د افغانستان د بشر د حقونو خپلوک کميسيون د غور ولايتي دفتر سرپرست د شهيدولو په مناسبت

۱۳۸۱ د جوزا ۱۶مه
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون
۱۳۹۸ د سنبلې ۱۴مه
مطبوعاتي اعلاميه
د افغانستان د بشر د حقونو خپلوک کميسيون د غور ولايتي دفتر سرپرست د شهيدولو په مناسبت
د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کميسيون په ډېر تاسف او تاثر سره خبر ترلاسه کړ چې زموږ يو ريښتينی، هڅاند همکار او د بشر د حقوقو ژمن مدافع ښاغلی عبدالصمد اميري چې د کميسيون د غور ولايت سرپرست و او طالبانو ته د منسوبو کسانو لخوا تښتول شوی و تېره شپه شهيد کړای شوی دی.
د طالبانو ډلې ښاغلی اميري دوه ورځې مخکې کله چې د کابل-غور پر لاره روان و د ميدان وردګ ولايت د جلريز په سيمه کې وتښتاوه او په شهادت يې ورساوه. د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسیون د انزجار په څرګندلو او په ژور تاسف سره د ښاغلي اميري له کورنۍ سره خپله همدردي ښيي.
کميسيون د دې فجيعې پېښې په اړه د لا نورو معلوماتو د راټولولو په لټه کې دی او دا ظالمانه او غير انساني عمل په سختو ټکو محکوموي.
شهيد اميري کلونه د بشر حقونو د مدافع په توګه په افغانستان کې د بشر حقونو د تعميم او تامين لپاره کار کړی. کميسيون د دې وېروونکي جنايت په اړه د پراخې څېړنې او د عاملانو د ځواب وينې او مجازاتو غوښتونکی دی.
کميسيون د به د دې زړه بوږنوونکې پېښې په اړه د خپلو موندنو پايله په راتلونکو ورځو کې د رسنيو له لارې له خلکو سره شريکه کړي.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون
