|
ښټه: د 1387 کال د غبرگولى 21
په هلمند کي د بي. بي. سي راډيو خبريال د عبدالصمد
روحاني
د شهادت
په
هكله د افغانستان د
بشري حقونو د خپلواک کميسيون خبرتيا
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د بي.بي.سي راډيو
خبريال ښاغلى عبدالصمد
روحاني
وژنه چي د غبرگولى په 19 باندي د هلمند په ولايت کي په
وحشي توگه شوې ده، او دى ئې په شهادت رسولى دى په کلکه
باندي غندى، د ده مظلومانه شهادت په برخه کى د هغه کورنۍ
او خپلوانو او په همدې ډول دبي.بي.سي راډيو کارکونکو او
دهيواد د ټولو ژورناليستانو سره خپله خواخوړي شريکوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون، پرژورناليستانو
باندي زوراچوونه او د قتلونو او ويري اچونى پيښو ډيريدلو
او په هيوادکي د رسنيو په برخه کي پر هغوى باندي کړۍ
تنگولو په هکله خپل ژورخپگان ښکاره کوي، او د افغانستان د
اسلامي جمهوري دولت څخه په کلکه غوښتنه کوي تر څو د مرحوم
روحاني
د شهادت قضيه په بيړه و څيړي او دهغه قاتلان دي و نيسي او
سزا دي ورکي او ددولت څخه په ډاگه غوښتنه کوي چي د رسنيو د
اسانتيا وو برابرولوپه هکله دي په ټول هيواد کي د
ژورناليستانو د پاره مؤثره او گټور گامونه واخلي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون
|