|
افغانستان د اسلامي جمهوري دولت بيرغ ته د اور ورته کولو
په اړه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون
اعلاميه!
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د افغانستان
اسلامي جمهوري دولت بيرغ ته د اور ورته کولو په اړه چې د
افغانستان د دښمنانو يو ملي ضد کړنه وه په کلکه غندي او
خپل ژور خپګان څرګندوي.
په دي توګه يو ځل بيا د
افغانستان له درانه ملت سره د خپله خواخوږي څرګندلو تر څنګ
له دې درانه ملت څخه په ډېر ډرنښت هيله کوي چې په داسي
حالاتو کې خپل يووالى ټينګ وساتي او د افغانستان د ملي ودې
، انساني هوساينې ، او د ملي هويت او دموکراسۍ د لا
ټينګښت په لاره کې اوچت او غښتلي ګامونه پورته کړي.
|