English

           
 

 د انتقالی اعدالت په هکله د جاوید دانشیار لیکنه

 

 

ليږدونکى ( منځمهاله) عدالت

دبى عدالتى سره مبارزه او پيښو شميرنوراوستل

 

افغانستان يو هيواد دى چى دديموکراسى په لورى روان دىُ څرنکه بايد دواکدارانو، دبشر دحقوقوسرغړونواود وسله والوظالمو کسانو دميراث څخه ازاد شي؟ څرنګه کولاى شو چى پخوانى سرغړونى او بدچلندو نو ته داسى ځواب ورکړو چى بيا تکرار نشى او عدالت خپل ځاى ونيسى.

افغانستان داسى يو هيواد دى چې دحقوقو له سړغرونو سره مخامخ دى، داچې څرنگه کولاى شو ددغه شرايطو ځواب ورکړوچى داوسنى حالت نه داهيواد ويو ديموکراتيک نظام ته بدلون ومومي هغه سوالونه او موضوعگانى دي چې په ليږ دونګى عدالت پورى اړخ لرى.

دليږدونګى عدالت تعريف:

ليږدونګى عدالت هغه  ستونزى څيړى کوم چى يوه ټولنه ديوه دکتاتورى او ظالم سيستم څخه ويوه ديموکراتيک سيستم ته ځي او نوى سيستم دهغه سره مخامخ کيږى دغه ډول ستونزى ډيرى دى دمثال په ډول، نوى حکومت ( اوسنى حکومت) بايد دمخکنى حکومت نه توپيرولرى. بايد پخوانى مجرمانو، ظالمانو، وسله والو جگړمارواو هغه کسانو چى د بشرى حقوقو سرغړونى کړي ممکن حکومت دستونزو سره مخامخ کاندى. مکړکه دقانون پرواکدارى او رول باندى تکيه ونکړل شى نودامکان شته چى دکارونو دچټکوالى مخه ونيول شى او هم هغو کسانو چى لوى لوى جنايتونه او کڼا وي کړي دى اوبشر ي حقوقې ترپښولاندې کړي دي بيله جزا ليدلو څخه آزاد و کړځى.

نوى حکومت بايد هوډ ( تصميم ) ونيسى چي دټولو هغه کسانو سره چې بشري حقوق ترپښو لاند ې کړې دي د دولتى واکدارانو ، بورو کراتانو، دادارو مسول کسانو او دپخوانى حکومت وسله واله گړوپ او نو روپه گدون څرنگه کړني وشي.

په همدې ډول حکومت بايد دا تصميم ونيسى چى په څه ډول قضا ئىاو اجرائيوى سيستم، بدل کاندى او يا هم بد لون پکى راولى او هم بايد دپوليسو سيستم ته سراسرى بدلون ورکړى که يوازى يو څه بدلون پکى راولي.

هغه هيواد وال چى په پخوانى رژيم کي ې ضررليدلى دې دخپلوپيښو په مقابل کى دتاوان غوښتونکى دى، نو دولت دهغوپه مقابل کى بايد منطقى او عدالتى چا ره وسنجوي.

او په پاى کى ليږدونکى عدالت  با يد دې ټکى ته ځيرشې چې دپخوانى بشري حقوقو سر غړونو په هکله يوه دا سې عملى او تطبيقي  ستراتيژى و ټا کى چې د راتلونکى دپاره حکومت پر ديموکراتيکو، عدالت او انصاف  پراساسا تو باندى ولاړ وي .

د ليزدونکى عدالت دستراتيژى پر مختيا يو ساده او اسانه کار نه دى، داکار ديولړ ستونزو او چا لونو سره مخامخ کيږى چى په هغه کي يو هم دهغوکسانو دامنيت خطر په نظر کى نيول دى کوم چى په همدى هکله دکميسيون سره اړه يګى نيسى.

دقضائى سيستم کمزورى دمناسبه امنيتى سيستم نشتوالې دقربانيانو او سرغړونکو دکورنيوتر مينځ ټينګى اريگى  هم هغه څه دي  چې دغه ستونزې نورى هم ډيروي.

دليږدونکى عدالت دملى ستراتيژى پر مختيا بايد دقانون د حاکميت دامنيت داصلاح او پر مختيا ښه واکدارى اود يوه موثر قضائى سيستم دبهير سره سم يوځاى وپيژندل شى.

 

اصلى نظر (هدف)

دليږدونکى عدالت دملى برنامى هدف دادي چې په هيواد کې ملى پخلاينه راشې او هم دبشر حقوقو ته احترام وشى اودغه کار به دمختلفو پلټنو، دواقيعيتونودخپرولو ،دپخوانى بشري ضد وپيښو شميرونو او دبشر دحقوقو سرغړ ونو په روښانه کولو سره چې هغه د نړيوال قوانينو، اسلامى اصولو، افغانى عنعنو او دودونو اودافغانستان دخلکو دو اکمنى سره سم وى سرته ورسيږى.

موخي ( هدفونه)

o  په هيواد کى دهغو پا ڼو او اسناد و راټولول کوم چې دبشري دحقوقو سرغړونى پکى ثبت شوى دې .

o  ديوى ملى مشورې لاره پيداکول ( البته دهيواد په سطحه باندې) چى هغه داسى لارى چارى ولر ى چې دهيواد خلک هغه دبشر دحقوقو دسر غړونکو په هکله ومنى.

 

شاليد کتنه :

 دبشر دحقوقو په لومړى ورکشاپ کى چى د2002 کال دمارچ پر 9 باندى په کابل کى پرانستل شود دلومړى ځل دپاره دسولى او عدالت دپاره هيلى ښکاره شوې په دغه ورکشاپ دمدنى ټولنى غړو، دخلکو نمايندگانو ، لويانو او نړيوال نظر لرونکى سره را ټول شوى وه تر څو داسى يوه ستراتيژى وټاکى چى دبشر دحقوقو ساتنه او په هيواد کى دقانون حاکميت او عدالت ټينگ کړل شي. دلنډ مهاله حکومت مشر ښاغلى حامد کرزى دورکشاپ دپرانستلوپه وينا کى دواقعيتونو دپلتڼو په هکله خبر ې وکري.

دپورته ورکشاپ په تعقيب دافغانستان دبشر حقوقو خپلواک کميسيون د 2002 کال دجون پر 6 بل ورکشاپ پرا نيست او وواک ورته ورکړل شو تر څودليږ دونکى عدالت دپرمختيا دپاره دملى ستراتيژى ميکانيزم ( سيستم) جوړکړى تر څو دملي پخلاينى ټولي لاري پيداکړى ،ددې  ترڅنگه کميسيون دنده لرى چي دهيواد د عنعنو او دودونو په نظر کى نيولو سره به داسى لارى پيداکړى چى دهيواد دشرايطو سره سم دپخوانيو تيرو تنو سره مبارزه پيل شى.

دخلکودمشورو سره به سم کميسيون دليږدونکى عدالت په هکله خپل وروستى تصميم ونيسى دادافغانستان د خلکو حق دى چى دپخوانى مجرمينو او دبشردحقوقو دسرغړونکو سره دمعاملى دميکانيزم په هکله تصميم ونيسى نه کميسيون .

دکارپلان:

دکار لومړى پلان په لاندى دووبرخوويشل کيږى

o       داسناد و او پانو راټولول او دهغو ثبتول.

o       دليږدونکى عدالت دپاره دملى مشورى پرانستل او په پايله کى:

دملى راپور جورول دليږدونکى عدالت دپاره وړانديز او دهيواد خلکو او ددولت درئيس وحضور ته دهغه وړاند ې کول  .

ملى مشوره:

کميسيون په دې باور دى چى دليږ دونکى عدالت دتطبيق اوپلى کولو دپاره هرډول ميکانيزم ( سيستم) چى راځى هغه بايد دافغانستان دخلکو ملاتړ ولري څرنگه  چې دادهيواد خلک وه  چې دبشر دحقوقو سرغړونکو قربانيان وکړ ځيدل او په دې لارې ي هرډول ستونزي وليدلې. ملى مشوره به اجازه  ور کړى چى زموږ کړنلاره به په رښتيا نى معلوماتو باندى تکيه ولرى نه پر حدس، اوگمان باندى. ددې تر څنگه به ملى مشوره دمدنى ټولنى غړوته داواک ورکړى چى دهيواد دراتلونکى شکل نيولو په پروسه کى کډون وکړى او کومکونه وکړى. دغه کړنى به د توپيرى سيا ستونه مخنيوى وکړى اودغه بهير ته به مشروعيت ورکاندى.

دعدالت او حقيقت دلاس رسنى دپلان څخه دټولنى دډيربوپرکڼوملاتړ به دهغوسياست پوهانواويا هغو کسانو کارستونزمن کړي چې دددغه بهيرپه مخکى خنډ کړځي او دهمدغه حالت څخه گټى ترلاسه کوى. ملى مشوره به زموږ سره مرسته وکړي چې دعدالت دراوستلو دپاره محلى او سنتى لارى وپيژنو، نو ځکه دغه کارته دلاس رسنى دپاره کميسيسون دملى مشورې بهير داسى پرمخ بيائى چى ماناداره وى او ديوعلمى او جوړونکى پلان پر اساس به علمى معلومات وليږدونکى عدالت ته وليږدوي.

 

 

 

 

 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون