English

           
 

 

دو شنبه د 1386 کال

دوري شلمه

  

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د طالبانو لخوا د افغان ژورناليست اجمل نقشبندي بيرحمانه وژنه د يوه ويرونکي جنايت په توگه په کلکه غندي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د افغان ژورناليست اجمل نقشبندي د شهادت له امله د هغه درنى کورنۍ او د افغانستان ملت ته ډاډګيرنه وړاندې کوي او ددغى پيښى له امله په ژوره توگه خواشينى دې.

دروان کال په بهير کې د افغانستان د ژورناليزم د ډګر کارکوونکوته د وهلو ټکولو، سپکاوي، گواښ، يرغمل نيولو او وژنى څلويښت قضيى رامنځته شوي چې په نړۍ کې پر ژورناليستانو د بريدلوړه کچه څرګندوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون په ټينگه د افغانستان له دولت او نړيوالى ټولنې څخه غواړي چې د ورځپانه ليکونکو او خبريالانو د خونديتوب لپاره اړين اقدامات پلي کړي.

برسيره پردې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون تمه لري چې د افغانستان خلک نور هغو بيرحمو او تروريستو ډلوته اجازه ورنکړي چې د استوګنو له ځايونو، جوماتونو او د ملي او ديني ارزښتونو څخه په ګټې اخيستنى سره ملکي او بيګناه کسان ووژني.

 

 

 

 

 

 

 

 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون