|
د 1385 کال د غبرګولى اتمه کابل
د
افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون په کابل کې د هغه
ترافکی پېښی له امله چی زمونږ ېو شمېر هېوادوال پکی ژوبل
او په شهادت ورسېدل خپل ژورخپگان څرګندوي. او د قربانانو
کورنيو ته تسليت وړاندې کوي. او همداراز د هغو فرصت طلبو
کسانوکړنه چی زمونز د خلکو د پاکو احساساتو څخه ناوړه گټه
پورته کوي په کلکه غندي. په داسی حال کی چی د افغانستان د
بشري حقونو خپلواک کميسيون له دولت او نړيوالو ائتلافی
ځواکونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چه د دې قضيې عاملېن دې د
قانون منګولوته وسپاري او ددی پېښی قربانيانو ته تاوان
ورکړي.
دافغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون له پتمنو هېوادوالو
په تېره بيا له کابل ښاريا نو څخه غوښتنه کوی تر څو د
هېواد د سولی او ثبات د ټينګښت لپاره خپله آرامتيا وساتي ،
او وانکارو ته ددې لاره هواره نه کړي چې د هېواد امن ته
زيان ورسوي.
د
افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون په دې تمه دی چی د
هېواد هر وګړی دهغو فرصت طلبو کسانو مخه ونيسي چې ددوی
کور او هېواد ته زيان رسوي او هغې ته اورونه ورته کوي او
په داسې حالاتوکې خلک کولای شي چې خپلو لاريونونو ته په
سوله ايز توگه ادامه ورکړي. دافغانستان د بشري حقونو
خپلواک کميسيون له دولت څخه غواړي تر څو د ديپلماتيک
مراجعو له لارې د ننۍ پيښی د عاملينو سره د قضائی چلند
څرنګوالي په جدي توګه تعقيب کړي.
|