English

           
 

چهار شنبه، د 1385 لمريز کال د کب شپاړسمه

 

 د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون دشنبى په ورځ په ننګرهار او د دوشنبى په ورځ د کاپيسا په ولايتونوکې د تروريزم پر ضد د نړيوال ائتلاف د بمباريو او ډ زوله امله  دملکي او بيګنا کسانو د مرګ ژوبلې په اړه خپله ژوره خواشينې  څرګندوي او په راتلونکي کې دداسو پېښو د مخنوي له پاره د چارواکو د کلکې   پاملرنې غوشتنه کوي.

 دا په داسى حال کې ده چې د افغانستان دولت او خلک له نړيوالو ځواکونو څخه تمه لري چې د هيواد د بيا رغوني، د قانون د واکمنۍ او د امنيت د تامين په برخه کې مرسته وکړي، خو بيا هم په زياتى خواشينى سره افغانان د ملکي بيګناه کسانو د وژلو شاهدان کيږي

  د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون په جلال آباد او کاپيسا کې د پيښو د څيړلو د غوښتنى سربيره په ټينګار سره په افغانستان کې د ميشتو نړيوالو ځواکونو څخه غواړي چې د پوځي او امنيتي ماموريتونو د ترسره کولو په وخت کې د ملکي او بيګناه خلکو ځان، مال او حقونو ساتنې ته ژوره پاملرنه وکړي

  هره پوځي ستراتيژي بايد د بشري حقونو د ملاتړ او دفاع ضمانت وکړي، ځکه دملکي کسانو وژنه په حقيقت کې د بشر پاله قوانينو نه رعايت او د بشري حقونو له اصولو او موازينو څخه سر غړونه ده چې بايد د دغو سر غړونکو سره جدي او قانوني چلند وشي.

  د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د شهيدانو او زخميانو کورنيو ته د ډاډګيرنې د مراتبو په وړاندې کولو سره يوځل بيا له چارواکوڅخه د قانون له مخې د دا رنگه پيښو د تعقيب او څيړلوغوښتنه کوي.

 

 

 

 

 

 

 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون