|
د ۱۳۸۸ د وری ۲۵
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون د کندهار
ولایتی شورا غړی میرمن ستاره اڅکزی د شهادت له او د هغه د
غم لړلی پیښی له کبله چی د کوټی او ایران په لاره کی یو
شمیر افغانان شهیدان شوی او خپل ژوند یی د لاسه ورکړی، خپل
ژور خپګان څرګندوی.
د کندهار ولایتی شورا غړی میرمن ستاره اڅکزی وژنه
په دی مانا دی چی د افغانستان د خلکو دښمنان و خپلو سیاسی
هدفونوته د رسیدلو د پاره د هیڅ ډول جنایت څخه ډډه نه کوی
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون د مرحومی
د کورنی او دکندهار د شریفو خلکو سره خپله خواخوږی شریکوی
او د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت څخه غوښتنه کوی چی د
خلکو د ژوند په ساتنه او د امنیت په تامین کی چی د بنسټیزه
بشری حقونو څخه دی، کلک اقدام او پاملرنه وکړی.
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون د کوټی ـ
ایران د لاری د شهیدانو د کورنیو سره خپله خواخوږی شریکوی
او
دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت څخه غواړی چی د دغه غمجنی
پیښی د عاملانو سره قانونی کړونو تر څنګه په اقتصادی،
ټولنیزو او حقوقی برخو کی کلک تدبیرونه و نیسی او هغه دی
پلی کړی. تر څو زموږ هیوادوال دی ته اړ نه شی چی د کار
پیداکولو او ژوند تیرولو د پاره دغه شان سختی او خطرونه و
منی او د غیر قانونی لیارو څخه دی بهرنی هیوادونو ته لاړ
شی.
په ټولو برخو کی د لاښه ژوند تامینول او په ځانګری ډول
په اقتصادی او ټولنیزو برخو کی د دولت د دندو
او مکلفیتونو څخه ګڼل کیږی.
|