English

           
 

 

لړليک

 

سرليک                                                                                                         

سريزه.................................................................................................

درپوټ لنډيز...........................................................................................

د ژوند حق............................................................................................

د انساني کرامت حق...............................................................................

د شخصي آزادۍ او امنيت حق...................................................................

قانوني پړاوونو ته د لاس رسي حق..............................................................

د ملکيت حق.........................................................................................

دمناسب استوګنځي يا سرپناه حق..............................................................

دښوونې او روزنې حق.............................................................................

دمناسب ژوندانه دکچې درلودلو حق..............................................................

د روغتيا حق..........................................................................................

د واده او کورنۍ د جوړولو حق.....................................................................

د تګ راتګ او اوسېدو د آزادۍ حق...............................................................

د کار کولو حق........................................................................................

د فکر، ضمير او مذهب د آزادۍ حق..............................................................

د بيان د آزادۍ حق..................................................................................

په اتحاديو کې د ګډون د آزادۍ حق..............................................................

د تابعيت حق.........................................................................................

 

 

سريزه:

د افغانستان دبشري حقونو خپلواک کمېسيون، په افغانستان کې له بشري حقونو څخه دملاتړ، پرمختيا او څارنې په موخه، دافغانستان داساسي قانون داته پنځوسم توك پر بنسټ رامنځ ته شو او دکمېسيون دتشکيل دندواو واکونو دقانون له مخې فعاليت کوي.

کمېسيون اوس اته سيمه ييز او څلور ولايتى دفترونه لري چې دهغه پروګرامي برخه دښځوحقونو دملاتړ، دکوچنيانوحقونو دملاتړ، دمعلوليت لرونکيو وګړيوحقونود ملاتړ، انتقالي عدالت، له  سرغړونو  څخه دڅارنې او ارزونې، دبشري حقونو دزده کړو په ګډون دي، همدارنګه دڅېړنې او تګلار جوړونې، ژباړې ، خپرونې، راپورليکنې ، دسولې رغاونې او ځانګړې څارنې په څير نورې ملاتړيزې څانګې هم لري.

د کمېسيون دموخو په تحقق کې، عدلي او قضايې اورګانونه، وزارتونه، نورې دولتي او نا دولتي موسسى او دهېواد اتباع دنده لري چې له کميسيون سره مرسته او همکاري وکړي، دافغانستان دبشري حقونو دخپلواک کمېسيون دتشکيل، دندو او واکونو دقانون په څلورم توك کې راغلي دي: ((ددې قانون په مفهوم دبشرحقوق داتباعو دهغو بنسټيزو حقوقو او ازاديو څخه عبارت دي چې په اساسي قانون، نړيوالواعلاميو،ميثاقونو، قراردادونو، پروتوکولونو او دبشرد حقوقو په نورو نړيوالو سندونو کې چې افغانستان يې په پام كې نيولواو تطبيق ته ژمن وي، تسجيل شوي وي.

بيمو، تاميناتواوهغوخدمتونوته چې دولت يې وړاندې كوي ، مساوي او عادلانه لاس رسي هم د وګړو د بشري حقوقو له جملې څخه ګڼل كېږي )) بشري حقونه دانسان دپت او کرامت دحق پر بنسټ چې نور بشري حقونه له هغې څخه رامنځ ته کېږي، دهغې پر ارزښتونو ټينګار کوي او دهغې تحقق غواړي، داسلام سپيڅلى دين هم ددغه مبارک آيت له مخې ((و لقد کرمنا بني آدم)) پر هغې صحه ږدي او رسول اکرم (ص) له خوا دښځو، کوچنيانو بوډاګانو، دجګړې په ډګر کې دنه ښکيل کسانو، دجنګي مخالفانو ديرغملو دنه ځورونې او وژنې، او دبيلابيلو دينونو دپيروانو دمعبدونو ددرناوي په اړه پر له پسې سپارښتنې کړي دي.

دا راپور، په بېلابېلو برخو کې دبشر داساسي حقونو دډلبندۍ پر بنسټ دبشري حقونو وضعيت روښانوي.

هره برخه دوګړيو يوه ډله بشري حقونه معرفى کوي او دمعتبرو ماخذونو څخه په ګټه اخيستنى سره ددغو ډله حقونو په اړه دافغانستان ددولت ملي او نړيوالې ژمنې توضيح کوي. سربېره پردې ددغو حقونو له هرې ډلى څخه دخلکو دبرخمن کيدو يو عينى انځور دارقامو او قضيو دتشريح کولو سره يو ځاى وړاندې شوې دې. ددغو حقونو ډلبنه دي دکمېسيون له عملي کړو، وړو او تجربو څخه سر چېنه اخلي. هر ډله حقونه مشخص شوي دي، په همدې ډول په پاى کې دافغانستان دبشري حقونو خپلواک کمېسيون دعملي تجربو له مخې دبشري حقونو دوضعيت دسمون په موخه يو لړ وړانديزونه نښلول شوي دي.

ددې رپوټ له وړاندې كولو ترمخه اړينه ده چې د شمېرنو او قضيو د راټولولو په اړه لاندېنيو مواردو ته پاملرنه وشي.

   له هر حق څخه دسر غړونې په اړه راوړل شوې شمېرني دهغو قضيو څخه دي چې په کميسيون کي ثبت شوي دي. دغه پېښې دکميسيون له خوا تر څېړني او تعقيب لانه دي راغلي دي.

   په دې راپور کې دهغه ارقام او شمېرو څخه کار اخيستل شوي دې چې دکمېسيون دڅېړنو څخه په لاس راغلي دي. دبشري حقونو خپلواک کمېسيون هر کال "په افغانستان كې داقتصادي او ټولنيز وضعيت" رپوټ چې هغه په ټول هېواد کې له هېوادوالو سره دمرکو پر بنسټ چمتو کوي او په دې ډول دهېواد داقتصادي او ټولنيزې وضعې کلنى رپوټ لاس ته راځي. په همدې ډول د "څېړنې او كړنلار جوړولو" څانګې د بشري حقونو برخه کې څېړنه کوي چې په دغه لاسوندونو کې داخځليك په توګه ترې ګټه اخيستل شوې ده.

   په دې راپور کې د دولتي شمېرو څخه هم ګټه اخيستل شوې ده چې په راپور کې دسرچېنې په توګه په نښه شوي دي.

   کمېسيون د بشري حقونو د نقض مقياس د"پېښې" پربنسټ ترشننې لاندې نيسي، په يوه پېښه کې کېدای شي له يوه حقه ډېرې سرغړونې شوې وي او هم ډېرکسان له خپل حقه بې برخې شوي اوسي.

   په دې راپور کې د سرغړونو  شمېره په هيڅ ډول دبشري حقونو ټولې هغه قضيې چې بشري حقونه په کې ترپښو لاندې شوي دي (په هېواد کي) شاملي نه دي. شونې ده دبشري حقونو دنقض پېښې دعامو وګړيو دناخبرۍ له لامله په کمېسيون کې نه وي ثبت شوې. نو ځکه کمېسيون په دې باور دې چې دبشري حقونو د سرغړونو  شمېر له هغه څه نه ډېر دي چې په دې رپوټ کې راوړل شوې دي.

 

 درپوټ لنډيز:

پر ۱۳۸۶ کال دواده کولو دحق په اړه تر ټولو ډېر دبشري حقونو سرغړونې دښځو په اړه شوې دي. (۲۶۵ پېښې). دواده کولو حق دنقض لوي لاملونه دادي: له قانون څخه  سرغړونه ، دښځوحقونو څخه دنرينه وو بې خبري، دمعافيت فرهنګ، دځايې جرګو له لارې دقضيو او شخړو حلول او اداري فساد. په ډېرو پېښو کې دقانون نه پلي کول، له وخته مخكې ودونه لامل شوي دي (دافغانستان د مدني قانون په حکم دنجونو د واده کولو لپاره قانوني عمر ۱۶ کاله ښوول شوې دې او له هغه نه کښته منګ دقانون له مخې دواده کولو عمر نه دې) جبري ودونه، په بدو کې د ښځو ورکول او دنجونو بدلول هم له بشري حقونو څخه  سرغړونه ده.

   دملکيت حق نقض د ۲۴۴ په شمېرې سره، هغه حق دي چې دويم ځاى يې نيولى دى او دکمېسيون په دفترونو کې ثبت شوي دي، هغه غټ لاملونه چې دملکيت حق دسرغړونې لامل شوي دي دا دي: اداري فساد، دملکيت دحق دپښو لاندي کونکيو سره قانوني چلند نشتوالى او دښځو دميراث دحق په اړه دټوليزپوهاوي نشتوالي.

   پر ۱۳۸۶ کال دانساني کرامت حق ترپښولاندې کولو په اړه۱۸۸پېښې په کميسيون کې ثبت شوي دي. دغه څه يوازې دبنه ديانو دځورونې او ناوړه چلند قضيې نه راښيې. دښځو په اړه ډېر فزيکي او روحي تاوتريخوالي، هغوي ته دنفقې نه ورکول، دکورنۍ دغړيو له خوا دهغوي وهل او رټل پرښځو جنسي تېري، دښځو ځورول، په بدو کې او يا هم په بدل کې دښځو ورکول ددې مانا ورکوي چې ښځې سوداګريز توکي دى او دهغوى حقونو ته درناوى نشته، نورې پېښې دانساني کرامت دحق تر پښولاندې کول دي چې په اړونده برخه کې به پرې اوږد بحث وشي. سربېره پر دې پرماشومانو د جنسي تېرې او بد سلوک قضيې په کمېسيون کې ثبت شوي دي. ځينې لاملونه لکه د قانون نه پلي کول، دمعافيت، دفرهنګ دودتيا، دانساني کرامت له حقه دقانون پلي كوونكيو ناخبري هم ددې لامل شوى دي چې دغه حق تر پښو لاندې شي.

   قانوني پړاوونوته دلاسرسي له حقه  سرغړونه يو دهغه لويو  سرغړونو  څخه شمېرل کېږي چې دبشري حقونو تر پښولاندې کولو لامل شوى دى. مدافع وکيل ته نه لاس رسى ، دقانون نه پلې كول، قومي جرګو او شوراګانو ته دشخړو داواري لپاره دخلکو ور تلل، دقانون پلي كوونكېو دوړ ظرفيت نشتوالي، د ۱۸ کلونه نه دکښته عمر لپاره دمحکمو محدوديت او اداري فساد هغه غټ لاملونه دي چې خلک دقانوني پړاوونوته دلاس رسي له حقه بي برخې دي.

   دژوندانه له حقه  سرغړونه په تېرکال کې يو دهغه بشري حقونو له  سرغړونو  څخه وه چې داندېښنې وړ وه. ددې حق دنقضولو په پېښو کې ددولت دمخالفانو، نړيوالو ځواکونو او د دولت دپوځي بريدونو په بهير کې دملکي وګړيو وژل هم شامل دي، ځان وژونکي بريدونه هم يو دهغه لاملونو څخه وه چې دغه حق يې ترپښو لاندې کړي دى په تېرکال کې ۳۸۱ کسان چې نا پوځي ول خپل ژوند له لاسه ورکړى دى چې په هغوى کې ښځې، ماشومان، زاړه او ځوانان شامل دي. سربېره پردې دافغانستان ډېرى وګړي ددولت مخالفانو دپوځي بريدونو، ماينونو، ددولت دپوځي بريدونو او دبهرنيو پوځي ځواکونو په وسيله وژل شوي دي.

   مناسب استوګنځي ته نه لاس رسى له بشري حقونو څخه يوه بله  سرغړونه ده، چې په تېرکال کې ۲۶ پېښې په ګوته شوې دي، داهغه شمېرپېښې دي چې په کمېسيون کې ثبت دي. خو ددې ترڅنګه ډېر هغه افغانان چې په ښارونو کي اوسيږي هم مناسب کورته لاس رسى نه لري.

   همدارنګه دمناسب ژوند دکچې درلودلو له حقه  سرغړونه دبشري حقونو د سرغړونو  يوه بله بېلګه ده. دهېواد ډېرى وګړي داقتصادي لوږې او دپاکو اوبو ته دنه لاس رسي سره لاس په ګرېوان دي. دکمېسيون دسيمه ييزې څارنې له موندنو څرګندېږي چې د ۱۱۱۸۷ تنو (۵۲۰۵ ښځېنه او ۵۹۸۲ نرينه) چې مرکه ورسره شوې ده له دې شمېرې نه۷,۳۹٪ هيڅ ډول کار نه درلود. خو هغه کسان چې په يوکار بوخت ول له هغوي ۱.۴۱٪ دورځې د۵۰ افغانيو څخه لږ ورځني عايد درلود چې دغه عايد نه شي کولاي ديوې کورنۍ لپاره مناسب ژوند چمتو کړي. همدارنګه له مرکه شويو څخه ۷.۶۱٪ ويلي دي چې ددوى کورنۍ پوروړي دي. پاکو اوبوته دخلکو لاس رسى د ۱۳۸۵ کال په پرتله ډېر توپير نه لري. دمرکه شويو څخه ۵۲٪ پاکې اوبه نه لري، او ۱۳٪ بيا داوبو راوړلو لپاره بويه دورځې يوساعت پلى تګ وکړي، چې اوبوته ورسېږي. ۴۷٪ مرکه شويو شکايت لره چې ددوي د اوبو ډنډ دځارويو سره ګډ دې او ۶٪ مرکه شويو ويلي دي چې دوي داوبو په سر دنورو سره پخپله يا ګاونډي سيمه کې شخړې کړي دي.

   په کمېسيون کې تېرکال ۲۴ قضيې ثبت شوي دي چې دښوونې او روزنې حق ترپښولانه دي شوي دې. دښوونځيو نشتوالي، دښوونکو کمښت (په خاص ډول دتجربو لرونکو ښوونکو) او ښوونځيو ته دلاسرسني ستونزي هغه علتونه دي چې دښوونې او روزنې له حق نه  سرغړونه شوې. ډېری ښوونځي ددرس ورکولو لپاره مناسب چاپېريال نه لري. ددرسي توكيو دکمښت څخه نيولي بيا دټولګيو او دمناسبې ودانې نه لرل هغه ګواښونه دي چې دښوونې او روزني دحق دتامين لپاره بويه پاملرنه ورته وشي. دهېواد ډېرۍ ښوونځي مناسبي وداني نه لري او ټولګۍ تر خيمو، دونو ترسيوري او يا هم لمرته پوست وايې.

   په تېرکال کې دروغتيا له حقه دسرغړونې په اړه ۲۱ قضيې په کمېسيون ثبت شوي دي. که څه هم له۹۲٪ کسانو سره چې مرکې شوې دي ۱۱۱۸۹ کسان (۵۲۰۵ تنه ښځې او ۵۹۸۲ تنه نرينه) ويلي دي چې دهغوى په سيمه کې روغتيايې اسانتيا وي (روغتون، دولتي او خصوصي کلينيکونه) شته. خو په دې اړه چې له دغو ادارو ګټه اخيستل ټولو هېوادوالوته يو خېل او بې له توپيره چمتو ده. له دغو روغتيايې اسانتياوو دنه ګټې اخيستنې لوي دليلونه فزيکي نه لاس رسى، دخدمتونو دکيفيت ټيټوالي، فقر او دلګښتونو د ورکولو وسه نه لرل او دښځېنه ډاکترانو نشتوالي دې، په ځانګړي توګه دښځېنه ډاکترانو نشتوالي دځينو فرهنګي او د ودويزو نظرونو په لولو سره ددې لامل ګرځي چې ناروغې ښځې دې روغتيايې اسانتياووته لاس رسى ونه لري. په ځينو سيمو کې که څه هم روغتيايې مرکزونه پرانستل شوي دي خو دډاکترانو او نورو روغتيايې کارکوونکيو نشتوالي جوت دى.

   دهېواد ډېري وګړي کاري بوختيا نه لري. لکه څنګه چې پورته وويل شول هغوي چې کارهم لري دډېرو ورځني عايد له ۵۰ افغانيو لږ دى چې دا په خپله دکار له حقه  سرغړونه وه. په دې دليل چې عايد بويه له کار سره په انډول کې وي او هغه بويه دهغوي دورځني لګښت لپاره بسنه وکړي. اداري فساد او دکار دبازار نشتوالي دغه حق ته دنه لاسرسي له لاملونو ګڼل کېږي.

   همدارنګه تېرکال په ټول هېواد کې دبيان آزادۍ په اړه په ډېرو برخو کې له دغه حقه سرغړونې شوي دي، وژنې، برمته نيول ، زورزياتي اوو يرول ، دراډيو او تلويزيون پرمرکزونو بريد کول له دغه حقه دسرغړيونې شمېرل کېږي. دژورنالېزم نړيوال مرکز له شمېرنو څرګندېږي چې پر ۱۳۸۶ کال لږ تر لږه ۱۳ ځله خبريالان وهل شوي دي. همدغه مرکز وايې چې په همدغه کال کي ۶ کسه خبريالان چې يو ايټالوي هم په کې شامل وو، وژل شوي دي. ۲۴ دبنديانولو پېښې -۱۹- ځله پرمړيني ګواښل او دوه ځله هم دخبريالانو ټپي کول په دې کال کې پېښ شوي دي. په همدې حال کې دوه دانسان تښتونې او -۵- ځله دوژلو هوډ په تېرکال کې راپېښ شوي دى. په همدې کال کې درې خبريالان په ځينو پېښوکې ټپيان شوي دي. (په وژلو) دخبريالانو ويرول د دود په توګه ددې لپاره ول چې دوى اخبار او خپرونې بند کړي.

   په تېرکال کې دضمير، مذهب او عقيدې دازادۍ يوه پېښه په کمېسيون کې ثبت شوې ده چې له دغه حقه سرغړونه ښيي په داسې حال کې چې پر۱۳۵۸ کال کې دپورته حق په برخه کي هيڅ پېښه ثبت شوې نه ده.

   تېرکال په اتحاديو کې دګډون د آزادۍ له حقه دسرغړونې يوه پېښه ثبت شوې ده لکه څنګه چې دپېښې له څېړلوښکاري دغه  سرغړونه دجنسيت دتوپيرپر بنسټ ولاړه ده.

   تېرکال دتابعيت له حقه د سرغړونو  څلور پېښې په کمېسيون کې ثبت شوې دي، چې دغه څه نه څه ددولتي کارمندانو دنه پاملرنې پايله وه.

 

 

  

په توليزه توګه د بشري حقونو د سر غړونو لويې لاملونه دادي: د امنيت نشتوالى، د جګړو له لامله تا و تريخوالى او اختلاف، د قانون تر پښو لاندې كول، په هېواد كې د معافيت د فرهنګ دودتيا، له خپلو حقونو څخه د هېواد والو بې خبري ، د قانون پلي كوونكيو د ظرفيت ټيټوالى، كمزورى اقتصاد او په پاى كې د اړونده دولتي كارمندانو نه پاملرنه، پورته ټول موارد په جلا جلا توګه په بېلا بېلو برخو كې د ثبت شويو پېښو او شمېرنو په لاسوند په دې رپوټ كې تر بحث لاندې نيول شوي دي.

 

د ژوند حق:

د تاريخ په اوږدوكې د ژوند له حقه بې برخې كول د ټولو دينونو له خوا غندل شوي دي. د ژوند د حق ارزښت اوساتنه يې په نړيوالو لاسوندونو او قانونونو كې هم راغلي دي او دولتونه په كلكه له دې منعه شوي دي چې د ژوند حق تر پښو لاندې كړي. خو ځيني موارد شاهدي وركوي چې دولتونه د ژوند حق په  سرغړونو  كې لاس لري.

په هېواد كې زموږ اساسي قانون درويشتم توك څرګندوي: �ژوند د خداى ج بخښنه او د انسان طبيعي حق دى،هيڅوك له قانوني مجوزه پرته له دې حقه بې برخې كېداى نشي.� همدا رنګه د افغانستان دولت د خپلو خلكو د ژوندون د مصئونيت ضامن دى، خو داچې دولت تركومې اندازي په دې برخه كې بريالى وو، هغه بحث دى چې لاندې به لنډه كتنه ورته وكړو.

 

د دې خبرې جوتول چې آيا د ژوند حق نقض شوې دى كه نه، او آيا دولت په دې برخه كې مسؤووليت لري كه نه، لاندې موارد په كې شامل دي.

۱ د ژوند سلبول او پرخپل سر وژنې چې په هغه كې د دولت كارمند لاس ولري.

۲ د دولت نه پاملرنه او تنبلي او د ژوند د حق په اړه د هغه ناتواني .

۳ په هغه قضاياووكې چې د ژوند حق زيان ليدلي وي د هغه له تعقيبه د دولت ناتواني.

۴ د بېرته جبيره كولو او اوښتيو زيانونو د بيا پوره كولو په برخه كې د دولت پاتې والى.

پردې بنسټ هر مهال چې دولت د ژوند له حقه د سرغړونې په باب په پورته يوې ياڅو پېښو كې لاس ولري ، پروړاندې يې په ځواب وركولو مكلف دى

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د سيمه يېزو څانګو په رپوټونوكې راغلي دي چې په تېركال كې څو پېښې وې چې په هغه كې د ژوند حق نقض شوى وي ، چې دغه شمېر د اندېښنې وړدى. كمېسيون ته له راغليو شكايتونو سره سم تېر كال د ژوند حق دنقض ۷۹ پېښې په ټول هېواد كې جوتې شوې دي. دا بويه ووايو چې د دغه ثبت شويوپېښو مانا دانه ده چې ګواكې دغه يوازېنۍ پېښې وې او نورې به نه وي شوي. كېداي شي "چې په يوه پېښه كې د يوې ډلې كسانو د ژوندون حق ترپښو لاندې شوى دى او يا هم يوازې د هغه قرباني يوكس اوسي. نوكېداى شي چې په يوه پېښه كې د څو انسانانو د ژوند حق تر پښو لاندې شوى واوسي، هغه بېلګه چې دلته را وړو پر دغه ټكي ړنا اچوي:

په كندهار ولايت كې يوكس د كمېسيون سيمه ييزدفتر ته شكايت وكړ او ويې ويل :

چې د ده د كورنۍ اووه كسه د كوم چا له خوا د تني په ولسوالۍ كې وژل شوي دي، د دغه كس په وينا وژونكى يو ظالم او جابر كس دى او د هغه كار غلا، چور او لوټول دي. كه څه هم پورته پېښه په امنيې قوماندانۍ او محكمو كې ثبت شوې ده، خو هغه كس بياهم ازاد ګرځي.  په داسې حال كې چې د امنيې قومندانۍ پوليس د هغه په نيولو كې هيڅ ډول هڅه نه کوي او ځان د هغه له نيولوعاجز ګڼي. خو دا موضوع په بيړه سره د کمېسيون  له خوا تر څېړني لاندې ونيول شوه".

كه څه هم دغه پېښه يوازې د ژوند حق د نقض په توګه په كمېسيون كې ثبت شوي ده خو هغه د اووكسانو د وژلوپېښه ده. له بده مرغه د ژوند حق د نقض په برخه كې چې په يوه پېښه كې څومره كسه وژل شوي دي ټول شمېر له كمېسيون سره نه شته.

د ژوند حق د نقض پېښې د ولايتونو په جلاوالي ډېرى يې په كندهار كې (۱۰پېښې) هلمند او خوست كې اته ، اته پېښې ثبت شوي دي، خو دا بويه وويل شي چې دغه شمېر ټول هغه نقض نه رانغاړي چې د ژوند حق په اړه په افغانستان كې شوي دي. دا ځكه چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون يوازې هغه پېښې ثبتوي كوم چې د ژوند حق د نقض په اړه يې كمېسيون ته شكايت كړى دى. تر ډېره بريده داسې څرګندېږي چې ډېرى د غه ډول پېښې كه واقع شوي هم وي خو د هغوى رپوټ كمېسيون ته نه دى وركړل شوى.

د ژوند حق د نقض پېښې چې په دې رپوټ كې يې راوړو هغه انفرادي وژنې دي، هغه وژنې چې د پوځي بريدونو له كبله شوي دي، د ځان مرګو بريدونو قربانيان، د كورني تاو تريخوالي له كبله د ښځو وژل،  ناموسي وژنې او په وژلو بانه دي ويرول دي. هغه پېښې چې لاندې د هغوى په اړه ليكو ددود په څېر هغه شمېر راښيي چې په كمېسيون كې ثبت شوى دى خو هغه پېښې په دې كې ګډون نه لري چې پورته دهغه په اړه وليكل شول. لكه څنګه چې شمېرنې له باوري او سمو سرچېنو څخه اخيستل شوي دي، په ځينو برخوكې كمېسيون پر دولتي ادارو ډډه  لګولې ده، نو په داسې حالتونوكې اخځونه ښكاره شوي ده.

په پورته پېښوكې مسؤوليت د دود به توګه د دولتي ادارو پر غاړه وو چې په ځينو پېښو كې دولتي ادارې جدي نه وې او په ځينو برخوكې يې پېښې نه وې څېړلې او هغه ‌يې تعقيب كړي نه وي. سربېره پردې د ژوند حق نقض او ورځ په ورځ يې ډېرېدل د دې مانا وركوي چې دولت د امنيت په راوستلو كې پاتې دی. او كله چې دولت داسې پېښې نه څاري نو په عدلي او قضايې برخو كې د هغه پېښو ځنډېدل په واقعيت كې د معافيت فرهنګ ته پر اختيا وركوي او د قانون ماتونكيو زړه ورتيا نوره هم غښتلې كوي ، نو دادى چې د قانون ماتولو پېښې نورې هم ډېروي.

په لاندې برخه كې به په ځانګړي توګه هغه د اندېښنې وړ نقضونو ته ګوته ونيسو چې تېركال د ژوند حق په اړه شوي دي (په ټول هېواد كې) او په برخو، برخو سره به يې وڅېړو.

وسلوالې نښتې:

تېر كال ۱۳۸۶ د نورو كلونو په پرتله يو خونړى كال وو. د كورنيو چارو د وزارت د رپوټ له مخې هغه شمېرنې چې په همدغه كال كې د ملکي كسانو د وژنې په اړه شوي دي ټول شمېر ۱۲۲۰ كسانوته رسېږي، چې د دولتي وسله والو ځواكونو د بريدونو په پايله كې او يا هم د ائتلافي ځواکونوله خوا، د دولت د مخالفانو له خوا، د بمباريو ، ماينونو د چوولوله كبله چې د لارو په اوږدوكې يې  ښخ كړي وه او په پاى كې د ځان وژونكيو بريدونو په وسيله شوي دي.

ځان وژونكي بريدونه:

هغه شمېرنه چې موږ يې له دولتي اداروڅخه لرو تېركال (۱۳۸۶)۳۸۱ كسان د ځان وژونكيو بريدونه له لامله شهيدان شوي ول ، چې په دغه شمېر كې ښځې او ماشومان هم شامل دي.يو له هغه ناوړه او وژونكي بريدونو څخه چې تېركال د ځان وژونكيو له خوا وشو او ډېر كسان په كې ووژل شول، هغه په بغلان ولايت كې وه چې د ولسي جرګې د غړيو د وژلو لپاره ترتيب شوې وه چې په پايله كې يې لږ تر لږه ۶۰ ماشومان شهيدان شول.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون په ډېرو پېښوكې د ملكې كسانو او په ځانګړي توګه د ماشومانو د وژلو په برخه كې خپلې كلكې نيوكې كړي دي چې په رسمي توګه هغه خپرې شوي هم دي.سربېره پر دې چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون په ځان وژونكي بريد كې د ۶۰ ماشومانو وژل غندلي دي، د يوه رسمي ليك په وسيله يې د ښوونې او روزنې له وزارته غوښتي دي چې هيڅكله اجازه ور نه كړي چې د ښوونځي ماشومان د لوړو چارواكيو د هركلي مراسموته ولېږي. كه څه هم د دغه پېښې په پايله كې ځينې بېړنۍ كړنې وشوې چې له لامله يې د ولايت د ښوونې روزنې مشر له كاره ليري كړاى شو او څه نور دولتي كار كوونكي هم له كاره ګوښه كړاى شول. خو د ماشومانو د وژنې په اړه او د هغوى د وژونكيو د عدلي تعقيب پېښه په كلكه ونه څارل شوه.

يوه بله لړزونكې پېښه چې تېركال  ۱۳۸۶ په كندهار ولايت كې ترسره شوه هغه د هغې ځان وژونكې پېښه وه چې په پورته ولايت كې د سپي جنګولو په لوبغالي كې د تماشا كوونكيو په مينځ كې تر سره شوه چې په پايله كې له ۱۰۰ ډېر ملكې كسان ووژل شول.

د دي موضوع په څېړنه كې بويه داپه ياد ولروچې د ژويو آزاراوځورول د شرعي حكمونو او افغانانو د فرهنګ، اخلاقومخالف كار دى. سربېره پردې چې دولت مكلفيت لري د خپل ولس امنيت وساتي خو ترڅنګ يې دا مسؤوليت هم لري چې د هېوادوالو لپاره د سالمو لوبو او داسې لوبې چې هېواد وال څه شي په كې زده كړي زمينه برابره كړي.

پوځي بريدونه:

ډېرځله ليدل شوي دي چې ملكې كسان د هغه پوځي بريد له لامله شهيدان شوي دي چې د دولت د مخالفانو او دولت د ځواكونو او يا هم د نړيوالو ځواکونو په وسيله سرته رسېدلي دي. په دې پېښو كې هغه كسان هم شامل دي چې د سړكونو تر څنګ د ماين د چاودنې په وسيله شهيدان شوي دي او يا هم مخامخ د مرميو موخه ګرځېدلي دي او يا هم د پوځي بريدونو پر وخت له كومې خوا لګېدلي دي.

په هغه ثبت شوې شمېرنه كې چې د كمېسيون په دفترونو كې ثبت شوي دي د هغه كسانو شمېر چې  د دولتي او نادولتي ادارو د بريد په وسيله مړه شوي دي ۳۷۳ كسانو ته رسېږي. دا بويه وويل شي چې دا ټول هغه شمېر، نه دى چې په دغه ډول پېښو كې وژل شوي دي، ښايې تر ډېره بريده دغه شمېرني په كمېسيون كې نه وي ثبت شوي. په داسې حال كې چې د ملي امنيت رياست د ناپوځي كسانو د مړيو شمېر ۸۶۶ تنه ښوولى دى.

د ساري په توګه د پوځي بريدونو په وسيله د ژوند حق د نقض يوه پېښه چې په كمېسيون كې ثبت شوې ده په لاندې توګه ترشننې لاندې نيول كېږي:

"د كمېسيون له رپوټ سره سم، بهرنيو ځواكونو د شپې پر وخت دكندهار ولايت په شاه ولي كوټ ولسوالۍ كې د يوه نا پوځي وګړي پركور بريد وكړاو په پايله كې يې يوولس تنه د جومات د امام په ګډون شهيدان كړل. نو ځکه كمېسيون وپتيله چې د ملكې كسانو د وژلو په خاطر چې د دولتي پوځي ځواكونو، نړيوالو ځواکونو او يا هم د دولت د مخالفانو له خوا كېږي يوه ځانګړې څانګه د ځانګړې پلټنو ټيم په نوم پرانيزي. دغه څانګې د تېركال په رپوټ كې د يوې پېښې ټولې برخې ليكلي دي چې هغه د امريكايې ځواکونو له خوا پر ملكي خلكو مرمۍ ورول ول او بيا دغه رپوټ دولتي اداروته وړاندې شو. دا بويه ووايو چې دغه رپوت د ټولو د خبرتيا په موخه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون  په ويب پاڼه كې هم خپور شوي دي".

 

 

 

په كندهار ولايت كې بمبارۍ له لامله د ژوند حق د نقض يوه بېلګه

 

دلاريونونو په بهيركې د ملكي وګړيو وژل:

د ۱۳۸۶ كال د غبرګولي پراوومه نېټه (د ۲۰۰۷ كال د مى ۲۸مه) په جوزجان ولايت كې يوې ډلې د والي د كار او اجراآتو پر وړاندې په لاريون لاس پورې كړ خو امنيتي ځواکونو په مخامخ توګه پر هغوى مرمۍ و اوورولې چې له لامله يې نهه تنه لاريون کوونکي ووژل شول.[1]

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون دغه موضوع وڅېړله او په دې اړه يې دولت ته يو لړ  سپارښتنې وسپارلې. يو له دغو سپارښتنو څخه د قانون تر پښو لاندې كوونكيو عدلي تعقيب وو. يوه بله غوښتنه د قربانيانو د كورنيوله خوا داوه چې والي دې  بويه تبديل كړاي شي. په پايله كې والي تبديل كړاى شو خو پېښه تر عدلي تعقيب لاندې ونه نيول شوه چې د قانون تر پښو لاندې كوونكيو سره قانوني چلند و شي.

په ايران كې د ماشومانو بندي كول:

په ځانګړي توګه د ماشومانو په اړه د پايښت اوپرمختيا حق دماشوم حقوقوتامين لپاره له بنسټيزو اصولو څخه ګڼل كېږي چې  يو له هغه لړزونكيو رپوټونو هغه رپوټ دى چې د ايران په هېواد كې د ژوند حق د تضمين او د ماشومانو د وضعيت په اړه ليكل شوى دى. او هغه ماشومان چې د نشه يې توكړيو د قاچاق په تور په ايران كې نيول شوي او هلته بنه ديان دي. كمېسيون رپوټ خپور كړچې د ايران په هېواد كې ۲۱ ماشومان د نشه يې توكړيو د قاچاق په تور نيول شوي دي، خپور كړ. دغه شمېرنې ښيې د اوو ۷ مياشتو راپدېخوا( تر څو چې د دغو ماشومانو د ميندواوپلرونو سره مركې كېدلې) ، په محبس كې اچول شوي دي، خو د قضايې پرېكړو بهير بياشاته لوېدلى وو ترڅو دوى ۱۸ كلنۍ ته ورسېږي او د اعدام له حكم سره برابر شي.[2]

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون په دې برخه كې ځينې كوټلي اجراآت كړي دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

- د دغو ماشومانو د وضعيت په اړه يو رپوټ او د دغو ماشومانو نوملړ جوړول او د كار او ټولنيزو چارو وزارت او د بهرنيو چارو وزارت په ګډون دولتي چارواكيو ته سپارل.

- د بهرنيو چارو وزارت او هم په مخامخ توګه.په افغانستان كې د ايران له ډيپلوماتيكونمايندګيو سره رسمي اړيكې نيول.

- د يونيسف له ادارې سره د رپوټ شريكول، په ايران كې هم د يونيسف د اداري سره اړيكې ونيول شوې ترڅو د دغو ماشومانو اساسي حقوقو په تامين د هغې له ډلې مدافع وكړيل ته په لاس رسي كي ګام واخيستل شو.

خو له بده مرغه چې د ايران د سختوقوانينو له مخې (چې بويه د دغه ماشومانو په حالت كې بدلون راشي او ور سره مرسته وشي) د دغه قاچاق وړونكيوماشومانو په حالت كې هيڅ بدلون رانغى، هغه ځکه چې په دې برخه كې د ژوند حق د نقض په اړه او يا لږ تر لږه د دغه ماشومانو د ژوند حق د نقض په اړه د پاملرنې وړ دي. نو د افغانستان دولت دنده ده چې د دغه ډول ماشومانو د قاچاق وړلومخه ونيسي، ډېر دغه ماشومان د جعلي پاسپورټ په لرلو سره د ايران خاورې ته ننوځي چې د افغانستان دولت په دې برخه كې ټينګ مسؤوليت لري.

د ډله ييزو قبرونو پېژندل:

تېركال نږدې ۶۲ ډله ييز قبرونه كشف او پېژندل شوي دي. چې دغه معلومات په بشپړه توګه د كمېسيون د كاركونكيو له خوا راټول شوي دي. يو له هغه قبرونو څخه چې ډله يېز مړي په كې كشف شول، هغه په بدخشان ولايت كې دى چې ۱۲۰ تنه مړي په كې پېژندل شوي دي. خو په دې لړكې نورې څېړنې رواني دي.

كه څه هم د ژوند حق نقض په تېرو كلونو كې ډېر شوى دى، خو د انسانانو كرامت ته درناوى لرل او له دغې پېښ يې  سره قانوني او مسلكې چلند كول د دولت له مسؤوليتونو ګڼل كېږي. خو په ډېرو برخوكې د دغه ډول پېښو سره د دولت د مسؤولو چارواكيو كړنې او چلندونه په نا مسلكې ډول ول. د بېلګې په ډول د دغوقبرونو لوڅول په داسې توګه ترسره شوي ول چې په پايله كې يې ډېر جسدونه خراب شوي ول او د هغوى په پېژندنه كې لويې ستونزې رامينځ ته شوې.

د ډله ييزو قبرونو د ساتنې په اړه د كمېسيون اندېښني عبارت دي له:

- د دغه شان قبرونو په ساتلو كې د اړونده چارواكيو نه پاملرنه چې دا بيا د دې لامل ګرځي چې د ډله ييزو قبرونو فزيكې شواهد له منځه ولاړ شي.

- د طبيعي پېښو لكه (سيلاب، اورښت) له لامله د فزيكي شواهدو له منځه تلل.

- په نامسلكي اونا تخنيكي توګه كېندنې، او په هغه ځايونوكې چې ډله يېز قبرونه شتون لري د دولتي او شخصي ودانيو جوړول .

-  په ډله يېزو قبرونو كې د ښخ كړاى شويو مړيودپېژندنې لپاره د عدلي طب د كارمندانود وړ ظرفيت او مهارتونو نشتوالى او په دې اړه د كارمندانو د ظرفيتونو په لوړوالي كې د عدلي طب د چارواكيو نه پاملرنه .

- د جسد پېژندنې، سكېچ، عكس اخيستلو او نقشه كولو GPS په برخوكې د امنيتي ګواښونو شتوالى په ځينو ولايتونو لكه كندهار- پكتياد ډله ييزو قبرونو پېژندل له خنډ سره مخامخ كوي.

- په هغه سيمو كې چې ډله ييزقبرونه دي د كورنيو او يا بهرنيو پوځي اډو جوړل ، په خپله يو له هغوخطرونو څخه دي چې دا ډول قبرونه ورك او يا ونه پېژندل شي، د بېلګې په ډول اوس اوس د څرخي پله په پولي ګون كې پوځي اډې ځاي پر ځاي شوي دي، په داسې حال كې چې په دې سيمه كې ډله ييز قبرونه هم شته.

پكتيا ولايت په هغه ځاى كې د مخابراتو او تيلفونونو د شبكو جوړول چې هلته ډله يېز قبرونه شتون لري. د دولت د نه پاملرنې په توګه ځينې كورنۍ د خپلو خپلوانو مړي له ډله يېزو قبرونو څخه پرخپل سر را باسي او بيايې په خپله پلرنۍ هديره كې ښخوي او دولت دغه څه ته پاملرنه نه كوي، په كندهار ولايت كې هم كله چې يو ډله يېزه قبر كشف شونو د مړيو خپلوانو، قربانيان په جلاجلا قبرونو كې ښخ كړل او انفرادي قبرونه يې ترې جوړ كړل چې په دې توګه ډله يېز قبر له منځه ولاړ، دغه ډول كړنې د ډله يېزو قبرونو نښې نښانې له منځه وړي.

- په ځينو سيموكې د دولت د بي پروايې له لامله ډله يېزو قبرونود سيمې په كرنيزو ځمكو اوښتي دي.

د ښځو پروړاندې تاو تريخوالى:

د ښځو په اړه د ژوند له حقه سر غړونه چې د كورني تاو تريخوالي له لامله كېږي يوبل مورد دى چې په كمېسيون كې ثبت شوى دى. د كمېسيون له ثبت شوي شمېر څرګندېږي چې پر ۱۳۸۶ كال  د ژوند حق دنقض ۵۹ پېښې رامنځ ته شوي دي. خو دا بويه روښانه شي چې دا شمېره د ژوند حق د نقض هغه پېښې  نه دي چې په ټول هېواد كې شوي دي. ځكه ځيني ناموسي وژنې چې شوي دي د ځينو ستونزوله كبله او يا هم په سيمه كې د كمېسيون د دفترونود نشتوالي له لامله بيا نه دي ثبت شوي.

د هغو كسانو د عدلي او قضايې تعقيب نشتوالي چې د ژوند حق ‌يې نقض كړې دى او د له لامله يې وژونكي چې د زور اوواك لرونكي دي هغه پېښې دي چې په كمېسيون كې ثبت شوي دي. بېلګه:

"يوه مېرمن په هرات ولايت كې د خپل مېړه له ‌خوا چې د زورورو له ډلې دى په مرمۍ وژل كېږي. خو په دې لاسوند چې وژونكى وسلوال او زورلرنكى كس دى ترعدلي او قضايې تعقيب لاندې نه نيول كېږي. خو د كمېسيون د كاركوونكيو په هڅو دغه كس د امنيتي چارواكيو له خوا ونيول شو او د قانون منګولوته وسپارل شو او د هغه دوسيه په هرات ولايت كې ترڅېړنې لاندې ونيول شوه.  كه څه هم ډاكترانو نظر وركړ چې د ده مېرمن په قصدي توګه وژل شوې ده خو مظنون وكړاى شول د لګول شوي توره برائت واخلي او له توقيفه راخوشې شو".

كه څه هم د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د پورته پېښې په اړه لازمې كړنې وكړې ترڅو په دې برخه كې قانون پلى شي. خو له بده مرغه پر وژونكي سزا پلې نه كړاى شوه، چې دغه كړنه د وژونكي د حق ترپښولاندې كولو او ورته پېښودپراختيا لامل كېږي. سربېره پردې د اړونده چارواكيونه پاملرنه په ټولنه كې د قانون او حكومت د دريځ د كمزورتيا لامل كېږي، سرغړوونكي لا وار دمخه غښتلي كوي .

خوپه ځينو نورو پېښوكې د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون وكړاى شول چې په دې برخه كې اساسي كړنې وكړي او د ښځوژوند حق د نقض پېښې ترعدلي او قضايې تعقيب لاندې ونيسي او قانون پلى كړي، لاندې بېلګې ته ځيرشئ:

 

يوكس د ګرديز ښار اوسېدونكى د كمېسيون د ګرديز سيمه ييزدفتر ته شكايت وكړ اوويې ويل چې:

 ((خوريې د هغې د مېړه او خسر له خوا وژل شوې ده او وروسته يې جسد څاه ته غور ځولى دى. امنيتي ځواکونو او څارنوالۍ پورته پېښه په دې لامل چې دا مړينه يوه ناڅاپي پېښه وه اوښځه په خپله څاه ته لوېدلې ده،  نو ځکه  يې  دا پېښه تعقيب كړې نه ده. د وژل شوې مېرمن ورور له كمېسيونه وغوښتل چې ور سره مرسته وكړي ترڅو وژونكى محكمې ته حاضر شي. كمېسيون دغه موضوع له امنيې قوماندانۍ سره شريكه كړه او ترې و يې غوښتل چې د پېښې د حقيقت پيدا كولو لپاره هڅه وكړي د امنيې قوماندانۍ د مړي روغتون ته وليږل او په دې برخه كې يې د عدلي ډاكترانو نظر وغوښت.  د مړي د بدن له نښونښانو داسې ښکارېده چې دغه مېرمن لومړى وژل شوې او وروسته د پېښي د پټولو لپاره مړه ښځه څاه ته اچول شوې ده. چې د كمېسيون په ټينګار باندې وژونكي ونيول شول او د محكمې له خوا په جزا محكوم شول.

په همدې ډول نورې لړزونكې پېښې هم تېر كال د ژوند د حق د سرغړونې په برخه كې ثبت شوي دي چې په هغه كې ۱۶۵ پېښې ځانته اوراچونه وه چې په دغه پېښوكې ۹۰٪ په مرګ ته رسيدلي دي. خو د ځان سوځونې پېښې د پوليسو له خوا نه دي څارل شوي او هغه څوك چې د دغو پېښو لامل شوي دي تر قانوني څارنې لاندې نه دي نيول شوي.

د قانون چلوونكيو د غفلت له لامله د ژوند حق نقض:

يو له هغه مواردو څخه چې د ژوند حق دنقض په برخه كې دولت يې په اړه مسؤوليت لري هغه د ژوند حق دنقض د دولت د غفلت په پايله كې دى چې د خپلوقانوني دندوپه ترسره كېدو يې كړي دي. تېركال ۱۵ داسې پېښې ثبت شوي دي چې په هغه كې د دولت د كاركونكيو غفلت راښيي، لاندې پېښه د دې موضوع ښكارندويه ده:

(( كله چې د كمېسيون كاركونكي د بنه ديانو د ليدلو لپاره د څرخي پله زندان ته ورغلي ول نو په دې بهير كې يې يوه پېښه داسې پيدا كړه چې يو بنه دي د كندهار په ولايت كې د شرابو څښلو په تور باندې د ۱۳۸۴ كال دوري د مياشتې پر ۱۳ نېټه نيول شوى وو او د ۱۳۸۴ كال د چنګاښ د مياشتې د ۶ نېټې په ۲۲شمېره پرېكړه كې چې د كندهار ولايت د عامه امنيت ديوان له خوا په يو كال تعليقي حبس باندې محكوم شوى وو. خو نوموړي نه وو ازاد شوى او دوسيه‌ يې د كابل ولايت مركزي استيناف څارنوالۍ ته په ۳۱/۵/۱۳۸۵ نېټه استول شوې وه. او بيا دغه دوسيه له مركزي استيناف څارنوالۍ څخه د كابل استيناف محكمې ته ليږل شوې وه. خو له هغې نېټې څخه بيا د كمېسيون د كاركوونكيو تر ليدلو پوريې ۳/۳/۱۳۸۶ دغه كس بې برخليكه ناست وو. په داسې حال كې چې د هغه دوسيه د محكمې له مدقق قاضي سره وه خو پورته كس په زندان كې بې له كومې پرېكړې ناست وو. خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د ده په اړه ستري محكمې ته رسمي ليك ولېږه. خو تردې د مخه چې د دغه كس برخليك وټاكل شي. نو له دوه كلونو او درې مياشتني بند وروسته د ناروغي له لامله د څرخي پله په زندان كې مړشو. د دې موضوع په اړه پر هغه وخت د ولسي جرګې عدلي او قضايې كمېسيون ته هم خبر وركړل شو.))

سربېره پردې پر ۱۳۸۶ كال د كابل د څرخې پله په زندان كې د بندي مېرمن يو ماشوم د ناروغۍ او د شودو د نشتوالي له لامله په زندان كې مړشو.

په قومي شخړو كې د ژوند له حقه سرغړونه:

  د ۱۳۸۶ كال د غبرګولي پر ۱۵ نېټه د كوچېانو او بهسود د دويمې برخې د اوسېدونكيو ترمنځ نښتې پيل شوې چې دغه پېښې دواړو پلوونو ته ځاني او مالي تاوانونه ورسول. دغه نښتې د ۱۳۸۶ كال د چنګاښ تر ۱۳ نېټې پورې په همدغه سيمه کې پاتې شوې. خو د همدې کال د زمري په مياشت کې د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالۍ ته هم اوږدې شوې چې په دواړو ولسواليو كې د زمري د مياشتې تر پيل پورې يې دوام وكړ. د دغو نښتو په بهير كې كمېسيون څلورځلې د باميانو له دفتره او يو ځل يې هم د كابل له دفتره پلاوي سيمې ته ولېږول. تر څو د موضوع په اړه څېړنه وكړي. په دې څېړنو كې د كمېسيون كاركونكيو د مالي او ځاني زيانونو په اړه لاندې معلومات راټول كړي دي.

د كمېسيون د كاركونكيو د سترګو ليدلى حال، د خلكو بيان، د خلكو له خوا شواهد او د اړونده ولسواليو د چارواكيو منل داسې څرګندوي چې په دې شخړه كې ۱۱ كسه وژل شوي دي، د بهسودو په لومړۍ ولسوالۍ كې ديوه ماشوم مړينه تاييد شوې ده، د بهسود په دواړو سيمو كې ۱۵ كسه د څلورو ښځو په ګډون ټپيان شوي دي، د مړو په برخه كې ويل شوي دي چې هغوى په بې رحمانه توګه وژل شوي دي.

د افغانستان دولت نه يوازې د دغه ګډوډيو په نظم كې پاته راغى بلكې د هغه كسانو په قانوني تعقيب كې چې په دغه پېښه كې د ژوند حق دنقض لامل شوي دي هم پاتې راغى. د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون په دې اړه د دولت كلكه پاملرنه غواړي چې دغه پېښه په عدلي او قانوني توګه باندې تعقيب كړي. ځکه داسې اټكل شته چې يوځل بيا دغه ډول پېښه رامنځ ته شي او د هغه له لامله زموږ ګران هېوادوال خپل ګران ژوند له لاسه وركړي.

پايلنيوی او وړانديزونه:

دغه لاس ته راغلې پېښې د افغانستان په ولايتونوكې د ژوند حق نقضول راښيي. له دې معلوماتو څرګندېږي چې د كندهار او خوست ولايتونه د ژوند حق د نقض په سركې راځي. خو دا بويه په ياد ولرو چې دايوازې هغه شمېر پېښې دي چې كمېسيون ته يې رپوټ وركړى شوى دى دا هم بويه له ياده ونه باسو چې كېداى شي په يوه پېښه كې له يوه كسه د ډېرو د ژوند حق نقض شوى وي او داسې ډېرې نورې پېښې هم شوي دي چې په اصل كې يې رپوټ كمېسيون ته نه دى وركړل شوي. نو و يلاى شو چې تېر كال د ژوند حق د نقضونې شمېرله هغه نه ډېر دى چې موږ يې په اړه دلته معلومات وركړي دي.

 

 

 

يوله هغو د ليلو نو څخه چې د ژوند د حق د نقض پېښې ډېرې شوي دي هغه د ځان وژونكيو بريدونو ډېرېدل او پوځي بريدونه دي چې د افغانستان وګړي په كې قرباني كېږي. چې دا په خپله د دولت كمزور تيا او بي پروايې ښيـي چې د ځان مرګو بريدونو مخه نه شي نيولاى. نو په ډاګه ويلاى شو چې د دولت اوسنۍ تګلاره د دغه سياسي او ټولنيز كړكېچ په اوارولو كې پاتې دى چې دغه كړنې د بشري حقونو د نقض لامل ګرځي. نو لازم برېښي چې دولت په دغه برخه كې بيا كتنه وكړي. د دې تر څنګه د هېواد دوګړيو د ژوند حق د تامين لپاره لاندې موارد په پام كې ونيول شي:

- د افغانستان دولت بويه د ژوند حق د نقض ترسره كوونكي تر عدلي او قضايې تعقيب لاند ې راولي او ورسره كلك قانوني چلند وكړي.

- د ژوند حق د نقضوونكيو نه نيونه او د هغوى خوشې كول پردې بنسټ چې سرغړوونكى كس  د ځواك او غښتلتيا څښتن دى او يا پوځي ځواك لري ، په بشپړه توګه دافغانستان د اساسي قانون پر خلاف كړنه ده او له سرغړوونكيوسره د قانوني چلند نشتوالى  كولاى شي د جنايتونو د دودتيا لامل شي. نو پردې بنسټ بويه د معافيت فرهنګ له منځه ولاړ شي.

-  دولت بويه هڅه وكړي ترڅو د ښځو پروړاندې د تاو تريخوالي مخه ونيسي.

-   دولت بويه د قانون پلي كوونكيو د پوهې ظرفيت لوړ كړي ترڅو په دې ډول د ژوند حق د نقض مخه ونيول شي په ځانګړي توګه د دولت د كاركونكيو له خوا.

-   د قانون دپلي كوونكيوهغه كسان چې تنبلي كوي او دغه كړنه بيا د ژوند حق د نقض لامل كېږي، دغه ډول بې پروا كاركوونكي بويه تر قانوني څارنې لاندې ونيول شي.

-        دولت بويه د هغه اړونده چارواكيو ظرفيت لوړ کړي چې د ډله ييزو قبرونو د كشف په برخه كې په كار بوخت دي.

-        د ډله ييزو قبرونو د ساتني لپاره بويه لازم اجراآت وشي او د دغو قبرونو دوېجاړولو مخه ونيول شي.

-   دولت بويه د هغو ماشومانو مخه ونيسي چې جعلي پاسپورټونه لري او د نشه يي توكيودقاچاق په برخه كې د هغوى له دغه كار سره مبارزه وكړي او هغه څوك چې جعلي پاسپورټونه لري هغوى ونيسي او د قانون منګولو ته‌ يې وسپاري.

 

د انساني كرامت حق:

د مدني او سياسي حقونو د نړيوال تړون اووم توك څرګندوي چې دانساني كرامت له حقه موخه عبارت ده له هر ډول شكنجې، ظالمانه سزاوو يا هم ناانساني اوسپكوونكي چلند مخنيوى دى. نوپردې بنسټ انساني كرامت ته درناوى، جسمي او رواني بشپړتيا ته په درنه سترګه كتل د يو كس له لازمه حقونو شمېرل كېږي. د افغانستان اساسي قانون هم هر ډول سزا چې د انساني كرامت پر خلاف وي بنده كړې ده. د قوانينو له مخې په هيڅ حالت كې هيڅ دولتي كاركوونكي ته اجازه نه ده وركړل شوې چې تورن وربړوي.[3]

 

په همدي ډول د هېواد جزا قانون په ۲۷۵ توك كې داسې حكم راغلى دى:

 ((۱ - كه دعمومي خدمتونو موظف تورن د اعتراف اخيستلو لپاره شكنجه كي اويا په هغې امر وكي په اوږده حبس باندې محكومېږي.

۲- كه تورن د شكنجې په نتيجه كې قتل ته ورسېږي ارتكاب كوونكى په دې قانون كښې دعمد قتل په ټاكلي جزاء محكومېږي.))

 

هيڅوك نه شي كېدلاى چې ترشكنجې، مجازاتو اويا داسې كړنولاندې ونيول شي چې د انسانيت اويا د بشري كرامت  پر خلاف  يا سپكوونكې وي.

 

د مدني او سياسي حقونو نړيوال تړون اووم توك

 

كه څه هم په قانون كې د انسان كرامت ته پر درناوي ټينګار شوى دى خو پر ۱۳۸۶ كال په افغانستان كې د بشري كرامت حق دنقض شمېر ډېر شوى دى. په هغو څېړنوكې چې په دې برخه كې شوي دي اويا هغه شكايتونه چې په دي برخه كې كمېسيون ته رارسيدلي دي، د دغه پېښو شمېر ۱۸۸ ته رسېږي چې ډېريې د فارياب په ولايت كې(۲۵پېښې) په ننګرهار كې(۲۳ پېښې ) او په هرات كې (۲۰پېښې) ثبت شوي دي.

 

 

 

شكنجه:

ددې حق د نقض څرګندې پېښې شكنجه، سپكول، ظالمانه او توهينوونكې سزاوې چې ډېر ځله بنديانوته وركول كېږي. چې ډېرې پېښې په فارياب کې ثبت شوي دي.

په ټوليزه توګه بنديانو ته شكنجه وركول كېږي كه څه هم په قانون كې، انسان ته عذاب وركول او شكنجه منعه شوي دي. د بېلګې په توګه كله كله تورن كسان داسې شكنجه كېږي چې له لامله يې ناروغه شي او درملنې ته اړتيا پيدا كوي. په يوه بېلګې كې ليدل كېږي چې د بشري حقونو خپلواك كمېسيون سيمه ييز څارونكي وليدل چې يوكس د معلوماتو وركولو په موخه دومره وهل شوى وو چې د پانسمان او درملنې لپاره و كلينيك ته راوستل شوى وو او نورې بېلګې عبارت دي له:

يوشاكي وايي چې د دندې د ترسره كولو پر وخت (رسمي دنده) د خلكو ترمخ د يوه جنرال په امر ونيول شوم، او وروسته بيا د امنيې قوماندانۍ د مرستيال، د امنيت د آمر او څو نورو سرتېرو چې د امنيت د آمر ساتونكى ول ووهل شوم، او زه يې توهين او تحقير كړم.

د بنديانو وهل او ټكول او د هغوى انساني كرامت تر پښو لاندې كول له دغو ستو نزوڅخه يوبله هغه ګڼل كېږي. يو له بنه ديانو څخه يويې خپل حالت داسې بيانوي:

 (( د هغه ناروغۍ له لامله چې لرمه يې نو اړ يم چې د شپې څوځله، تشناب ته ولاړشم. هره شپه زندان ساتونكى مې دوه او يا درې ځله د باندې بيايې. خو يوه شپه ۵/۱۱/۱۳۸۶ يوځل  يې   د زندان كاركوونكي ور راته پرانيست. خوبل ځلې چې مې هرڅومره ور وټكاوه،  نه يې پرانيسته. خو په پاى كې چې سهار ته نژدې وخت وو كاركوونكي ور راته پرانيست خوراباندې په غوسه شو چې ولې دومره ډېر تشناب ته ځې. ما ورته وويل چې زه ناروغي لرم، پس له خبرو اترو يې پرمخ په سوك ووهلم. پس له هغه ‌يې په دې سړه شپه كې د محبس په انګړكې لاسونه راوتړل او په ونې پورې ‌يې وتړلم او د دوه ساعتونو لپاره زما لاسونه په ونې پورې ولچك ول. ترڅو د محبس مشر زمالاسونه خوشې كړل چې د محبس ډېرو بنديانو زما دغه حالت په سترګو وليد. دغه موضوع د كمېسيون د كاركونكيو له ‌خوا تر څارنې او ارزونې لاندې ونيول شوه.

�په قانون پلي كوونكيوبنسټونو كې د شكنجې لاملونه � ترسرليك لاندې څېړنيز رپوټ له مخې چې د كمېسيون له خوا چمتوشوى، ښيي چې د شكنجې او ناانساني كړنو او ظالمانه او تحقير كوونكې سزاوې چې د قانون پلي كوونكيوترمنځ په پراخه توګه دود دي هغه په دې اړه د شكنجې د پېښو او د قربانيانو شكايتونو نه څارل دي . هغه خنډونه چې د غو پېښو د نه څارلو او څېړلو لامل كېږي د مسؤولو چارواكيو د ځوابونو پر بنسټ عبارت دي له : دمسؤولانوله خوا قانوني اجراآت نه كول، په دې برخه كې د قانون دڅرګندتيا نشتوالى، د جرم د جوتيا لپاره د نورو شونتياوو نه لرل، د زورورو كسانو لاسوهنه، بډې اخيستل، د مسلكي كدرنو كموالى، په دولتي څانګو کې د اړيكو او مصلحتونو دودوالى، هغه لاسوندونه دي چې د دغه ډول پېښو تعقيب وځنډېږي. ۹۹٪ مسؤول كسان پورته د ليلونه راوړي چې ولې د شكنجي پېښې نه تعقيبېږي اويا هم له  ياده وځي.  له دې ډلې څخه د قانوني اجراآتو نشتوالى، د زورورو كسانو لاسوهنې، او د جرم د جوتيا لپاره د نورو شونيتاوو نه لرل دي چې دغه د ځوابونو په سركې ډېرو پوښتل شويو ويلي دي.

د شكنجې د قربانيانو د ځوابونو پربنسټ په محكموكې اعتراف اويا اقرار اخيستل له تورنوكسانو نه د شكنجې په وسيله شوي دي خو د قاضيانو له خوا دغه موضوع ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې. يوبل دليل هم دادى چې قربانيان له خپلو حقونو بې خبره دي. لكه څنګه چې ښكاري د دغو قربانيانو ۵۶٪ ‌يې د خپلو شكنجو په اړه هيڅ ځاي ته شكايت نه دى كړى ، له ۳۹۸ ترڅېړنې لاندې قربانيانو څخه ۳۴۶ تنو په شاوخواكې ‌يې له خپلو بشري حقونوڅخه په سمه توګه خبر نه ول.

 

 

 

يو قرباني وګړى چې د كابل پوليسو له خوا ټپي شوى دى.

 

ښځې او د انساني كرامت حق نقض:

ښځې د انساني  كرامت حق د نقض ډېرى شمېرقربانيانې دي. داپه داسې حال كې ده چې د ښځو د انساني كرامت حق دنقض ډېرې پېښې نه دي ثبت شوي. يو د هغه وروسته پاتې او ناوړه دودونو څخه چې په ټولنه كې شته هغه ښځوته اجازه نه وركوي چې د وهلو، ټكولو اويا هم د توهين او سپكاوي وروسته او د شكنجي كولو په اړه دي كومې ادارې ته شكايت وكړي او يا له چا نه مرسته وغواړي. نو پردې بنسټ دافغان ښځوترمنځ د انساني كرامت حق نقض  ترهغې ډېر دى چې په دې ځاى كې  ثبت شوي دي.

د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى:

د ښځو په اړه كورنى تاو تريخوالى لكه وهل، ټكول، د ټولنيزو فعاليتونو مخنيوى، له كوره ايستل، سوځول، د بدن د غړيو ماتول، او جنسي تېرى د ښځو د انساني كرامت حق د نقض  پېښې دي.

د ښځو وهل ، ټكول:

د يوې شمېرنې له مخې پر۱۳۸۶كال د ۸۴۵ په شمېر د ښځو د وهلو، ټكولو پېښې كمېسيون ته راوړل شوي دي چې ډېرى يې د كندز په ولايت كې( ۳۳۸پېښې) ثبت شوي دي. ډېرې ښځې تل د وهلو او ټکولو سره مخامخ دي او توهين او تحقيرېږي. لاندې پېښه ددغو ډېرو پېښو يوه بېلګه ده چې د ښځو پر وړاندې تاو تريخوالى ښيي.

يوه جلۍ په کوچنوالي کې د اووه غويانو په بدل کې خپل د ترور زوي ته په نکاح وركړل شوې وه. وروسته چې نجلۍ او هلک ځوانۍ ته رسېږي، نو نجلۍ نه ميندواره كېږي. په داسې حال كې چې ستونزه د مېړه په وجود كې وه. په دې توګه چې د هلك جنسي راز د نجلۍ له خوا رسوا نشي نو خسريې د خپل زوى او مېرمنې په سلا د جلۍ سرخريي او دپوزې څوكه يې ورغوڅوي.�

د يوې بلې ښځې پلار كمېسيون ته راځي او وايي: � دوه مياشتې وړاندې مې خپله لور چاته په نكاح ور كړه، خو د هغې مېړه د هغې دلاس ګوتې په تيشه باندې پرېكړي دي. اوس مې لور د روغتون د ښځو په جراحي څانګه كې بستر ده� دغه پېښه د كمېسيون كارمندانو له خوا تر څارنې لاندې ونيول شوه.

خو دا بويه ووايو چې په هېواد كې په زرګونو ښځې وهل، ټكول زغمي او له دې اړخه چوپ پاتې كېږي او كومې ادارې ته خبرنه وركوي. ترڅو د دوى په وضعيت كې مثبت بدلون راشي. دګلوبل رايټس د رپوټ له مخې ۵۷۰۰ ښځو څخه۲, ۸۷٪ چې پوښتل شوي دي، لږ تر لږه له يو ډول تاوتريخوالي سره مخامخ شوي دي. د پېښو شننه دا ښيي چې په ځينو وختونوكې د ښځوپروړاندې د تاو تريخوالي پېښې ډېرې وحشي او ظالمانه دي چې ثبتېږي. ،  په زياتره سيمو كې دښځو وهل ټکول په ورځني ژوند كې يو عادي شى منل شوى دى.

پرښځوجنسي تېرى:

د ښځو، نجونو او ماشومانو په وړاندې ترټولو وحشي تاوتريخوالى جنسي تېرى دى. چې دغه څه ديوې ښځې او ماشوم پر روحي وضعې ډېر بد اغيز كوي. پر ۱۳۸۶ كال پر ښځو د جنسي تېري په توګه په ۵۱ پېښې كمېسيون كې ثبت شوي دي. بېلګه:

يوكس كمېسيون ته راغى او ويې ويل: (( خپله لور مې يو چاته په نكاح وركړه، د لور ليور مې پرهغې تېرې كړى او بيايې زمالور وژلې ده.))

يوبل شاكي بيا داسې وايي:

((ليورمې راباندې  بريد وكړ او د ناروا عمل غوښتنه يې راڅخه وكړه، څرنګه چې زه حاضره نشوم ، بيا نو هغه زه ووهلم. او ماخپل عرض ولسوال ته وكړ خو ليور مې ولسوال ته بډې وركړې په دې توګه پرپېښې غور ونشو.))

 

لكه څنګه چې معلوميږي نه يوازې داچې ښځې د جنسي تېري قرباني كېږي، بلكې د قانون پلي كوونكيوله خواهم د هغوى حق تر پښولاندې كېږي او په قانوني ډول د هغوى پېښې نه تعقيبېږي. نو جنسي تېري ته رسيدنه يوازې عدلي او قضايي څارنې پورې نه ده رانغښتې ، د جنسي تېريوقربانيان بويه له رواني او جسمي پلوه تر درملنې لاندې ونيول شي ځكه جنسي تېرى دروند روحي ټكان هم قرباني ته وركوي .

بد وركول:

د ښځو پر وړاندې يوبل د انساني كرامت  څرګند نقض په بدوكې د نجونو وركول دي. تېر كال په كمېسيون كې د بد وركولو ۵۰ پېښې ثبت شوي دي. په بدوكې وركول يوازې د ښځو د يوه بشري حق تر پښو لاندې كول نه دي،  بلكې  ښځو د څو نورو منل شويو حقونو د تر پښو لاندې كولولپاره يې پيل دى چې هغه لكه د ښځو د واده كولو د حق تر پښو لانه دي كول، د ښځې د خپل كورد نرينه غړي د جرم پر وړاندې خپل حريفې ډلې ته وركول كېږي او په پاى كې په بدوكې وركول د ښځو د انساني كر&#