English

           
 

 

د پرويز کامبخش د محاکمې په اړه مطبوعاتي اعلاميه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د يوې خوا د پرويز کامبخش په اړه د کابل د استيناف محکمى لخوا د هغه د اعدام د حکم په هکله د بيا کتنې هر کلى کوي خو د بلې خوا د هغه د قضييې په اړه د عدلي او قضايي ارزونې پرڅرنگوالي خپله انديښنه څرگندوي.

له هغه ځايه چې د هيواد په اساسي قانون کې راغلي حقونه او ازادى د هيواد پر هروگړي د اجرا وړدي او له هغه ځايه چې هروگړى حق لري چې د نيونې، څيړنې او محاکمى په بهير کې د عادلانه، منصفانه او د بشري حقونو له تضمينو نوڅڅه برخمن وي، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د سيد پرويز کامبخش د نسبتى دوسي په اړه د عدلي او قضايي ارزونې پرڅرنگوالي چې د بلخ په لومړنۍ محکمه او د کابل ولايت د استيناف په محکمه کې ترسره شوي، خپل انديښنه څرگندوي.

له هغه ځايه چې د هيواد نافذو قوانينو له مخې لاتراوسه د سيد پرويز کامبخش په اړه حکم وروستنۍ شوى ندى، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون هيله لري چې عدلي او قضايي مقامات، د سيد پرويز کامبخش د حقونو د ساتنې په موخه او د عدالت د تامين لپاره د هيواد د اساسي قانون، نورونافذو قوانينو او د محاکمي د عادلانه او منصفانه اصولو د رعايت او پلى کيدو په هکله رغنده هلى، ځلى وکړي.

 

 

 

 

 

 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون