English

           
 

 

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون

مطبوعاتی خبرتیا!

د قانون نه سر غړونکی ماشومان د اصلاح وړ دی یا د جزا!

کابل: د ۱۳۸۷ ام کال د چنګاښ پنځمه  ۲۰۰۸ ز کال د جون ۲۵مه

 

دافغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون په یوه اوږد رپوټ کی چی د قانون څخه د ماشومانو د سرغړونو په هکله باندی څیړنه کړی ده او د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کی کی یی په ډاګیزه توگه په لاس راوړی دی، خپروی. پدی رپوټ کی کی  د ۲۴۷ د قانون څخه د سرغړونکو ماشومانو سره مرکه شوی ده.

دا رپوټ راښیی چی په ا فغانستان کی د قانون څخه سرغړونی ماشومان په ډیرو حالتونو کی د بیا اصلاح د پاره چی د ماشومانود عدالت سیستم  اساسی هدف په نړی کی بلل کیږی، لاسرسنه نه لری. د ۱۹۹۴ ز کال د ماشومانو د کنوانسیون په تطبیق سره چی افغانستان هغه ته ژمن دی، په ۲۰۰۵ ز کال د مارچ په میاشت کی د افغانستان دولت یو قانون چی د سرغړونکو ماشومانو ته رسیدنی قانون نومیږی، تصویب کړ. چی هغه د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون د ماشوم د عدالت یوه برخه بللای شو. د ماشوم د حقونو په کنوانسیون کی لیکلی اساسات او ددی  قانون مواد څخه د سرغړونکو ماشومانو د پاره د محور په توگه گټه اخیستل شوی دی.

په دی څیړنه کی چی د یونسیف په مرسته سرته رسیدلی ده، هڅه شوی ده چی په افغانستان کی دقانون څخه په سرغړونکو ماشومانود وضعیت څخه د پیږندلی په هکله او د هغوی سره د عدالت د سیستم د کړنو په برخه کی ډیر معلومات وړاندی شی.

ددی رپوټ څخه لاس ته راغلی معلومات:

         د اصلاح په مراکزونو کی په سلوکی ۵۵ ماشومانو ځانونه د فقیرو کورنیو څخه معرفی کړی دی. او په سلوکی ۴۲ بیا د منځنی اقتصاد لرونکی کورنیو څخه ځان ښودلی دی. هیڅ یو ماشوم د شتمنو کورنیو څخه نه وؤ.

         په عامه توگه کی په سلو کی ۶۹ ماشومانو ویلی دی چی ترنیول کیدو د مخه دوی په دی کار بوخت وه.  (په سلوکی ۷۶ هلکان او په سلوکی ۳۲ نجونی)

         د اصلاح په مرکز کی ډیر ماشومان نالوستی وه. (په سلوکی ۶۲ نجونی اوپه سلو کی ۳۶هلکان)، یوازی په سلوکی ۸ نجونی او په سلوکی ۲۸ هلکانو د لومړنیو زده کړو پورته زده کړی وه.

         په سلوکی ۴۱ د هغه مرکه شوو ماشومانو څخه چی د اصلاح په مرکز کی وه، د محکمی د پریکړی انتظار یوست او په سلوکی ۳ هغه ماشومان چی ضمانت یی نه درلود، په بندیخانه کی وه.

         په ټولنیزه توwww.freshclips.comه په ۳٪ ماشومانو چی ځواب ورکړی وو، هغوی د شپږ میاشتو را پدی خوا د محکمی د روستی پریکړه ته انتظار درلود.

         د صلاح په مرکزوکی د نجونی په سلوکی ۱۵٪ وی. دا په داسی حال کی وه چی ډیرو نجونو ویلی وه چی دوی لومړی د ښځو په بندی خانه کی ساتل شوی دی. په ځینو ولایتونو کی د اصلاح مرکز ونه یوازی د هلکانو د پاره دی.

         د هلکانوسرغړونی په معمولی ډول ۳۴٪ پټونی او غلا او ۲۷ ٪ قتل او د سړی تښتونی، ۱۲ ٪ زنا او لواطت ، ۲٪ جنسی تجاوز اوبدی کړنی وی.

         د هغه پرخلاف د نجونو سرغړونی په ډیرو مواردو کی ۵۶٪ اخلاقی اتهام، د کوره څخه تیښته، لواطت او زنا وه. په ډیرو دغه قضیو کی نجونی په ښکاره ډول د ناوړو کړونو قربانی شوی وی. ۱۱ ٪ ماشومانو د قاچاقو په اتهام، ۸ ٪ د قتل او سړی تښتونی په اتهام او ۱۱ ٪ نود یی د جگړی او نورقضیو په سبب باندی وؤ.

         ۱۴ ٪ نوری نجونی کوم جرم یا سرغړونه نه لرله خو د ورکتیا او بی کوری له درکه هم هلته اوسیدلی.

         ۴۸ ٪ ماشومانو د قضیو د پروسو د بهیر په برخه کی د وهلو خبر ورکړی دی. ۸ ٪ نور بیا د بدی ژبی استعمال شکایت کړی دی. یوازی ۳۹ ٪ ماشومانو د خپل بهیر عادی ښودلی دی.

         ۱۱ ٪ نجونی او ۵۵ ٪ هلکان د نیولو په وخت کی وهل شوی دی. ۳۶ ٪ ویلی دی چی د توقیف په وخت کی د پولیسو د نارواوو سره مخامخ شوی دی.

         لږ تر لږه ۵۹ ٪ ماشومان د اصلاح د مرکز نه مخکی د پولیسو د توقیف وره تیره کړی ده. چی د هغه ډلی نه ۵۳ ٪ ماشومان ( ۴۹ ٪ نجونی او ۵۴ ٪ هلکان) د لویانو سره يو ځای ساتل کیږی.

         ۱۰ ٪ ماشومان ویلی دی چی دوی د مور او پلار د لیدلو څخه منعه شوی دی. چی دا د هغوی ضرر رسیدنه نور هم ډیروی.

         د توقیف په وخت کی یوازی ۲۳ ٪ د مدافع وکیلانو موقع موندلی ده. (۱۷ ٪ هلکان او ۶۲ ٪ نجونی) په داسی حال کی چی په محکمه کی وکیلانو ته د ماشومانو لاسرسنه ۳۸ ٪ ډیره شوی ده.

         ۵۸ ٪ ماشومانو ویلی دی چی دوی د بندیتوب په وخت کی ناروغه شوی دی. یوازی ۴۲ ٪ ویلی دی چی دوی ته روغتیایی آسانتیاوی برابری شوی دی.

          د قانون څخه د سرغړونو په حالت کی د نجونو وضعیت له هلکانو نه ډیره بده وؤ. دا ځکه چی په ډیرو ولایتونو کی د نجونو د پاره ا صلاح مرکز نشته او نجونی د ښځو په بندی خانه کی ساتل کیږی.

         ټول ماشومان د خوراک د کیفیت څخه په شکایت کی وه.

د دی رپوټ څخه لاس ته راغلی معلومات شیی چی د قانون څخه د سرغړونکو ماشومان سره کړنی سختی دی. دا د خپګان وړ دی چی د ماشومانو سره د عدالت د سیستم په برخه کی کله چی دا رپوټ گورو، نو ډیر ځله داسی معلومیږی چی دغه کړنی د بیا اصلاح د پاره نه دی، بلکی د جزا ورکولو د پاره دی. د اوږدی مودی بندیتوب په داسی حال کی چی ماشومانو د پاره د ښوونی او روزنی او لومړی ودو آسانتیاوی، روغتیایی خدمتونه (روغتیا او خوراک) د هغوی د پاره نه وی د خپگان وړ دی.

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون د افغانستان د دولت څخه غواړی چی د نړیوالو او ملی ژمنو په مطابق سره داسی گټور پروگرام جوړ کړی تر څو دا ماشومان په بیړه سره وساتل شی او د هغوی سره هره لازمی مرستی وشی. دا رپوټ دولت او نورو مسؤلو څانگوته تو سلسله غوښتنی وړاندی کوی تر څو د هغه په تطبیق سره داسی میکانیزم جوړ شی چی د ماشومانو د سرغړونی کچه ډیره ټیټه شی او د هغوی سره مرسته وشی.

په قانون کی اصلاحات راوستل ، د سرغړونکو ماشومانو د پاره او د ماشومانو د پاره د ښو مقرراتو او قواعدو راوستل چی د هغوی روزنه وشی او د ټولنیزو خدمتونه د پاره تیار کړل شی، په ټولو ولایتونوکی د ماشومانو د پاره ځانگړی محکمو او څارنوالیو جوړول، د بندی توب په برخه کی بدیل راوستل، د ماشومانو د عدالت د پاره د ملی حمایتی څانگو پرانستل، د هغوی د سن ټاکنه او داسی اقدامات تر لاس لاندی نیول تر څو دغه ماشومان بیرته ټولنی ته ورشی، د دغو رپوټ د غوښتنو څخه دی.

دغه رپوټ د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون  په ویب پاڼه کی په انگریزی او دری ژبو کی دستیاب دی او په ډیر ژر موده کی به د پښتو په ژبه کی هم دستیاب وی.

 

د نور معلوماتو لپاره اړیکه ونیسی:

د ټیلیفون شمیره: ۲۵۰۰۶۷۶

د ای میل ادرس: aihrc@aihrc.org.af

ویب پاڼه: www.aihrc.org.af

 

 

 

 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون