|
د اسلام له نظره د بندي د انساني کرامت ساتنه
مولوى غلام محمد غريب
بندي هغه انساني وګړې دې چې د نورو د يو لړ حقونو تر پښو
لاندې کولو يا د کوم جرم او جنايت له امله په بند محکوم
شوې وي، البته داسى جرم او جنايت چې په هغه کې حد او قصاص
په اثبات نه وي رسيدلاې او يا حد او قصاص ونلري، بلکې داسى
جرم وي چې تعزيرى وي او د دولت او قضا د قانون او مقرراتو
له مخې په بند محکوم شوې وي نو دلته ده چې د هغه سزا بايد
د هغه د جرم سره انډول ولري او برابره وي.
لوى خداې (ج) په عظيم الشان قرآن کې فرمايي: ((د جرم او
جنايت سزا بايد د جرم او جنايت سره برابره وي.)) نو لازمه
ده چې د بندې سزا د هغه د جرم سره په انډول کې وي چې له
يوه پلوه شرعيه او عمومي ګټى په پام کې وساتل شي او د بله
پلوه سزا د جرم سره برابره، د مجرم د اصلاح، دفساد د
مخنيوي او نوروته د عبرت درس وګرځي.
کله چې له بند او بندي څخه خبر کوو نو د اسلامى ارشاداتو
له مخې دغه مهم ټکى ته بايد پاملرنه وساتل شي چې بندي د
انسان په توگه د انساني کرامت لرونکى دې، هغه کرامت چې
الله پاک ورته وربښلى دې او فرمايي: ((بيله شکه موږ بشر ته
کرامت او عزت ورکړې دى ...)) (د الاسرا 70 ايت)
لوى خداې (ج) انسان ته د هغه د کرامت له امله پر نورو
مخلوقاتو لوړتيا ورکړې او پرځمکه يې خپل خليفه بللې، د
همدې ارشاداتو له مخې، بندي چې د يوه انسان په توگه د خپل
بنديتوب دوران تيروي نو د هغه کرامت بايد وساتل شي ځکه چې
انسان دې، او داچې انسانيت يې ساتل شوي نو کرامت يې هم
بايد خوندي وي، نو هغه له بشري حقونو څخه برخمن دې او
حقونه يې چې د هغه د انسانيت او کرامت پورى تړلې بايد په
پام کې ونيول شي لکه د خوړو حق، د څکلو حق، د استراحت او
خوب حق، د جامو او د ځان د پاکي حق، د مطالعى، خبر او بيان
حق، د اوريدو حق، د اړتيا په وخت د لمر او همدارنګه د
تودوخې په وخت د سيورى له حق، د درملنې حق، د ښوونې روزنې
او حرفوى زده کړو حق، دخپلو خپلوانو او دوستانو سره د ليدو
حق، لوړو مقاماتو ته د شکايت حق، له سپکاوي او توهين څخه د
خوندي پاتى کيدو حق، د نه ځورونې او نه وهلو او ټکولو حق
او داسى نور انساني او بشري حقونه. همدارنگه بندي دخپل
مذهب د مراسم د ادا کولو حق لرونکى دې.
د بيلګى په توگه زموږ يو تن هيوادوال چې دسترى محکمى په
حکم په څلورو مياشتو بند محکو مشوى و، اتلس مياشتى په
زندان تيرې کړې چې له بده مرغه د زندان په وروستى اړودوړ
کې ووژل شو، په دې توگه هغه يو کال او دوه مياشتى زيات په
زندان کې بيله کوم موجه دليل څخه پاتى شو.
3-د تورنو د جزايى دوسيو د حل لپاره د جزايي اجرااتو د
قانون رعايت نه کېږي. ځکه ددغه قانون د(36) مادى له مخې
بايد د تورنو برخليک په خپل وخت سره وټاکل شي، چې ددى
قانون نه رعايت په حقيقت کې د تورنو له بشري حقونو څخه
تيرى بلل کيږي، د بيلگه په توگه همدا اوس د څرخي پله په
زندان کې (600) تنه پرته له دې چې برخليک يې وټاکل شي،
ورځې شپى تيروي.
د اسلام د سپيڅلى دين د ارشاداتو له مخې د بنديانو د
انساني حقونو او کرامت ساتنه يو واجب الاجرا امر دې، ځکه
چې خداى(ج) انسان د کرامت څښتن ګرځولى او په هر حالت کې
بايد د هغه انساني حقونه او کرامت خوندي وي.
همدارنگه د بشري حقونو نړيواله اعلاميه خپلسرى او په
ظالمانه توگه توقيف، بند يا تبعيد سره مخالفت ښودلى چې د
اعلاميې په نهمه ماده کې راغلي دي:
((هيڅوک په خپلسر او په استبدادي چلند سره توقيف، بندي يا
تبعيد کيداې نشي.))
د ملګرو ملتونو د سياسي او مدني حقونو نړيوال تړون چې
افغانستان هم د هغې د لاسليک کوونکو څخه دې پرهمدې موضوع
ټينګار کوي، د تړون په لسمه ماده کې لولو: ((له ازادۍ څخه
ټول بى برخې کسان بايد د هغې د حيثيت او ذاتي کرامت له
امله د انساني چلند او درناوې څخه برخمن وي.))
په دې وروستيو کې د افغانستان د زندانونو او د بنديانو د
وضعيت په اړه د هيواد د پارلمان او ولسمشر لخوا يو قانون
تصويب او لاسليک شويدې، ددې قانون له منځپانګى څخه جوتيږي
چې د بنديانو د بشري وضعيت او انساني کرامت ساتلوته زياته
پاملرنه شويده، هيله ده دا قانون په عمل کې پلى او هغه
ستونزې او انديښنې چې د بنديانو د بشري حقونو او انساني
کرامت د نه ساتلو له امله شته دې، له منځه ولاړې شي.
|