي لامل ګرځي او غوښتنه لري چې د تروريزم پر ضد مبارزه کې خپلې پوځي ستراتيژۍ داسى سمبالې او متمرکزې کړي چې د ملکي او بيګناه کسانو د حقونو او امنيت ساتنه وشي .

 د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د تير کال په بهير کې د ملکي تلفاتو په اړه له شپږ سوه څخه زياتى پيښې ثبت او ارزولي دي چې د نړيوالو ځواکونو د پوځي عملياتو او د مخالفانو لخوا د تروريستى عملياتو په پايله کې رامنځته شوي دي.

 د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د تروريزم پر ضد د نړيوال ائتلاف له ځواکونو او د ناټو له چارواکو څخه تل غوښتنه کړې ده چې دپوځي دندو د سرته رسولو په بهير کې د افغانستان قوانين او نړيوال بشرپاله قوانين په پام کې ولري.

 همدارنگه کميسيون له نړيوالى ټولنې او د افغانستان له دولت څخه په ټينګار سره غوښتنه کړې چې د تروريزم پرضد مبارزه کې د افغانستان د اقتصادي، ټولنيزې او سياسي بيا رغونې او د بيوزلۍ او زورزياتۍ سره مبارزې په برخه کې لا زياته پاملرنه وکړي.

 هغه کسان او کورنيۍ چې د تروريزم پرضد د مبارزى په بهير کې يې څاني او مالي زيان ليدلى د زياتې پاملرنې وړدي.

 کميسيون د ناټو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له چارواکو څخه غواړي چې د هغوې اوسني او راتلونکي وضعيت ته د پاملرنې ترڅنګ هغه تاوانونه جبران کړي چې دغو کسانو او کورنيو ته اړول شوي دي.

 

 

 

 

 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون