|
د ښځو حقوقو ملاتړ څانګه
موخه:
د ښځو حقوقو ته پراختيا ورکول ، د هغوي له حقوقو څخه څارنه
او ددي تر څنګ هغي هڅي چې د ښځو پر وړاندې د زور زياتي د
لمنځه وړلو لامل ګرڅې په ټول افغانستان کې تر سره کول.
مقاصد:
-
په افغاني ټولنه کې د ښځو حقوقو ته د پراختيا ورکولو
له لاري بدلون راوستل
-
د ورکشاپونو، سيمينارونو او ډله ييزو رسنيو له لاري د
ښځو د حقوقو په اړه پوهاوي ورکول
-
د نړيوالو بشري قوانيو سره سم د يوي ملي پلان جوړول
چې په لړ کې يې په هيواد کې د ښځو حقوقو د ښه والي په
موخه د هغي کارول
د فعاليتونو سيمه:
څرنګه چې ښکاره دي د کميسيون له دندو څخه يو هم دا دي چې
په هيواد کې د ښځو حقوقو ته پراختيا ورکړي او له هغي څخه
ملاتړ وکړي، چې په دي موخه د ښځو څانګه په لاندنيو سيمو کې
خپله فعاليت او دنده تر سره کړي دي:
-
د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاو تريخوالي او زورزياتي د
لمنځه وړلو کنوانسيون (CEDAW
)او د افغانستان په اساسي قانون کې د ټولو وګړو چې په هغه
کې ښځه او نارينه هم ګډون لري په واضحه توګه و خلکو ته
منعکس کړي دي
-
د ښځو هڅول چې د افغانستان په بيا ودانولو پروسه که فعاله
ونده واخلي
-
چې په دي لړ کې ښځو د اساسي قانون په لويه جرګه کې په ښه
توګه ګډون وکړ او هم په نوي اساسي قانون کې د ښځو او
نارينو د مساوي حق درلودلو د ذهنيت ورکول
پورتنيو موخو ته د رسيدو په اړه بيلابيلو ګټګوريو لکه (
قاضيان، حقوق پوهان، د پوهنتون او ښوونځيو ښوونکې او
استادان او عامو وګړو ) ته د ورکشاپونو دايرول . او
همداراز يوه ځانګړي وړانديز چې د اساسي قانون په بڼه جوړ
شوي و د اساسي قانون کميسيون ته وسپارل شو.
د يوي داسي ځانګړي غونډي جوړل چې موخه يې په دولتي
ارګانونو کې د ښځو وضعيت ته کتنه او دمعلوماتو ټولول او
همداراز د حل لاري چاري وړانديزونه هم شامل ؤ او په دي لړ
کې هم څيړنه تر سره شو چې په دولتي چوکاټ کې څو کليدي
پوستونه و ښځو ته ورکړل شوي دي.
کميسيون قضائې مراجعو ته د مدني او جنائي قوانين د اصلاح
او يا بدلون راوستلو په هکله چې په ښکاره توګه د ښځو د
حقوقو پر وړاندې سرغړاوي توکې په کې شتون در لود ځانګړي
وړانديزونه ورکړي دي
په مياشتني بڼه د ښځو له زندان څخه ليدنه او په محکمو کې د
ښځو له محاکمې څخه څارنه
د بندي ښځو په هيواد کې دننه او له هيواد څخه بهر د بهرنيو
چارو وزارت په مرسته د سرشميرني پروسي تر سره کول .
له بيړنې لويې جرګې څخه وروسته د افغانستان د بشر حقوقو
خپلواک کميسيون او مدني ټولني لخوا د اساسي قانون
نمايندګانو ته ديوي ورکشاپ دايرول
له ښځو نړيوالو ورځو څخه نمانځنه چې موخه يې بيا هم د ښځو
د حقوقو پراختيا په تيره بيا سياسي حق، د بيلګې په توګه
ښځى په رياست جمهوري ټاکنو کې د نومليکني لپاره لږ ګډون
کړي وو.
-
پورتني نمانځنو مراسم نه يواځى په کابل ښار کې بلکه د
افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کميسيون سيمه ييز دفترونه
هم په ١٦ بيلابيل ولايتونو کې هم د سيمه ييز نا دولتي
موسساتو په مرسته دغي ورځى نمانځلي دي چې په لړ کې يې ښځى
هڅولي تر څو د هيواد په بيا رغونه او په تيره بيا په سياسي
پروسو کې فعاله ونډه واخلي
-
همدارنګه د ښځو څانګه د ښځو د نړيوالي ورځى په وياړ يوه
تصويري نمايشګاه د کابل په پوهنتون کې جوړ کړ، چې په کې
١٢٠ تصاوير او له ٢٠ و څخه زيات پوسترونه چې په ټولنه کې د
افغانى ښځو د فعالي ونډي ښکارندوي و او همداډول د افغاني
دودونو د مثبتي او منفي اړخونو ښکارندوي هم و د کتونکو
لپاره په ننداره کښيښودل شوي وو.
-
دغه نمايشګاه د آئيني دموسسي په ګډه مرسته چې د يادونې وړ
دي چې دغه موسسه ١١ تصاوير چمتو کړي ؤ داير شوي و
-
د ښځو د تعليم او کار حقوقو په اړه د افغانستان د ملي
ټلويزيون په مرسته د يوي مستندي فلم جوړول
-
د يوي بلي هنري فلم جوړول چې په دغه فلم کې له شرعيت څخه د
ناوړي ګټي پورته کول ښودل کيږې لکه څنګه چې په دغه فلم کې
يوه قوماندان پر يوه ښځه جنسي تيري کوي او بيرته همدا
قوماندان هغي د شرعيت پر اساس په سنګسار محکوموي چې دا ښځه
په همدي ويره کې وفات کيږې
-
د ځان سوزونې او د ځان وژنې هڅي د زياتوالي له امله د
کميسيون سيمه ييز دفتر چې په هرات ولايت کې فعاليت لري د (
ولي ځان سوزونه) تر سرليک لاندې د ٢٠٠٣ کال د اکتوبر په
مياشت کې يوه سيمينار تر سره کړل. په دغه سيمينار کې علما،
ډاکتران، حقوق پوهان او د ښځو د حقوقو ملاتړ فعالين برخه
اخيستي وه چې ددي سيمينار په لړ کې ٢٢ ويناوي تر سره شوي
او يو لړ د حل لاري چاري هم پورتني ستونزي ته د سيمينار د
ګډونوالو له خوا وړانديز وشو.
په زور ، کوچنيوالي او يا څو ودونه هغه لاملونه دي چې د
پورتني ناخوالي لامل ګرڅى چې په تيرو دريو لسيزو کې د جګړو
او کړاوونو په پايله کې په ميراث پاتي شوي دي او بل لامل
پر ښځو د محدوديت دوام دي چې بيا هم په هيواد کې د بي امني
او بي ثباتي په پايله کې شتون لري
د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون د سيمينار ټولې
ويناوي د يو کتاب په بڼه چاپ کړل او د سيمينار ګډونوالو پر
فرهنګي ، ټولنيز او دولتي موسساتو باندې د يو پريکړه ليک
په صادريدو سره د عمل غږ وکړ . د پريکړه ليک عمده ټکې په
لاندې کرښو کې ليکل شوي دي .
څارنيز پروژي
د څارني په اړه لند معلومات
څرنګه چې ښکاره دي د کميسيون له دندو څخه يو هم دا دي چې
په هيواد کې د ښځو حقوقو ته پراختيا ورکړي او له هغي څخه
ملاتړ وکړي، چې په دي موخه د ښځو څانګه په لاندو برخو کې
څارني تر سره کړي دي :
-
دښځو د جنايتونو د شنني تر سرليک لاندې د يوي کتاب خپرول
( په دغه کتاب کې د ښځو بيلا بيلو جنايتونه او بيلا بيل
لاملونه د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې څيړل شوي دي )
-
په دغه کتاب کې دي ټکي ته چې له څو کلونو څخه راهيسي په
هيواد کې د جنايت کاروښځو شمير د زياتيدو په حال کې دي
او دا چې ولي ښځو دغو جنايتونو ته لاسوهنه کوي همداراز د
هغو د ناوړي پايلو په کورنيو او ټولنه کې هم ځانګړي شوي
دي .
-
د ځان سوزونې او د ځان وژنې هڅي د زياتوالي له امله د
کميسيون سيمه ييز دفتر چې په هرات ولايت کې فعاليت لري د (
ولي ځان سوزونه) تر سرليک لاندې د ٢٠٠٣ کال د اکتوبر په
مياشت کې يوه سيمينار تر سره کړل. په دغه سيمينار کې علما،
ډاکتران، حقوق پوهان او د ښځو د حقوقو ملاتړ فعالين برخه
اخيستي وه چې ددي سيمينار په لړ کې ٢٢ ويناوي تر سره شوي
او يو لړ د حل لاري چاري هم پورتني ستونزي ته د سيمينار د
ګډونوالو له خوا وړانديز وشو.
په زور ، کوچنيوالي او يا څو ودونه هغه لاملونه دي چې د
پورتني ناخوالي لامل ګرڅى چې په تيرو دريو لسيزو کې د جګړو
او کړاوونو په پايله کې په ميراث پاتي شوي دي او بل لامل
پر ښځو د محدوديت دوام دي چې بيا هم په هيواد کې د بي امني
او بي ثباتي په پايله کې شتون لري
د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون د سيمينار ټولې
ويناوي د ( چرا خود سوزي ) تر نامه لاندې د يو کتاب په بڼه
چاپ کړل.
-
همدارنګه د ښځو څانګه د ښځو د نړيوالي ورځى په وياړ يوه
تصويري نمايشګاه د کابل په پوهنتون کې جوړ کړ، چې په کې
١٢٠ تصاوير او له ٢٠ و څخه زيات پوسترونه چې په ټولنه کې د
افغانى ښځو د فعالي ونډي ښکارندوي و او همداډول د افغاني
دودونو د مثبتي او منفي اړخونو ښکارندوي هم و د کتونکو
لپاره په ننداره کښيښودل شوي وو. دغه نمايشګاه د آئيني
دموسسي په ګډه مرسته چې د يادونې وړ دي چې دغه موسسه ١١
تصاوير چمتو کړي ؤ داير شوي و . ديادوني وړ دي چې ددغي
نمايشګاه عکسونه په ژنيوا کې هم وښودل شو.
د راتلونکي څارنې په موخه نيول شوي پلانونه:
په زور ودونه:
-
اټکل شوي چې په افغانستان کې له ٦٠ و څخه تر ٨٠ سلني پوري
ودونه په زور ودونه دي. په زور ودول ټکې په عملي بڼه له
ډيرو معناوي سره سمون لري ( په لاندې کرښو کې د په زور
ودونو بيلګي ښودل شوي دي ) د نجونو ودول ددي په خاطر چې
پور ادا کړي ، دښمني لمنځه ويسي او له هغه چا سره واده
وکړي چې د انجلي خوښه هم نه وي .
-
په افغاني ټولنه کې په زور ودونه په بيلابيل توکمونو او
سيمو کې سره فرق کوي او دا کړني په اطرافي سيمو کې تر سره
کيږې . يوه ټکې چې په زور ودونو کې زيات دي د زور ټکې دي
چې دغه عمل ته ناقانونه بڼه ورکوي او د ښځو له حقوقو څخه
سرغړاوي بلل کيږې
کورنې تاوتريخوالي:
-
له هغه ځاى څخه چې ښځو د کورنې تاوتريخوالي په ځانګړي
توګه په کورنيو کې له مخکي وختونو څخه مخ دي خو په تيرو
دوه و لسيزو جګړو کې دغه کړنې په ځانګړي توګه په ټولنه او
کورنې کې دننه زياتوالي موندلي دي.
-
د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون د ښځو دحقوقو
ملاتړ څانګه پلان لري چې د کورني تاوتريخوالي په اړوند يوه
څارنه تر سره کړي
|