|
دسولې دنړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د بشري حقونو د
خپلواک کمېسيون وينا !
الصلح خير(قرآن کريم)
دسپټمبر ٢١ مه هغه ورځ ده چې دملګرو ملتونو سازمان د
نړيوالې سولې اواوربند د ورځې په نوم نومولې ده.
چې د نړۍ خلک هرکال په دغه ورځ دسولې له پاره د فکر
کولوسره سره د هغې د خپرولو اوساتلو له پاره هلي ځلي
وکړي.سوله يو ارزښت او اړتيا ده، سوله د ټولو انسانانوله
پاره يوه هيله او خوب دى .
په داسې حال کې چې نن ورځ د نړۍ په يوه برخه کې سوله
دورځې يوعيني واقعت دى خو؛د نړۍ په بله برخه کې بياسوله
يوداسې خوب دى چې رسيدل ورته ګران ښکاري.د نړۍ په دغه برخه
کې دسولې او ارامۍ دسيوري په ځاي ويره ،جګړه اوناامني
حاکمه ده .دارنګه د ويرې،بيوزلۍ ،تاوتريخوالي او مرګونو
شرايط د نړۍ ددغو انسانانو په برخه دي ، چې يوه ورځ يې هم
بې له جګړو،تاوتريخوالي ،بيوزلۍ ،ويرې اوددوى انساني
حقونوته د نه پاملرني څخه پرته نه تيريږي ماشومان چې د
راتلونکې پانګه ګڼل کېږي د نه پاملرني او ولږې له امله
دنابودۍاو مرګ سره لاس او ګريوان دي. چاپيريال او دخلکو
ژوند ورځ تربلې خراب او ورانيږي.په افغانستان کې د درې
لسيزو جګړود دوام پايلې ډېرې ويروونکې ورانونکې وې.په
سلګونه زره انسانان ووژل شول په ميلونونو نورو
دوجاړونکوجګړواوتاوتريخوالي په نتجه کې کډوالۍ ترخې شيبې
احساس او وزغملې اوپه سلګونو زره نور انسانان زيانمن او
معلول شول.
د جنګ او تاوتريخوالي په زياتوالي کې دتلفاتو شمېره په
ځانګړي ډول د ملکي وګړو مرګ ژوبله زياته شوه ،دسلګونو زره
بي ګناه خلکوبي ځايه کېدل او دټولو بنسټيزوعلمي ،فرهنګي
،ټولنيز،اقتصادي بنسټونوله منځه تلل او تر ټولو بده يې
لادا چې دټولنې اخلاق زيانمن شول ښوونځي کتابونه او فرهنګي
مرکزونو ته اور واچول شو، دجکړو قربانيان ،معلول اومعيوب
وګړي زيات شول ،له زده کړو څخه دزيات شمېرماشومانو پاتې
کيدل،روغتيايي اسانتياووته نه لاسرسى ،د پنځه ميليونونه
وګړود ولږي له ګواښ سره مخامخيدل اوله بشري حقونوڅخه
دوامداره سرغړوني ،همدارنګه په سلګونو نورې ستونزې چې په
دې خاوره کې رواني دې ، دا هر څه ددې ښودنه کوي چې زموږ
خلک تر هر څه دمخه سولې ته ډېره اړتيا لري .ځکه چې د
يوهيواد د ابادۍ او پرمختګ لومړنى شرط چې خلک يې د لوړو
انساني حقونو،دفرهنګي اوديني اخلاقودرلودونکي وي او د
سياسي وضعيت پرمختګ او په نړيول بهير کې د هيواد له پاره د
يو مناسب ځاى پيداکول يوازې دسولې په راتلو او د هغې په
ساتلو سره ترسره کيداى شي.
دلته بنسټيز سوال دادى ،چې په څه ډول کولى شو ديوې
دوامدارې سولې له پاره فکر وکړواو دهغې د تحقق له پاره
بايد څه ډول ګام پورته کړو؟
د يوې دوامدارې سولې دساتلو او راتللو له پاره يوازې منفي
سوله بسنه نه کوي،ددې له پاره يوې مثبتې سولې راتلل ضرور
دي.
په مثبته سوله کې يوازي د جګړې نه شتون مطرح نه دى،بلکې
اصلي خبره د سولې جوړولو او دهغې دساتلو ده.د دا ډول سولې
د پيژندلو له پاره طبيعي خبره داده چې دسولې ورانوونکي
اوجوړونکي دلايلو پيژندلوته اړتياپيداکېږي.
سوله غوښتنه اوجګړه غوښتنه دواړه د افرادو د فکراوباور
محصول ګڼل کېږي. دې لارې ته د رسيدو له پاره لومړى ګام د
فکرونو اوباورونو اصلاح ده.په دې لاره کې انساني کرامت
اوانساني ارزښتونوباندې عقيده اوباور ،په فکرونو کې د تغير
بنسټ جوړوي. دټولوانسانانو کرامت باندې عقيده هغه که د هر
رنګ، هرنژاد،هر صنف اوهرقوم وي کولاى شي يوبل ته درناوى
لاپسې ټينګ اومظبوط شي .په دې منځ کې د انسان ذاتي
حقونوباندې باوريعني د بشري حقونو زده کړه او ددغه زده
کړو پراخول ، ديو بل د حقونوپه پيژندلو، دتنوع پيژندل
اومنل، داټول د سولې له پاره دوړتيا په جوړولو کې رول لري
.
بشري حقونودزده کړې بايد دانساني کرامت د ترويج او ټينګولو
په لاره کې د افرادو داساسي حقونواوازدي ګانو،د دوستۍ
اوبرابرۍ دتبليغ او دهر ډول تاوتريخوالي د له منځه وړلو په
خاطر ،دعدالت پلي کول ،دټولوقومونو،مذهبونوژبواونژادونو
سليقوته د درناوى له پاره وي .
دافغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په دې ټکې باور
لري چې سوله عدالت ته لار جوړوي او عدالت دسولې بنسټ دى
ځکه د سولې رامنځ ته کولو او دعدالت په تطبيق اصرار کوي او
ټولو ته بلنه ورکوي تر څو له جنګ او تاوتريخوالي چې پرته
له بربادۍ ، وراني اود انساني اخلاقو د له منځه تلو څخه بل
شى تر ې نه جوړيږي لاس واخلئ.
د افغانستان د بشري حقونوخپلواک کمېسيون په دې ټينګه عقيده
لري چې ټولې هغه حق غوښتونکې مطالبې او د هغو تحقق يوازې
او يوازې د سولې له پاره د خبرو په پراختيا اود يو بل په
منلو کې د امکان وړ دي. جګړه او تاوتريخوالى نشي کولاى چې
د ټولو ګټې تضمين اوملي اراده تامين کړي.ځکه د هر انسان
له وژلو سره د کرکې اونفرت يوه څپه راپورته کېږي چې له
امله يې د غچ اخيستني ته زمينه برابريږي چې پايله يې بي
پرته له تاوتريخوالي ،هلاکت اوذلت څخه بل څه نه وي.
د افغانستان د بشري حقونوخپلواک کمېسيون د سپتمبر ٢١ مه
چې د ملګروملتونو د سازمان له خوا دسولې نړيوالې ورځې په
نوم نومول شوې ده .د خصومتونودپريښودواويوبل ته د مخ
وراړولواو دزغم فرهنګ په ترويج مهمه بولي او له ټولو ښکيلو
غاړو غواړي چې لاقل دې يولومړنى ګام دمعنوي سولې دتحقق په
لاره کې د وسلوال ټکر له يوې خواته کولوسره دې په فزيکي
ډول سوله عملي کړي.دسولې نړيولې ورځې ته بلنه په حقيقت کې
دانساني جوهر اصل ته بلنه ده چې خداي تعالى د ادم په
کالبوت کې د روح په اچولوسره هغه ته کرامت ،عزت او شرافت
ور په برخه کړ(ولقد کرمنابنى ادم)دانسان د خلقت دارزښت
محتوا ده چې د سولې او پخلاينې له منطق سره جوړښت لري او
ټول د جنګ او او تاوتريخوالي په خلاف ولاړ دي .
راځئ موږ ټول دا زده کړو چې ټول انسانان که د هر قوم اوهر
نژاد او مذهب اوژبې دي ټول برابر پيداشوي دي او دخداي په
وړاندې دي کولاى شي په سوله کې سره ژوند وکړي.په برابرۍ او
ورولي په عقيدې ،منل شويو عقايدواودودونوته درناوى ،ديوبل
ژبې اوفرهنګ ته درناوى ښځوپيغلواو هغه چاته چې معلول دي
درناوي چاپيريال ساتني ته درناوى ،کورنۍ اوټولوهغوانساني
ارزښتونوته درناوى چې د يوې دايمي سولې دټينګښت او ترويج
چې په عدالت ولاړه وي سره له دې چې سوله زموږ له پاره
يوخوب ښکاري خو؛دا داسې يوه اړتيا ده ،ددې له پاره چې دا
په واقعيت بدله کړوټول بايد ددې له پاره فکر وکړواوصادقانه
ګام پورته کړو. |