English

           
 

 

د بشري حقونو د نريوالې ورځې د لمانځلو په وېاړ د ډاکټرې سيما سمر وينا !

 

د عادل خداي په نامه

نن د بشري حقونو د نړيوالې ورځې له  لمانځلو سره يو ځاى د افغانستان خلک د قانون د واکمنۍ او عدالت يو نوى پړاو تجربه کوي.

 زموږ خلکو په تيرو پنځو کلونو کې د بشري حقونو د وضعيت د ښه والي له پاره  څه ناڅه هڅې کړې دي، خو د بشري حقونو د فرهنګ دودول او انسانې کرامت ته د درناوي د کچي لوړتيا داسې کارونوته  اړتيا لري چې د تېرو بې عدالتيو څخه اغيزمن نه وي او د قضايي تعقيب څخه د معافيت فرهنگ ته د پاي تکى کيږدي.

زموږ د هېواد خلک اوس مهال تر هرڅه امنيت، پرمختيا او عدالت

ته ډېره اړتيا لري ځکه  زموږ خلکو د جهاد، جګړي او مقاومت د کلونو په دوران کي بې شمېره دردونه، ربړ‌‌‌‌ې او کړاوونه ګاللي دي.

 ددې خاورې هره لويشت د کورينو او بهرينو تيرى کوونکو لخوا د تر سره شوي استبداد ، بې عدالتيو او ښکاره ظلمونو شاهده ده

 د ظلم او استبداد څخه په رامنځ ته شويو زخمونو باندې د پټۍ اېښودو له پاره اړينه ده چي په هېواد کې د شوي زور زياتۍ او د بشري حقونو څخه د سرغړاوي په وړاندې عادلانه او په زړورتيا سره چلند وشي.

 لوى خداې ج  موږ ته د عدالت امر کوي نوپه موږ فرض ده چي د عدالت، امنيت او قانونيت په لارکې  د انساني سوکالۍ  لپاره کار وکړو. ځکه له عدالت څخه پرته سوله هغه ودانۍ ته ورته ده چې د سيلاب په مخکې ودانه شوې وي.

 زموږ د نن او سبا ورځې پرمختيا، د بشرې حقونو وده او انسانۍ کرامت ته د درناوي د کچي لوړتيا ددې غوښتونکې ده چي د جګړې د شهيدانو او قربانيانو درناوى وشي اود هغوى په کړاوونو اعتراف وکړل شي تر څو چي د شهيدانو او قربانيانو د پاتي شويو کسانو په سترګوکې د مايوسۍ اوښکي ونه ليدل شي او د عدالت لپاره د هغوى غوښتنوته ځواب وويل شي.

 د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د زړه له کومې خوښ دى  چې د هېواد سياسي او تولنيز وضعيت ته په پام سره يې د يوې ملي ستراتيژۍ د تدوين په خاطر بنسټيز ګامونه پورته کړل.او د افغانستان اسلامي جمهوري رياست د دغه اسلامي ، شرعي او انساني موخې د تر سره کېدو په موخه د انتقالې عدالت ملي ستراتيژي تصويب کړه

 په دې اړه لا ډير خنډونه په مخکې پراته دې چې دغه ستراتيژي  قربانيانو او د هغوې د پاتي شويو کسانو د ژوند واقعيت ته بد لون ورکړي ، د همدې موخې له پاره نن د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ولسمشر جلالتماب ښاغلي حامد کرزى ته بلنه ورکوم چي  دلته تشريف راوړي او د سولې ، عدالت او پخلاينې په اړه  د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت کړنلاره رسماً اعلام کړي

 

مننه

 

 

 

 

 

 

 

 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون