|
مطبوعاتي اعلاميه
شنبه دوږي دويمه 1387 لمريزکال
د 2008 کال د اگست 23
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د جگړو په بهير
کې د ملکي کسانو د تلفاتو زياتوالى د توجيه وړنه بولې او
دهغې د لوړى کچى په وړاندې خپله ژوره انديښنه څرگندوي.
د روان کال په تيرو اتومياشتوکې د ملکي کسانو د تلفاتو کچه
ډيره لوړه شوې چې شميره يې نهه سوه (900) ملکى کسانو ته
رسيږي چې د نړيوالو ائتلافي ځواکونو او دحکومت د مخالفينو
او طالبانو د عملياتو په پايله کې منځته راغلي دي.
د 1387 کال دوږي د مياشتى د لومړى شپې پيښه (2008 کال د
اگست 22) هغه دويمه خواشينونکې پيښه ده چې د پنځه ديرشو
ورځو په بهير کې د هرات ولايت اړوند د شينډند په ولسوالى
کې پيښږي چې زيات شمير ملکي کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده.
همدارنگه د خپګاښ د 27 مې نيټى (د 2008 د جولاى 17 مه) د
هرات ولايت د شينډند ولسوالى کې په ورته پيښه کې ديرش تنه
ملکي کسان قرباني شول.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون ددغې پښى د ژورې
څيړنې لپاره خپله يوه کارى ډله سيمى ته استولې ده.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د ملکي کسانو
کورنيو ته چې ددغې پيښى په پايله کې قرباني شوې د خپلى
ژورى انديښنى او ډاډگيرنې مراتب وړاندې کوي او د افغانستان
د اسلامي جمهورى دولت او نړيوالو ځواکونو څخه په کلکه
غوښتنه کوي چې ددغې پيښې په اړه پراخه جنايى څيړنې ترسره
کړي او د بشرپاله نړيوالو حقوقو سره سم د ملکي کسانو له
تلفاتو څخه مخنيوې وکړي اوپه دې اړه قانوني اجراات سرته
ورسوي. |